د کندهار انار چې په نړۍ کې د لوړ کیفیت انارو په نوم شهرت لري، کروندګر او د باغونونو څښتنان یې سږکال هم د نورو کلونو په څېر د ښه حاصلاتو او عاید ترلاسه کولو لپاره هیلهمن دي، خو له نړیوالو سره د ناسمو سیاسي اړیکو پالوو او د لارو بندیدو له کبله د انارو بیې په بې ساري ډول کښته شوې دي. دا تکه سره انار د کندهار په هره کوڅه او سړک کې د پلور په موخه ډېرۍ ډېرۍ پراته دي.
د کندهار د کرنې ریاست طالب مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې سږکال پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي وو. د اټکل له مخې، له دې باغونو څخه به ۲۷۴ زره متریک ټنه حاصلات ترلاسه شي. که څه هم سږکال د نورو کلونو په پرتله د انارو حاصلات زیات شوي، خو کروندګر بیا شکايت کوي چې د دې حاصلاتو بیې نسبت نورو کلونو ته ډېرې کښته شوې دي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ چې د انارو د زیاتې زراعتي ځمکې لرلو له امله مشهوره ده، سږکال په دې اړه بدلونونه لیدلي دي. د ارغنداب ولسوالۍ یو د انارو باغوان محمدالله چې پر خپلې څلور جریبه ځمکه انار کرلي دي، د ۸صبج ورځپاڼې له سیمهییز همکار سره په خبرو کې وویل: «سږکال د انارو قیمتونه دومره کښته شوي چې د انارو د باغونو د روزنې لګښتونه هم نه پوره کوي.» محمدالله وویل چې د انارو د باغ ۳۰ سلنه حاصلات د بازار د نشتوالي له امله ضایع شوي دي. په خبره یې، «ډېر انار مې خلکو ته په کښته قیمت یا هم بېخي وړیا ورکړي دي.»
د انارو د باغ څښتن عبیدالله د دې میوې د ناسم مارکېټ په هکله وايي: «زما لپاره د کورنۍ د روزنې یوازینۍ لاره همدغه انارو باغ و، ټول کال مې په دې باغ کې کار کړی و، خو اوس نه پوهېږم چې د راتلونکي کال لپاره څه وکړم.
هغه زیاتوي: «سږکال د انارو قیمتونه داسې کښته شوي چې په دې ۱۰ کلونو کې یې هېڅکله دا ډول بیه نه وه کړې. ډېر انار مې په باغ کې خراب شول، او د خرابېدو پر ځای مې هغوی خلکو ته وړیا ورکړل.» د عبیدالله په خبره، د انارو د باغ د خراب وضعیت سره سره، ډیری باغوانان اوس د خپلو محصولاتو د خرڅولو لپاره هیڅ لاره نه لري او د نورو کلونو په پرتله یې یوازې د سرک کولو او خپلو کورنیو اړتیاو پوره کولو هيله پر دې انارو پورې تړلې وه.
د معلوماتو له مخې، سږکال په کندهار ولایت کې د ۶ کیلو انارو قیمت تر ۱۵۰ افغانۍ پورې رسېږي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د همدې اندازې انار قیمت تر ۴۰۰ افغانۍ پورې و. د ارغنداب ترڅنګ ژړۍ بله هغه ولسوالۍ ده چې د کلونو راهیسې کروندګرو په کې د انارو باغونه جوړ کړي او ټول کال یې د دې باغونو په روزنه بوخت وي.
د دغې ولسوالۍ یو تن د انارو د باغ مسوول، شاولي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د انارو حاصلاتو تر رسېدو وروسته، تر دې دمه یې د خپلې اته جریبه انارو باغ څخه یوازې ۴۰ زره افغانۍ ترلاسه کړي دي. هغه وویل چې د مناسب مارکېټ نه درلودلو او تېر ورښتونو له امله د انارو کیفیت زیاته خراب شوی دی. شاولي زیاتوي: «د انارو د بازار نشتوالي له امله باغوانان سږکال له لوی زیان سره مخ دي. هغه کسان چې په کندهار کې د انارو باغونه لري، ټوله کال یې په روزنه بوخت وي. پخوا به په دې وخت کې ما تر ۳۰۰ زره افغانۍ زیاتې پیسې ترلاسه کړې، خو سږکال تر اوسه یوازې ۴۰ زره افغانۍ ترلاسه کړي، نه باغونه کرایه کیږي، نه هم انار په ښار کې پلورل کیږي.»
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې چې په تېرو کلونو کې به په هر باغ کې لسګونه کسان په ښه پیسو مزدورۍ ته بوخت و، سږکال دغه وضعیت بدل شوی او باغوانان مزدورانو ته د پیسو پر ځای انار ورکوي.
۳۰ کلن جانمحمد چې په یوه باغ کې د انارو د حاصلاتو په راټولولو بوخت دی وايي: «سږکال په ټول کندهار کې باغوانانو د انارو د ورکولو په بدل کې په مزدوران نیولي دي. هر مزدور ته د شپږ منه کندهاري انارو د راټولولو او پروسس کولو په بدل کې یو من انار ورکول کېږي.»
هغه زیاتوي: «د ورځې له درې منه زیات انار په ګټه نه پاتې کېږي او مزدوري یې هم کمه ده. سږکال باغوانان مزدورانو ته د پیسو پر ځای انار ورکوي چې درې منه اضافي انار د ورځې په مزدورۍ نه پیدا کېږي. دا درې منه انار ان ۲۰۰ افغانۍ هم نه جوړوي. که انار قیمتونه ښه شي، نو دغه درې منه انار یوه ښه ورځنۍ مزدوري کېدای شي، خو په دې شرایطو کې هیڅ هم نه ده.»
په همدې حال کې د کندهار اوسیدونکو د کندهاري انارو د بازار موندلو لپاره مختلفې هڅې پیل کړي دي. د نندارتونو جوړولو ترڅنګ، په ټولنیزو رسنیو کې هم کمپاینونه پیل شوي ترڅو خلک هڅوي چې انار واخلي.
څو ورځې مخکې، په کندهار کې یوه خصوصي شرکت د پیغور په توګه یو شمېر ځوانان راټول کړل او د خپل شرکت په انګړ کې یې د انارو مېله جوړه کړې وه. د انارو په دې مېله کې ګډونوالو ویلي چې د بهرنیو هېوادونو لپاره د لارې د نشتوالي له کبله یې غوره وګڼل چې کندهاري انارو په خپل ځای کې وخوري.
د کندهار د سوداګرۍ خوني یو استازي ۸صبح ته وویل چې دوی تازه هڅې پیل کړي ترڅو د کندهار څه اندازه انار چین هېواد ته ولېږدوي. د دې خونې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د انارو د حاصلاتو له رسېدو وروسته یوازې ۲۰ مټریک ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته لیږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې هم کندهار ولایت کې کروندګرو د خپلو حاصلاتو د بازار له نشتوالي شکايتونه کړي وو.





