یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
د زېږدیز کال د مارچ د مياشتې په اتمه نېټه چې د هجري لمریز کال د کب له اتلسمه نیې سره سمون لري، په ټوله نړۍ کې ښځې او د ښځو د حقوقو پلویان سرکونو ته راوزي، په لویو هالونو کې غونډېږي او په بېلابېلو مراسمو سره د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم لمانځل. په دې ورځ د کال تر نورو ورځو زیات د نړۍ ښځې یو له بله سره خپل پیوستون ښکاروي، په ټولنه کې خپل ځان او حضور څرګندوي، د خپل موجودیت او ټولنیز مناسب ځای لپاره مبارزه کوي، په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او کلتوري چارو کې ګډون غواړي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه او له نارینه وو سره د مساوي حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هاند او هڅې کوي. خو دا حالت چې په نننۍ زمانه کې ښځو په ځانګړې ملي او عامه نړیواله کچه تر لاسه کړی، بې زحمته نه دی په لاس ورغلی او د ډېر ستونزمن، له کړاوه ډک او سرښندونکي کار او زیار پایله ده.
د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځل د مود او فیشن خبره نه ده. د ښځو د حقوقو اعاده او له نارینه وو سره حقوقي برابري د ټولنیز قانونمند تاریخي تکامل جبريی ښکارنده ده چې هېڅ ټولنه ځان نه شي ورڅخه خلاصولی؛ خو ټولنیز تحرک او عکس العملونه دا پروسه چټکولای او يا ځنډولای شي. هره ټولنه چې معمولاً د بسیا او آرام ژوند په لټه کې وي، د خپل تاریخي تکامل په جبري بهیر کې به حتماَ له نارینه وو سره د ښځو د حقوقو د برابرۍ پړاو ته رسي. هغه محافظه کار او ارتجاعي ځواکونه چې ددې طبیعي بهیر په وړاندې مقاومت کوي، دا بهیر په مؤقتي او مقطعي ډول ځنډولای شي، خو د تل لپاره یې مخه نه شي نیولای. تاریخي بری حتما د ښځو د حقوقو د مبارزینو په برخه او تاریځي ناکامي د ښځو د حقوقي برابرۍ د مخالفینو په برخه دی. ښه دا ده چې زموږ په هېواد کې ددې قانونمند، تاریخي او حتمي بهیر په وړاندې خنډونه جوړ نه شي، بلکې د هغو په سالمه رهبرۍ او سم لوري ورکولو فکر وشي، مناسب سیاسي، امنیتي او ټولنیز چوکاټونه رامنځته شي چې خپله نورماله او طبیعي لاره کچ کړي او په ټولنه کې د نامطلوبو ټکرونو او په کورنیو کې د بې ځایه جنجالونو سبب نه شي.
د ښځو د بشري حقوقو لپاره مبارزه یوازې د ټولنې په کلتوري او یا اخلاقي برخې پورې اړه نه لري، بلکې د ښځو اقتصادي، سیاسي او ټولنیز انساني حقوق هم په غیږ کې نیسي. داسې فکر سم نه دی چې د ښځو د حقوقو او د هغوی د آزادیو معنا یوازې د هغوی د خپل ځان پخپله خوښه سینګار، د ښکلیو او مدرنو جامو اغوستل، د میني، ماکسي او یا میډیم کمیس انتخاب، پخپل زړه او خوښه د خپل ژوند د ملګري ټاکل او له نارینه وو سره د مخامخ کېدو په وخت کې د نورمال انسان په حیث زړه ور او بې ډاره چلند او داسې نورو کړو وړو کې محدود شي. له نارینه وو سره د ښځو د حقوقي برابرۍ موضوع او د ښځو د سرښندونکو مبارزو تاریخ تر دې ډیر پراخه دی.
