د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په فرانسه کې د ایران د سایبري بریدونو په اړه د دغه هېواد د حکومت د ادعا په غبرګون کې فرانسوي چارواکي د کورنیو چارو په مدیریت کې پر پاتې راتللو تورن کړي دي.
عراقچي سهشنبه د نومبر پر ۱۰مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې فرانسه د خپلو کمزوریو د پټولو لپاره د ستونزو پړه پر نورو اچوي.
نوموړي زیاته کړې چې د فرانسې حکومت ان د خپلو کورنیو چارو د مدیریت او په دغه هېواد کې د اعتراضونو د سمبالولو وړتیا هم نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد ځواک ته په اشارې ویلي چې ایران پیاوړی دی، خو د فرانسې برعکس، خپل ځواک په غزه کې له وژنو د ملاتړ یا پر ښوونځیو او روغتونونو د بمبارۍ له لارې نه کاروي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې په فرانسې کې د ادعا شویو سایبري فعالیتونو په تړاو د فرانسوي حکومت تورونه بېبنسټه او مغرضانه بللي او غندلي دي.






