د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په یمن کې د نښتو له شدیدو وروسته ۶۴ ماشومان وژل شوي او ۶۴ نور ټپيان دي.
دغه بنسټ چهارشنبه د نومبر پر ۱۸مه راپور ورکړی چې د سپټمبر له درېیمې راهیسې د جګړې له سختېدو وروسته د ماشومانو مرګژوبله لوړه شوې او په ګڼ مېشتو سیمو کې د نښتو په دوام سره ښايي تلفات لوړ شي.
یونیسف ویلي چې د ماشومانو لپاره بنسټيز خدمات او زېربناوې اغېزمنې شوې او د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ چټکه شوې ده.
د راپور له مخې، د نښتو له پېلېدو وروسته د ۱۷۴ زرو ماشومانو په ګډون ۳۳۰ کسان بې ځایه شوي دي.
ګڼو کورنیو نیمو رغول شویو یا اغېزمنو کورونو ته پناه وړې او خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
یونیسف ویلي چې دغه وضعیت ته د پاملرنې لپاره یې بېړني خدمات تر ۳۵۰ زرو کسانو پورې لوړ کړي دي.






