د نړۍ نامتو سوک وهونکی او د سوک وهنې پخوانی اتل مایک ټایسن ۱۹ کاله وروسته د لوبې قفس ته دننه شو او د ۲۷ کلن نامتو یوټیوبر جېک پائول پر وړاندې یې ماتې ومنله.
د ۵۷ کلن ټایسن او ۲۷ کلن پاول ترمنځ سیالي د سهشنبه د نوامبر پر ۱۶مه د امریکا په تکزاس کې ترسره شوه.
دا سیالۍ په نړۍ کې د رزمي سیالیو ترټولو مخکښه سیالۍ بلل شوې ده.
په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۲۰ میلیون خلکو دا سیالۍ د «نېټفلېکس» له لارې لیدلې ده.
جېک پائول د ۷۸ نُمرو په ترلاسه کولو سره د دې سیالۍ ګټونکی اعلان شو.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، مایک ټایسن له دې سیالۍ ۲۰ میلیونه ډالر ګټلي په داسې حال کې چې د سیالۍ ګټونکي جېک پائول ۴۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
تمه کېږي چې دواړه سوکوهونکي د سیالۍ د ژوندي خپراوي ۵۰ سلنه عاید ترلاسه کړي.
دا د سوکوهنې پخواني نړیوال اتل اوومه ماتې وه.
ټایسن په خپل مسلکي دوره کې ۵۰ بریاوې ترلاسه کړي او یوازې ۴۴ یې په ناکاوټ ګټلې دي.
همداراز، پائول چې تر ډېره د یوټیوبر په توګه پېژندل کېږي، په دې بري سره د سوکوهنې مسلکي سیالیو کې خپل ۱۱م بری ثبت کړ.
هغه په خپل په لوبیز ریکارډ کې یوازې یوه بایله لري.





