تازه د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د «عرب نیوز» وېبپاڼې په یوه مقاله کې د طالبانو او روسیې له اتحاده اندېښنه څرګنده کړې او دا بدلون یې د اسلاماباد په زیان بللی دی. د دراني د لیکنې له مخې، له طالبانو سره د روسیې او همدارنګه د هند نږدېوالی د دې ډلې دریځ پیاوړی کوي او د پاکستان د مانور ساحه محدودوي. د هغه په باور، دغه نږدېوالی د دې لامل کېږي چې د پاکستان د امنیتي اندېښنو په اړه د طالبانو د ځواب ژمنتیا کمه شي.
د دراني د لیکنې په اړه څو ټکي د پام وړ دي:
۱ – په دې کې شک نه شته چې طالبان په سیمه کې ملاتړي لري؛ هم مخکې او هم اوس. اوس ډېر شوې هم دي. په تېر کې یې که پاکستان، سعودي او متحده عرب اماراتو ملاتړ کاوه، اوس یې د ملاتړو شمېر زیات شوی دی: قطر، ترکیه، ایران، هند، روسیه، چین د منځنۍ اسیا ګڼ هېوادونه او… . البته، د ملاتړ څرنګوالی او کچه یې هم ارزښت لري. همدا چې یاد هېوادونه له طالبانو سره د «تعامل د ستراتیژۍ» دوام د ستونزو د حل اغېزمنه لار ګڼي، د طالبانو پر ضد د جګړې ملاتړ نه کوي او د افغانستان له سیاسي ډګره د دې ډلې ایستل په ګټه نه بولي، خپله د ملاتړ مانا لري.
د «مسکو فارمت» اتمې غونډې وښوده چې په سیمه کې د پاکستان د مانور لمن پراخه نه ده. دراني هم په خپله مقاله کې پر دغه ټکي اعتراف کړی دی. د بېلګې په توګه، د مسکو په غونډه کې د پاکستان غوښتنه دا وه چې د «وروستۍ اعلامیې» په متن کې داسې جمله راشي چې په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته منسوب کړي؛ خو طالبانو ورسره مخالفت وکړ او په پای کې یاده غونډه د وروستۍ اعلامیې له تصویب او خپرولو پرته پای ته ورسېده. مسکو هم ومنله چې د طالبانو مخالفت او د پاکستان وړاندیز د وروستي متن د تصویب مخه ونیوله. دا په دې مانا چې داسې هېوادونه شته چې په سیمهییزو غونډو کې د پاکستان غوښتنو ته له پاملرنې پرته د طالبانو ملاتړ کوي.
دې چارې پاکستانی لوری اندېښمن کړی؛ ځکه وېره لري چې ښايي ونه توانېږي د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) په ملاتړ کې د افغان طالبانو د ښکېلتیا په اړه خپله ادعا د سیمې پر هېوادونو ومني. له دغو ټولو سربېره هم پاکستان تر دې دمه د سیمهییزو متحدانو د خپلولو په برخه کې له طالبانو مخکې دی. همدا چې د ټيټيپي د ځپلو په پلمه د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه د نړیوالې ټولنې له خوا نه غندل کېږي، ښيي چې اسلاماباد لا هم د سیمې هېوادونو د ملاتړ د ترلاسي په برخه کې پر طالبانو برلاسی دی.
۲ – له طالبانو د هند او روسیې ملاتړ په خپل ځای کې ارزښت لري، خو د اندېښنې وړ نه دی؛ ځکه دا ملاتړ «تکتیکي» دی نه «دایمي». نوې ډیلي له اسلاماباد سره د دوښمنۍ له کبله له طالبانو سره نږدېوالی غوره کړی، نه دا چې ذاتاً یې د ملاتړ وړ وبولي. دغه راز هڅه کوي چې په افغانستان کې یې حضور خوندي وي او دا له طالبانو سره له تعامل پرته شونی نه دی. روسیه هم خپل ملاحظات لري. مهمه دا چې مسکو له یوه شوي عمل سره مخ دی: د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندل. روسیه بیا په داسې وضعیت کې بله چاره نه لري، بې له دې چې په ځینو مواردو کې طالبان وستایي؛ که نه نو د رژیم د رسمیت پېژندلو په برخه کې به خپل دریځ بې وسلې کړي او د دفاع لپاره به یې هېڅ وسیله ونه لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه د پاکستان او روسیې اندېښنه ګډه ده: د ترهګرۍ صادرول. اسلاماباد د ټيټيپي د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښمن دی او مسکو هم د داعش او نورو افراطي اسلامپالو ډلو د پیاوړتیا او همدارنګه د منځنۍ اسیا په جمهوریتونو کې له بېثباتۍ اندېښنه لري. خو د دواړو هېوادونو د څرګندونو ژبه توپیر لري: اسلاماباد په څرګنده طالبان د ټيټيپي ملاتړي بولي او مهمه دا چې د پاکستان په خاوره کې د ناامنۍ په رامنځته کولو کې یې پر لاسوهنې تورنوي، خو مسکو هڅه کوي په نرمه ژبه وغږېږي چې دا هم د کابل له رژیم سره د روسیې د اړیکو له رسمي کېدو سرچینه اخلي. سربېره پر دې، مسکو چې د اوکرایین په کړکېچ کې نښتی، نه غواړي په بله کړکېچنه سیمه کې هم ښکېل شي؛ دا له طالبانو سره ډیپلوماټیکې ژبې او د هڅونې او تعامل تګلارې عملي کولو ته اړتیا لري.
۳ – په «مکي تړون» کې غړیتوب که څه هم پاکستان ته ډېرې ګټې لري، خو په ځینو برخو کې یې په زیان هم دی. که څه هم ګټې یې تر زیانونو ډېرې دي. ترکیه د ناټو فعاله غړې او د منځني ختیځ یوازینی هېواد دی چې د دغه سازمان غړیتوب لري. سعودي هم د امریکا متحد دی، که څه هم د ناټو غړی نه دی. له لوېدیځې نړۍ سره د دوو متحدو هېوادونو ملګرتیا د یوه «ګډ دفاعي تړون» په چوکاټ کې حساسیتونه راپاروي؛ په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو چې د لویدیځ، په تېره بیا د امریکا سیالان دي. ښکاري چې روسیه له دغه اړخه له پاکستانه تر یوه بریده ناهیلې شوې وي؛ خو دا د دې مانا نه لري چې حتماً دې د طالبانو په ګټه تمامه شي. همداسې چین او ایران هم. مسکو، تهران او بېجینګ چې څومره د لوېدیځ پر لور د پاکستان له تمایله خپه کېږي، په هماغه کچه هڅه کوي چې د طالبانو او ټيټيپي د قضیې په اړه د اسلاماباد له دریځه واټن واخلي.
که د مکې تړون عمر اوږد شي او د ګډې دفاع ماده یې د ټولو درېیو غړو د ملاتړ لپاره عملي شي، پاکستان به نور هم د لویدیځو هېوادونو او د هغوی د سیمهییزو متحدانو پر لور متمایل شي. په دې سره به اسلاماباد له طالبانو او ټيټيپي سره د مقابلې لپاره د لویدیځوالو مرستې ته سترګې په لار وي، نه د خپلو سیالانو. برعکس، طالبان به بله چاره ونه لري، بې له دې چې له روسیې، ایران، هند او ښايي چین څخه د مرستې غوښتنه وکړي. که داسې وشي، د افغانستان پر سر به د لویدیځ او ختیځ ترمنځ تقابل شدید شي؛ داسې چې ښايي دا هېواد له اوسني کړکېچه د وتلو پر لور بوځي.