صنعتي انقلاب په لویو فابریکو کې د ښځو لپاره د کار دروازې پرانستې. په هغه زمانه کې چې د استثمار درجه لوړه او د نارینه وو لپاره هم د کار شرایط خراب و، خو ښځو تر هغو په زیاتو خرابو شرایطو کې کار کاوه، د ورځې یې د کار ساعتونه زیات او معاشونه یې ټيټ ؤ. په هغه وخت کې چې د کارګرانو د ګټو او علایقو د دفاع په خاطر سوسیالیستي فکرونو وده کړې وه او سوسیالیستي سیاسي ګوندونه رامنځته شوي ؤ، د ښځو د حقوقو لپاره یې د مبارزې نوښت او د هغوی مشري هم په غاړه اخيستې وه. د امریکا، جرمني او نورو صنعتي هېوادونو سوسیالیستي ګوندونو په خپل وخت کې د ښځو د حقوقو لپاره ټینکه مبارزه کوله او لاتراوسه همدا ګوندونه، کارګري اتحادیې او د ښځو اتحادیې او سازمانونه یو ځای د نارینه او ښځو ترمنځ د مساوي حقوقو د رامنځته کولو لپاره مبارزه کوي؛ غواړي چې د ښځو د کار شرایط له نارینه وو څخه خراب نه وي، د کار په چاپېریال کې امنیت او خوندیتوب ولري، تر روحي او جسمي فشار لاندې نه وي، د کار اجوره یې تر نارینه وو کمه نه وي، د کار ساعتونه او د تفرېح او رخصتۍ ورځې یې د نورو کارګرانو په شان وي او پردې برسیره له معاش سره د ولادت د ورځو رخصتۍ هم ولري.
د ښځو د نړیوالې ورځې تاریخ د ۱۹ مې میلادي پېړۍ د وروستیو او د شلمې میلادي پیړۍ د لومړیو کلونو د کارګري غورځنګونو فعالیتونو سره مهاله و چې د ښځو لپاره د ځانګړو هېوادونو او ټولې نړۍ په کچه د حقوقو د برابرۍ، لوړو معاشونو، د کار د شرایطو د سمون شعارونه پورته شول؛ په انتخاباتو کې یې ښځو ته د رایو ورکولو حق وغوښت او د تبعیض په ضد مبارزه غښتلې شوه. په ۱۹۱۰ م کال کې د جرمني سویسالیستې مبارزې او د ښځو د حقوقو فعالې میرمن کلارا زیتکین Clara Zetkinپه کوپنهاګن کې د سوسيالېستو ښځو په نړیوال کنفرانس کې د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ، خو د کومې ځانګړې ورځې نوم یې وانه خیست. وروسته بیا په نورو کلونو کې د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه او په ۱۹۷۵م کال کې همدا ورخ د مګروملتونو سازمان لخوا په رسمیت وپېژندل شوه.
اوس دا ورځ د نړۍ په ډېرو هېوادونو (او په دې لړ کې زموږ په هېواد کې هم) په بېلابېلو ډولونو لمانځل کېږي او په ځینو هېوادو کې د رسمي رخصتۍ ورځ هم منل شوې ده. د ښځو د حقوقو د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې هم د دولتي ارګانونو ټاکلې سلنه د ښځو د مقررۍ لپاره ځانګړې شوې ده. په پارلمان او نورو دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډه ۲۵ سلنه ټاکل شوې ده. خو دا ددې معنا نه لري چې وزیران او نور چارواکي د پخپله خوښه دا چوکۍ خپلو خپلوانو او یا د دوی منل شوو ښځو او نجونو ته ورکړي. دلته لازمه ده چې هغه د تجربې، مسلکي پوهې او وړتیا څښتنې ښځې مقررې شي چې په رښتینې توګه د همدې پوستونو لیاقت ولري. زموږ د هېواد په اوسنیو حالاتو کې متأسفانه د ښځو د حقوقو ترنامه لاندې هم واکمنان هڅه کوي چې واسطه لرونکې او خپل ځان ته وفادارې مېرمنې مقررې کړي؛ لکه چې د دولتي ادارو د ځوانولو تر نامه لاندې یې تجربه لرونکي افسران او ملکي مامورین په مختلفو طریقو او چلونو له دندو لرې او وزګار کړل چې په ملی کچه یې هېواد او دولتی فعالیتونو ته زیات زیان ور واړاوه.
سږ کال زموږ په هېواد او په نړیواله کچه د ښځو نړیواله ورځ، د کورونا د ناوړه شرایطو تر اغیزې لاندې راغلي. هيله ده چې دا ورځ زموږ د ګران هېواد په کلیو او ښارونو کې د خلکو له خوا لمانځل شوې وي.
زموږ د ټولنیز ژوند او ورځني فعالیت په ټولو اړخونو کې د ښځو ګډون اړین دی، خو په سیاست کې د ښځو فعال ګډون د سیاسي کلتور په بدلون او د سیاست د لوري په سمون کې تر ټولو اغیزمن فکټور کېدای شي.





