تر نننه د هغو محدودیتونو، ننګونو او کړاوونو په اړه خبرې شوې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته د افغان نجونو او ښځو پر ژوند وتپل شول. هر ځای یې یادونه کېږي چې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې؛ زدهکړې نه شي کولی او نه د کار او پرېکړې له حقه برخمنې دي. خو ښکاري چې د دغې کیسې یوه بله برخه د ډېرو له سترګو پټه پاتې ده: د افغان ښځو ځواک او ځانګړتیاوې. که څه هم ننګونې او محدودیتونه څپې وهي، خو تل د ودې او ځان غوړېدنې شاهدانې یو. که څه هم ورځ تر بلې چاپېریال تنګېږي، ښځې او نجونې نه یوازې له افغانستانه بهر، بلکې د هېواد دننه هم د مقاومت زړه کوي. هغوی د محدودیتونو سربېره د دوام لپاره لارې مومي؛ قلم نه پرېږدي، کتابونه لولي او د زدهکړو او لیکلو له لارې خپل غږ ژوندی ساتي.
تل ویل کېږي چې افغان ښځې او نجونې بندیوانې شوې، خو دغه ټکي ته لږ پام کېږي چې هغوی څنګه له هماغه زندانه، کور په ښوونځي، کوټه په کاري دفتر او قلم په اعتراضي غږ بدل کړی دی. دا په دې مانا نه ده چې محدودیتونه ورته فرصت و. هېڅ محرومیت فرصت نه دی؛ بلکې فرصت هغه دی چې ښځې او نجونې یې د شته محرومیت پر وړاندې د ځان لپاره رامنځته کوي.
که د یوې نجلۍ پر مخ د ښوونځي دروازه وتړل شوه، خپل کتاب یې بند نه کړ. که پوهنتون ترې واخیستل شو، د زدهکړو تنده یې ختمه نه شوه. که د کار لار پرې وتړل شوه، تسلیمه نه شوه او بله لار یې ولټوله. که یې غوښتل غږ یې چوپ کړي، قلم یې په غږ بدل شو. دا د افغان ښځو د کیسې هغه پټه برخه ده؛ د هغو ښځو چې اجازه یې ورنه کړه «محرومیت» یې د ژوند وروستۍ جمله وي.
هغوی هر وار چې یوه دروازه تړل شوې، د یوې کړکۍ په لټه کې شوې او که کړکۍ یې نه ده موندلې، د دېوال له زړه یې درز جوړ کړی دی. په کورونو کې زدهکړې کوي، واړه کاروبارونه یې پیل کړي، انلاین کاروبار کوي، لیکنې یې کوي او د ځان او نورو ښځو د حقونو غږ یې پورته کړی دی. ښايي دا هڅې ناڅيزه ښکاره شي، خو په داسې ټولنه کې چې هڅه کېږي ښځه له عام چاپېریاله حذف او په کور کې محدوده شي، هره وړه هڅه هم لویه مانا لرلی شي.
نو که د فرصت خبره کوو، موخه هغه فرصت نه دی چې د اګست ۱۵مې ښځو ته ورکړی وي؛ برعکس، هغه ورځ له ښځو او نجونو ډېر فرصتونه وتروړل شول. موخه هغه فرصتونه دي چې ښځو د شته محرومیت پر وړاندې په خپلو پیاوړو لاسونو رامنځته کړې دي. د افغان ښځو ریښتینی ځواک همدلته څرګندېږي. هغوی اجازه ورنه کړه چې محدودیتونه یې محدودې کړي. هغوی د محدودیتونو پر وړاندې پیاوړې او ټینګې ودرېدې. هو، هغوی نن سبا پوهنتون ته نه شي تللی، خو هر چېري چې وي، د پوهې پر ارزښت پوهېږي. همدارنګه، ښايي رسمي دنده ونه لري، خو کولی شي له خپلو وړتیاوو په ګټنې ژوند سمبال کړي. هغوی په کور کې، د یوه کتاب د پاڼو ترمنځ، د کمپیوټر تر شا، د زدهکړو په یوه کوچنۍ کوټه کې، په یوه کارځای کې او په زرګونو نورو بڼو، ژوند ته دوام ورکوي او د راتلونکي د جوړولو هڅې کوي.
دا ټینګ درېدل دې موږ له اصلي خبرې نه لرې کوي؛ یعنې باید د ښځو د مقاومت په اړه داسې ونه وایو چې پر ژوند یې لګېدلي محدودیتونه عادي ښکاره شي. هغه ښځه چې په کور کې زدهکړې کوي، د ښوونځي او پوهنتون ته تګ بدیل نه دی. د هغې کوچنی کاروبار د ازاد کاوربار بدیل نه دی او مقاومت دې یې د محرومیت د منلو لپاره پلمه نه شي؛ بلکې برعکس، همدا مقاومت دې د هغوی لویې وړتیاوې رایادې کړي.
باید پوه شو چې هغوی فرصت له محدودیته نه دی اخیستی؛ بلکې د محدودیت پر وړاندې یې فرصت رامنځته کړی دی. ښايي همدا د اګست ۱۵مې تر ټولو مهمه کیسه وي؛ هغه چې پکې افغان ښځې یوازې د یوه وضعیت قربانیانې نه دي، بلکې داسې انسانانې دي چې د غلي کولو له هڅو سره سره لا هم مخکې ځي، زدهکړې کوي، لیکي، فکر کوي او د یوې بېلې سبا لپاره ولاړې دي. که طالبانو دروازې تړلې دي، د افغان ښځو کیسه د تړلو دروازو کیسه نه ده؛ بلکې د هغو ښځو کیسه ده چې د هماغو دروازو تر شا لا هم د راتلونکي کیلي په لاس کې لري.





