۸صبح، کابل: د ارغواني شنبو غورځنګ وايي چې نړیواله ټولنه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې «ناکامه» ده.
نوموړي غورځنګ دوشنبه د لیندۍ پر ۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې هېواد د افغان ښځو لپاره په «دوزخ» بدل کړی دی.
د بیان پر بنسټ، په دې موده کې طالبانو په افغانستان کې «جنسیتي اپارټایډ» او د «جنسیتي تبعیض» نظام په بېساري توګه پلي کړی دی.
په بیان کې راغلي دي: «د یو زرو او ۱۹۸ تورو ورځو په تېرېدو سره نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو او یوناما نه یوازې دا چې د طالبانو د بشر ضد جنایتونو پر وړاندې جدي او اغېزمن اقدام نه دی کړی؛ بلکې له دیفکتو حکومت سره د تعامل او اړيکو په نوم یې د پردې تر شا له ډيپلوماسۍ څخه په ګټېاخیستنې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو پر بنسټ د دغې ډلې پر وړاندې خپل بنديزونه او فشارونه کم کړي دي.»
د دغه غورځنګ په وینا، د نړیوالې ټولنې متناقض چلند د افغان ښځو د اعتراضي خوځښتونو د کمزوري کېدو لامل شوی دی.
د بیان پر بنسټ، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې د ښځو په ګډون زرګونه کسان لا هم د طالبانو په بندخونو کې تر «ناانساني شکنجې» لاندې دي.
د ارغواني شنبو غورځنګ خبرداری ورکړی چې طالبان به د بګرام زندان د معترضو مېرمنو د نلانساني شکنجې په مرکز بدل کړي.
د دغه غورځنګ په باور، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول او د دغې ډلې جنایتونو ته د قاطع ځواب نه ورکول به په سیمه او نړۍ کې د تاوتریخوالي، جنسیتي اپارټایډ او افراطیت د خپرېدو لامل شي.
په بیان کې ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د مذاکراتو پر ځای په افغانستان کې د یو ټولګډوني او ولسي دولت د رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغان ښځو غږ غورځنګ ویلي و چې نړیواله ټولنه باید په هېواد کې «جنسیتي اپارټایډ» په رسمیت وپېژني.





