۸صبح، کابل: ټاکل شوې د هېواد فوټبال ملي لوبډله د خپلې دویمې دوستانه سیالۍ په موخه له تاجکستان سره د لوبې ډګر ته کښته شي.
دا دوستانه لوبه سهشنبه د لړم پر ۲۹مه، د کابل پرمهال د مازدیګر ۵:۳۰ بجې د تاجکستان جمهوریت په مرکزي لوبغالي کې کېږي.
له دې مخکې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د دې درېاړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نیپال ته درې پر صفر ماتې ورکړې وه.
نیپال هم تېره چهارشنبه په خپلې وروستۍ لوبه کې تاجکستان د څلور پر صفر توپیر مات کړی و.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي عثمان توشف د دغو سیالیو تر ټولو مهمه موخه د یوې همغږې او پیاوړې لوبډلې رامنځته کول بللې ده.
توشف زیاته کړه: «زه د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه مننه کوم چې دغه دوستانه لوبې یې تنظیم کړې دي. زه د لوبغاړو فعالیت ګورم او د ستونزو د حل لپاره به اقدام وکړم.»
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ډاډ ورکړی چې د هېواد لوبغاړي چمتو دي څو له تاجکستان سره مخامخ شي.





