د غزې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته فلسطینیان وژل او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي وزارت چهارشنبه د نومبر پر ۱۱مه ویلي چې د تېر کال په اکتوبر کې د اوربند له ټينګېدو را وروسته د اسراییلو په بریدونو کې یو زرو ۶۲۲ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
په دې موده کې پنځه زره او ۸۷۸ نور ټپيان شوي هم دي.
د غزې د روغتیا وزارت په خبره، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې ۷۴ زره او ۶۵۳ فلسطینیان وژل او ۱۷۶ زره نور ټپيان شوي دي.






