۸صبح، کابل: له پولیو پاک افغانستان بنسټ د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د هڅو پر دوام او په هېواد کې د ټولو ماشومانو پر واکسینولو ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ چهارشنبه د تلې پر ۲۹مه، د روغتیايي کارکوونکو د هڅو ستاینه کړې چې د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د واکسینولو او د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره په لومړۍ کرښه کې کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې په افغانستان کې د پولیو د شپږو نویو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې پر پولیو د اخته کسانو ټولټال شمېر ۴۲ تنو ته رسېدلی دی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو د وحشي ویروس پېښې ثبتېږي.





