۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر کابل ته د خپل سفر پر مهال د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس سره لیدلي دي. دې لیدنه کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر زیاتېدو خبرې اترې شوې دي.
عبدالله عبدالله او فلیپو ګراندي سهشنبه د کب پر ۲۴ سره لیدلي دي. دې لیدنه کې عبدالله عبدالله ټینګار کړی، چې اوسنیو ترینګلو حالاتو کې دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې زیاتې شي.
نوموړي د فلیپو ګراندې سفر افغانانو ته د ملګرو ملتونو د پاملرنې نښه وبلله.
فلیپو ګراندي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د دغه هېواد د بشردوستانه وضعیت په ځانګړې توګه د بېځایه شویو وضعیت ارزونه یې د سفر موخه ده.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر شاوخوا شپږ میلیونو کسانو ته رسېږي.