۸صبح، کابل: د افغان ښځو څه باندې سلو بنسټونو او اعتراضي خوځښتونو د مارچ اتمې په مناسبت ویلي چې د طالبانو پر ضد له کورني مقاومته انکار په افغانستان کې د «ترورېزم د سپینولو او جنسیتي اپارتاید د دوام» هڅه ده.
دغو بنسټونو سهشنبه د کب پر ۱۲مه په یوه ګډ بیان کې ویلي چې د اروپايي ټولنې ځينو استازو په قصدي توګه د «خونړیو ځپنو له پامه غورځولو پرته ادعا کړې چې په افغانستان کې دننه د طالبانو له نظام سره څوک مخالفت نه لري.»
یادو بنسټونو د جزايي اصولنامې په ګډون د طالبانو له خوا وضع شویو اسنادو او مقرراتو ته په اشارې ټينګار کړی چې دا اسناد ښځې له عمومي ډګره لرې کوي، طبقاتي او مذهبي تبعیض بنسټيزوي او ان د «غلام» په څېر مفاهیمو ته رسميت ورکوي.
په بیان کې هغو ښځو ته هم اشاره شوې چې مجبوره دي د «نوریې» په څېر د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپل ښځینه هویت پټ کړي.
د بیان لاسلیک کوونکو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالب مشرانو پر وړاندې د بشري حقونو د سمبال شویو جرمونو په تور د عدلي تعقیب بهیر چټک کړي او جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.
هغوی همدارنګه زیاته کړې چې د افغانستان په اړه هره جوړېدونکې نړيواله غونډه د ښځو د واقعي استازو او اعتراضي ډلو له حضور پرته مشروعیت نه لري او پایلې به یې افغانانو ته د منلو نه وي.





