۸صبح: د بریتانیا د نړیوالو چارو شاهي انسټیټیوټ د «چتمهاوس» جایزه د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو ته ورکړل شوه.
د دې جایزې د ورکړې مراسم د دوشنبې پر ماښام د نومبر پر ۹مه، په لندن کې ترسره شول.
دا جایزه د جنسیتي ځپنې پر وړاندې د افغان ښځو د زړورتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو او دغه راز د ښځو او نجونو د حقونو او راتلونکي د دفاع لپاره د هغوی د هلو ځلو په ویاړ ورکړل شوې ده.
دا جایزه هر کال هغو کسانو یا سازمانونو ته ورکول کېږي چې د نړیوالو اړیکو په ښهوالي کې اغېزناک رول ولري.
د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ ګولساتونکې الهې صفدري دا جایزه د افغانستان د ښځو په استازیتوب ترلاسه کړه.
دا جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتمهاوس مشرې تېرېزا مې هغې ته ورکړه.






