د آزموينې ملي ادارې مسؤلين وايي چې تمه ده سږکال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۰۰ زره تنه په دغه آزموینو کې برخه واخلي چې دوی به د ۱۴۳زره ظرفيت لپاره سره سيالۍ کوي.
د دغې ادارې د مسؤلينو په وينا په دې آزموينه کې د ديني علومو مرکزونو او شپې لېسو فارغين هم شامل دي.
د آزموينو ملي ادارې مسؤلين وايي، سږکال د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ټول هېواد کې د ماسټرۍ پروګرام لپاره ۱۳۹۰ سيټه ځانګړي شوي دي. د ازموينو ملي ادارې سرپرست پوهاند عبدالقدير خموش له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د کانکور سږنۍ آزموينې به په درېيو پړاوونو کې ترسره شي، چې لومړی پړاو به يې په ۲۵ ولايتونو سمنګان، سرپل، غور، نیمروز، بادغیس، فراه، نورستان، پکتیکا، دایکندي، زابل، ارزګان، هلمند، کندهار، بامیان، وردګو، لوګر، پکتیا، خوست، کاپیسا، پنجشېر، لغمان، کونړ، پروان، ننګرهار او بغلان کې د روانې مياشتې له ۸مې نېټې تر ۱۰مې پورې د درېیو ورځو لپاره ترسره شي او د لومړي پړاو د ګدونوالو شمېر به شاوخوا ۹۰ زره تنه وي. د نوموړي په وينا د سږني کانکور دويم پړاو د روانې مياشتې له ۲۶مې نېټه پيلېږي او د همدې مياشتې تر ۳۱مې نېټې به دوام ومومي چې په دغه پړاو کې به ۸ ولايتونه فاریاب، کندز، جوزجان، غزني، بلخ، هرات، تخار او د بدخشان ولايت پنځې حوزې شاملې وي.
د ښاغلي خموش په وينا د کانکور درېیم پړاو يوازې کابل او ولسواليو ته ځانګړی شوی چې د ترسره کېدو کره نېټه به يې ډېر ژر د دغې ادارې له خوا اعلان شي.
د ازموينو ملي ادارې سرپرست وويل چې دا لومړۍ ځل دی په افغانستان کې د کانکور ازموينې په درې پړاوونو کې تنظيم کېږي او ۲۵ ولايتونه په يوه وخت او يوځای مديريت کېږي.
ښاغلي خموش وويل، په دغو ۲۵ ولايتونو کې د کانکور تخنيکي چارې پيل شوي او د ازموینو ادارې تخنیکي ډلې يادو ولايتونو ته رسېدلې دي. ښاغلي عبدالقدير خموش زياته کړه، د ازموينو ملي اداره په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د کانکور ازموينه دوو پړاوونو ته مختص کړي او بلاخره وکړای شو چې کانکور د کلنۍ کاليزې برخه وګرځوو او د کانکور ازموينې د اخيستلو لپاره يو ټاکلې نېټه وټاکو.
د ازموينو ملي ادارې سرپرست په سږني کانکور کې له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د پوهنځيو په ټاکلو کې دقت وکړي او د ازموينو ځايونو کې دې د التکرونیکي وسايلو له لېږدولو څخه ډډه وکړي.