په ترکيه کې د «انټالیا ډيپلوماسۍ» ناستې په څنډه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس د ترکيې ولسمشر سره د افغان سولې او د افغانستان او سيمې وروستيو سياسي او امنيتي تحولاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په دې ليدنه کې چې د روان کال د غبرګولي په ۲۸مه د جمعې په ورځ ترسره شوه عبدالله عبدالله او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د افغانستان سولې پروسې په اړه خبرې اترې کړې دي.
سپېدار ماڼۍ اعلان وکړ چې عبدالله او اردوغان د سولې هڅو او د افغانستان او سيمې وروستيو سیاسي او امنيتي تحولاتو په اړه بحث کړی دی.
د ترکيې ولسمشر د افغانستان سولې پروسې څخه د ياد هېواد د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی.
اردوغان په خپلو خبرو کې ويلي چې ترکيه په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکې ده او د افغانستان خلکو سره به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې عبدالله د افغان سولې پروسې په اړه د ترکيې له هڅو مننه کړې او د همکاريو د دوام غوښتنه يې کړې ده.
د «انټاليا ډيپلوماسۍ» ناسته د مهمو نړيوالو موضوعاتو په اړه بحث په موخه او د لوړپوړو سياسي مشرانو، د بهرنيو چارو وزيرانو او سیاسي څېرو په ګډون سره ترسره شوې ده.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله او د هېواد بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د غبرګولي په ۲۷مه د پنجشنبې په ورځ دغې ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړل.





