۸صبح، پروان: د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی په پروان ولایت کې د طالبانو پر یوې پوستې د دې جبهې د ځواکونو په برید کې د دې ډلې درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغې جبهې چهارشنبه د تلې پر ۲۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ځواکونو یې د کابل ـ شمال پر عمومي لویه لاره د پل متک په سیمه کې طالبان په نښه کړي دي.
د ازادۍ جبهې په وینا، دغه برید د سېشنبې پر ماښام د تلې پر ۲۸مه، ترسره شوی دی.





