۸صبح، کابل: ۱۷ کلنې افغانې نجلۍ نیلا ابراهیمي د ښځو او نجونو حقونو د دفاع له کبله د ماشومانو د سولې ۲۰مه نړیواله جایزه ګټلې ده.
د ماشومانو د حقونو بنسټ په یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې د جايزې ورکولو دا مراسم سهشنبه د لړم پر ۲۹مه د امستردام په نوې کليسا کې ترسره شوي دي.
دا معتبره جایزه نیلا ابراهیمي ته د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې توکل کرمان له خوا ورکړل شوې ده.
ابراهیمي له ۴۷ هېوادونو څخه د ۱۶۵ نوماندانو په منځ کې د دې جایزې لپاره غوره شوې ده.
هغې ته دا جایزه د موسیقۍ له لارې د اعتراضي غورځنګ د مشرۍ او د افغان نجونو د حقونو ملاتړ له کبله ورکړل شوې ده.
په دې مراسمو کې د هالنډ شهزادګۍ پېټرا لورنټین، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې مشرې ان سکیلټن، د نوبل سولې جایزې ګټونکې توکل کرمان، د دې جایزې ۱۶ پخوانیو ګټوونکو په ګډون د نړۍ مشهورو شخصیتونو ګډون کړی و. همداراز په دې مراسمو کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو او سازمانونو استازو هم حضور درلود.
د ماشومانو د حقونو بنسټ مشر او بنسټګر مارک دولارت په دې مراسمو کې وویل: «افغان ښځې او نجونې د نه زغملو له ظلم سره مخ دي… لږ تر لږه ۲.۵ میلیونه نجونې له زدهکړو بې برخې دي. د دې نجونو غږ د نړۍ غوږونو ته رسونې لپاره د نیلا الهام بخښونکي هڅو هغه د ماشومانو د سولې ۲۰مې نړیوالې جایزې ګټونکې کړې ده.»
د یادونې ده چې د نجونو پر سندرو د طالبانو له بنديز لګولو وروسته، دې افغانې نجلۍ اعتراض وکړ او په انلاین بڼه يې يوه سندره خپره کړې وه.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هغه مهال چې دا نجلۍ ۱۴ کلنه وه، لومړی یې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته پناه یوړه او بیا له هغه ځایه کاناډا ته لاړه.
د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره دې ځوانې فعالې له خپلو همکارانو سره د «هغې داستان» په نوم یو انلاین پلېټ فارم جوړ کړ او نجونې یې وهڅولې چې خپل داستانونه هلته خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د ښځو حقونو فعاله ژولیا پارسي او له تاجکستانه د بشري حقونو فعاله منوچهر خالقناظروف د ۲۰۲۴ کال د مارتین انالز جایزې د ګډو ګټوونکو په توګه غوره شوې دي.





