۸صبح، کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل کې د سوري زړه درملنې د تخصصي روغتون د پرانېستلو خبر ورکړی دی.
نوموړي بنسټ یکشنبه د زمري پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي چې دا روغتون په کال کې د دوو زرو ناروغانو د درملنې وړتیا لري.
د افغاني سرې میاشتې په خبره، په دغه روغتون کې د تشخیص، درملنې او روغتیايي پاملرنې خدمات ۲۴ ساعته په وړیا ډول وړاندې کېږي.
له دې مخکې پر سوري زړه اخته ناروغان د درملنې لپاره خصوصي یا له افغانستانه بهر روغتونونو ته معرفي کېدل.





