• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د دوبي بارانونو زیان؛ د پروان د انګورو له ۵۰ تر ۶۰ سلنه حاصلات له منځه تللي

۸صبح ۸صبح
۲۱ وږی/سنبله ۱۴۰۱ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۲ [t_time:1662990395]

پروان کې ناڅاپي ورښتونو د دغه ولایت بڼوال سخت زیانمن کړي دي. پروان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د راپور له مخې، سږ کال د دې ولایت د انګورو حاصلات له ۳۰ تر ۴۰ سلنه له منځه تللي دي. په پروان کې بڼوال وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو زیاتوالي ته په پام په یاد ولایت کې له ۵۰ تر ۶۰ سلنې د انګورو حاصلات له منځه تللي دي.

په پروان کې یو شمیر بڼوال وايي چې په دې ولایت کې وروستیو ورښتونو د دوی د یوه کال خواري په اوبو لاهو کړې ده. په پروان کې یو بڼوال خان محمد دی چې زرګونه د انګورو نیالګي یې روزلي دي.

دې بڼوال له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، سږ کال د انګور حاصلات د تیر کال په پرتله ښه و، خو په دې ولایت کې وروستیو ورښتونو د انګورو زیات حاصلات له منځه یوړل. خان محمد زیاتوي: «سږ کال خوښ وو چې د انګورو حاصلا مو ښه دي، خو د تیرو څو ورځو بارانونو له امله مو زیات حاصلات له لاسه ورکړل. په ډیر ستونزو مو په لوړه بیه یوه بوجۍ کیمیاوي سره اخیستې وه. له یوه لوري ګراني او بې کاري اوج ته رسیدلې له بل لوري مو طبیعي بلاګانو حاصلات له منځه یوړل.» د نوموړي په خبره، سیمو او د باران شدت ته په پاملرنې په دې ولایت کې د انګورو له ۵۰ تر ۶۰ سلنې حاصلات له منځه تللي دي.

هغه بڼوال چې له کرنیزو حاصلاتو پرته بله عایداتي سرچینه نه لري، له مرستندویه بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره دې له دوی سره مرسته وکړي. په پروان ولایت کې یو بل بڼوال شمس الدین ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل: « موږ له دهقانۍ پرته بل عاید نه لرو که چېرې د دهقان محصولات له منځه ولاړل نو پوه شه چې هغه خپله هم له منځه تللی دی. ډیرو کسانو له دوکاندارانو څخه کیمیاوي سره په پور راوړې. اوس حیران دي چې څه ډول یې پیسې پرې کړي. له مرستندویه بنسټونو غواړو چې له موږ سره دې ژر تر ژره مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پروان په دې وروستیو کې د دوو اوونیو له پاره په وقفه یي ډول د اوړي د بارانونو شاهد و. هغه اورښتونه چې دهند د مونسوني اورښتونو له امله دهېواد په ۲۲ ولایتونو کې و اوریدل. دې ورښتونو په تیرو څو کالو کې ساری نه درلود.

دغه راز د پروان له پاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دې ولایت کې څو ورځې وړاندې اورښتونو په یاد ولایت کې د انګور له ۳۰ تر ۴۰ سلنې حاصلات له منځه وړي دي. د پروان ولایت له پاره د طالبانو د کرنې رئیس محمد رحیم نعماني وايي چې په یاد ولایت کې د پرله پسې اورښتونو له امله بزګرانو ته ۳۵۴ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
نوموړې زیاته کړې: «سږ کال په پروان کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي و، خو په پروان کې وروستیو ورښتونو ۳۵ زره او ۴۰۴ ټنه انګور له منځه وړي دي. دغه راز اورښتونو بزګرانو ته ۳۵۴میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی او موږ هڅه کوو چې له بڼوالو سره مرسته وکړو.»

د پروان له پاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس ویلي دي: « په یاد ولایت کې له وروستیو اورښتونو وړاندې، د انګور د پلور له پاره مارکیټ ښه و او د انګورو سوداګرو انګور پېرل او لېږدول یې، خو له ورښتونو وروسته د انګور ارزښت ۴۰ سلنه را ټیټ شو. د پروان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمیر له مخې په دې ولایت کې په ۶زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو باغونه دي.

