• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د افغانستان او امریکا د مشرانو کتنه؛ بایډن به غني او عبدالله ته څه ووايي؟

د ۸صبح پښتو مجله

 د ۸صبح پښتو مجله د ۸صبح پښتو مجله
۶ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۲۷ جون ۲۰۲۱ [t_time:1624786733]

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې په افغانستان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. په دغه جګړه کې هره ورځ د طالبانو له خوا د ولسوالیو د سقوط خبرونه ورکول کېږي او افغان دولت هم د دغو سیمو د بېرته نیولو لپاره د هڅو خبر ورکوي. که څه هم افغان دولت تراوسه د سیاسي اجماع په رامنځته کولو نه دی بریالی شوی او د دولت عالی شورا چې د هېواد د پرېکړو لوړه مرجع ده هغه هم تراوسه نه ده جوړه شوې. دغه وضعیت ته په پام سره امریکا د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنه لري. ددغه هېواد چارواکي په دې اند دي که د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې بندون مات نه شي، افغانستان به یو ځل بیا له کورنۍ جګړې سره مخامخ شي چې ناوړه پایلې به ولري. له همدې امله امریکا هڅه کوي چې دولت او طالبان د خبرو له لارې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړولو ته وهڅوي.
په افغانستان کې کورنۍ جګړه د امریکایانو لپاره دوې احتمالي پایلې لرلی شي، لومړی د ترهګرو ډلو بیا فعالیت چې د امریکا ګټي او ملي امنیت له خطر سره مخامخ کولی شي او دوهم په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د ګډو لاس ته راوړنو په تېره بیا د بشري حقونو، د ښځو او لږکیو د حقونو ترپښو لاندې کول، چې دا دواړه پایلې د دغه هېواد لپاره د اندېښنې وړ دي.
د امریکا هڅه دا ده چې د جګړې دواړه لوري د سولې او د یوه ټول ګډونه دولت د جوړولو لپاره معنی لرونکو مذاکراتو ته حاضر کړي، ځکه د امریکا په اند، د ټول ګډونه دولت د جوړولو لپاره د دواړو لوریو هوکړه د افغانستان د ستونزو د حل او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده، که داسې ونه شي امریکا به په افغانستان کې له تازه ننګونو سره مخامخ شي. امریکا چې له افغانستانه د وتلو په حال کې ده، داسې فکر کوي چې په افغانستان کې یې القاعدې او ترهګرۍ ته ماته ورکړې او د واشنګټن په اند په هېواد کې روان تاوتریخوالی کورنۍ جګړه ده چې د پای ته رسولو لپاره یې باید کورنۍ حل لاره پيدا شي. له دې امله ترجېح ورکوي چې په مستقیمه توګه په جګړه کې ښکیل نه شي.
د امریکا په باور افغانستان ته یې بیا راستنېدل ډېر لګښت لري او په دې پوهېږي چې په روانه جګړه کې یې مستقیم رول لرل د سولې او ټیکاو د رامنځته کېدو لامل نشي کېداي. له همدې امله هڅه کوي چې د افغانستان د ستونزو د اواري لپاره د دیپلوماسۍ د ماتې مخنیوی وکړي.
طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون په چوکاټ کې له افغان دولت سره مذاکرات پيل کړل. خو په دغو خبرو کې دومره پرمختګ نه دی شوی؛ خو له امریکا سره ددغې ډلې هوکړې ته د طالبانو د ژمنیتا یوه نښه بلل کېږي. د دوحې د هوکړې په چوکاټ کې د مذاکراتو د دوام لپاره د طالبانو چمتووالی هم د امریکا په اند دغه تړون ته د دې ډلې د ژمنتیا نښه ده.
اټکل کېږي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د امریکا نظر به د بایډن له خوا له ولسمشر غني او عبدالله سره شریک شي. ښایي د امریکا ولسمشر افغان مشرانو ته سپارښته وکړي چې د سولې مذاکراتو بهیر ګړندی او په وړاندې یې ټول خنډونه لیرې کړي. امریکا به په هېڅ ډول له افغان دولت سره د جګړې د دوام په برخه کې له کوم شرط پرته همکارۍ ته دوام ورنه کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبان؛ له روسیې سره نږدېوالی، له پاکستانه واټن
شننه

طالبان؛ له روسیې سره نږدېوالی، له پاکستانه واټن

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792855306]
د ایران ولسمشر د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړه‌لیک متن لاسلیک کړ
بهرني خبرونه

پزشکیان امریکا له ایران سره د لنډمهالې هوکړې د ناکامۍ مسووله وبلله

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792853286]
اندیشه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د خلکو له حقونو دفاع کوي
خبرونه

اندیشه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د خلکو له حقونو دفاع کوي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792852689]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.