د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ کله چې د آکسیجن ډبه او یا هم طبي توکي ورک شي نو مسوول ته شل کاله د بند سزا ورکړل شي.
وحید مجروح د غويي په دیارلسمه په یوه غونډه کې چې د ولایتونو د عامې روغتیا د رییسانو په ګډون جوړه شوې وه د کورونا له درېیمې څپې سره د مبارزې د څرنګوالي په خبرو پرمهال وویل چې ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې بهر ته د طبي توکو د قاچاق مخنیوی وکړي.
د هغه په وینا همدارنګه امر شوی که په یوه روغتیايي مرکز کې یوه ډبه آکسیجن او یا هم طبي توکي ورک شي، مسوول وګړی به په شل کاله بند محکوم شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورونا په لومړۍ څپې کې داسې معلومات خپاره شول چې ۳۲ د مصنوعي ساه اخیستو ماشینونه پاکستان ته قاچاق شوي دي.
د دغو معالوماتو خپرېدل له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شول، خو وروسته ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ چې دا مالومات سم نه دي.





