۸صبح، کابل: د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي یان ایګلند وايي چې له زدهکړې څخه افغان نجونو محرومیت د بشري حقونو د نه زغملو انکار دی.
ایګلنډ یکشنبه د مرغومې پر ۳۰مه په هرات کې د غالۍ اوبدلو له یوې کارخونې د لیدو خبر ورکړی دی.
هغه لیکلي، په دې کارخونه کې یې له هغو نجونو سره لیدلي چې له ښوونځي محروم شوي او د غالۍ اوبدلو ته یې مخه کړې ده.
یوې نجلۍ ایګلند ته ویلي دي: «ما یوازې تر پنځم ټولګي پورې زدهکړې کړې، خو زما هیله لا هم دا ده چې ډاکټره شم.»
د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي تېره ورځ افغانستان ته د خپل سفر خبر ورکړی و.
نوموړي ویلي، هرات ولایت ته یې د خپل سفر پرمهال له یو شمېر هغو ښځو سره هم لیدلي چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي.
ایګلنډ ټینګار کړی چې نړیوالې ټولنې د افغانستان کړکېچ له پامه غورځولی دی.