خو سره له دې په پروان کې بڼوال د انګور د نیالګیو کېنولو څخه زړ توري شوي او وايي چې انګور مناسب بازار نه لري. وروستيو اورښتونو او په افغانستان کې موسمي بدلونونو د نورو کلونو په پرتله سږ کال هېوادوالو په ځانګړي ډول د کابل شمالي ولایتونو بڼوالو ته زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د یادونې وړ ده چې د هېواد وګړي په دې وروستیو څو میاشتو کې د څو طبیعي پېښو شاهدان و چې له ځان سره یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه درلودل؛ په خوست او پکتیکا کې مرګوني زلزلې څخه نیولې بیا په لوګر، نورستان، پروان، کاپیسا او پنجشیر کې تر ویجاړونکوسیلابونو.

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د شمیر پر بنسټ، د زلزلې، سیلابونو او په هېواد کې د نورو طبیعي پېښو له امله یو زرو او ۵۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳ زره او ۷۰۰ کسان ټپیان شوي دي. له دې ډلې یوازې په پروان ولایت کې د سیلابونو له امله ۱۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دې وزارت ویلي چې په تیر یوه کال په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۶ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۱۷ زرو یې زیان لیدلی دی. دغه راز په تیر یوه کال کې د طبیعي پېښو له امله ۹۷زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او ۹ زره څاروي مړه شوي دي.

د چارو کارپوهان وايي، په افغانستان کې طبیعي پېښې خونړۍ وې، خو طالبانو په تیر یوه کال کې وښوده چې په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له پاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.

د جمهوریت په وخت کې په بېلابېلو ولایتونو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې فعالې وې او په بېړنیو حالاتو کې به یې د خلکو مرستې ته وردانګل. ددې ادارې کارکوونکو د وړتیاوو، تجربې او فني امکاناتو په درلودلو سره د طبیعي پېښو قربانیانو ته د رسیدګۍ په برخه کې وړتیا درلوده او ډیر ژر به یې له هغو سره مرسته کوله؛ خو شواهد او راپورونه په ډاګه کوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې بنسټونه داسې وړتیا نه لري؛ ځکه هغه باتجربه او فني کسان چې د تیر حکومت پر مهال په دندو ګومارل شوي و، د طالبانو له لوري له دندو ګوښه او په کور کېنول شول او دې ډلې یې پر ځای خپل کسان ځای پر ځای کړل.

طالبان د طبیعي پېښو قربانیانو ته د پاملرنې په برخه کې نه پوره پوهه لري او نه تجربه. پر دې سربېره هغوی په بیړنیو حالاتو کې د لومړنیو اقداماتو په اړه هم کافي معلومات نه لري او په داسې یوه حالت کې نه پوهېږي چې څه وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پریمانه حاصلات او د بازار نشتوالی؛ له پاکستانه واردېدونکو مالټو د ننګرهاري مالټو بازار کمرنګه کړی
ځانګړي

پریمانه حاصلات او د بازار نشتوالی؛ له پاکستانه واردېدونکو مالټو د ننګرهاري مالټو بازار کمرنګه کړی

۵ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1735115784]
د ممیزو په تولید کې زیاتوالی او د صادراتو نشتوالی؛ په هرات کې د ممیزو بیه ۶۰ سلنه لوېدلې
راپورونه

د ممیزو په تولید کې زیاتوالی او د صادراتو نشتوالی؛ په هرات کې د ممیزو بیه ۶۰ سلنه لوېدلې

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728221931]
په کندوز کې د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی؛ بڼوال: د پلور لپاره یې مارکېټ نه شته
راپورونه

په کندوز کې د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی؛ بڼوال: د پلور لپاره یې مارکېټ نه شته

۱ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1727018964]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغانستان لپاره د جرمني سفیر: معترضانو سره باید د دښمن په شان چلن ونه شي، نړۍ حالات څاري

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.