۸صبح، کابل: د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده وايي چې د کندهار پوهنتون محصلانو ته یې ۷۰۰ لونګۍ پېرلي دي.
هبتالله سهشنبه د لړم پر ۲۶مه په کابل کې پوهنتون کې ویلي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې هر محصل ته چې لونګۍ پرسروي، لونګۍ به ورته واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو پنځو کالو کې له زدهکړو د نجونو د محرومولو ترڅنګ پر نارینه محصلانو او زدهکوونکو هم محدودیتونه لګولې دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نارینه زدهکوونکي او محصلان اړ شوي چې په درسي ټولګیو کې په کمیس او پرتوګ، ږیره او خولۍ سره حاضر شي.






