• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغانستان د امریکا متحده ایالتونو له ټاکنو وروسته

۸صبح ۸صبح
۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731134332]

د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت په تر ټولو نرمه بڼه بندون بللای شو، که داسې ونه وایو نو کړکېچ ځپلی او ناورین ځپلی یې بللی شو چې همداسې دی هم. دا بندون د کورنیو او بهرنیو عواملو محصول دی. په بهرنیو عواملو کې د افغانستان پر وړاندې د متحده ایالتونو د تګلارې مبهم حالت تر نورو عواملو ډېر جوت ښکاري ان تر سیمه ‌ییزو اغېزناکو عواملو هم. دغه مبهم او ناڅرګند سیاست د کورنۍ سیاسي ارادې د فلج کېدو لامل شوی او د سیمې هېوادونه یې د افغانستان پر وړاندې د یوې روښانه تګلارې له خپلولو عاجز کړي چې پایله یې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ناهیلۍ زیاتوالی او د خلکو پر لویې برخې د انفعال برلاسي وه.

د امریکايي د ځواکونو د وتلو څرنګوالی، د دوحې په مذاکراتو کې د احتمالي ناوړه سناریوګانو نه اټکلول او د هوکړې د موادو د عملي کولو لپاره د اجرایي ضمانت په پام کې نه نیول، هغه بحث‌ پاروونکي موضوعات وو چې په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا د کانګرس له کچې نیولې د افغان مدني او سیاسي فعالانو  تر کچې پورې د خبرو موضوع وګرځېده. ډېرو پوښتنه کوله چې له صحنې په داسې بېړه وتل څومره اړین او سم وو، په ځانګړي ډول چې د امریکا پوځ له اوږدې مودې راهیسې په مستقیمه توګه په جګړه کې ښکېل نه و او د دغې سختې جګړې دروند بار د افغان ځواکونو پر اوږو و. نه یوازې د افغانستان سیاسي مشران بلکې ان د ډېویډ پټرېیوس په څېر یو شمېر امریکایي جنرالانو چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې او له شرایطو سره بلد ,و، ټینګار کړی چې د لږ شمېر سرتېرو او یوې یا دوو اډو ساتلو د حکومت د نسکورېدو مخه نیول شوې وای او د هغو شل کلنو هلو ځلو او قربانیو د ضایع کېدو مخنیوی یې کولای شوی چې افغان ځواکونو  او د امریکا په ګډون نړیوالو متحدیتو ورکړې وې.

د ځواکونو تر وتلو او په کابل کې د  قیامت په څېر د هغو وروستیو صحنو له رامنځته کېدو وروسته چې په ویتنام کې د څو لسیزو وړاندې وخت ته ورته تجربه وه، د تاریخ د بیا تکرارېدو پوښتنه رامنځته کړه. ایا د تاریخ له پېښو زده کړه نه شي کېدای او د تکرار مخه یې نه شي نیول کېدای؟ که داسې یوه تېروتنه په یوه نا پرمختللي هېواد کې وشي، درک کېدای شي، خو له یوه داسې هېواده چې پیاوړې دولتي ادارې او بې‌ شمېره څېړنیز او تحلیلي مرکزونه لري، ډېره لېرې برېښي چې په نیمه پېړۍ کې له هغو بېلابېلو پایلو سره چې دا ډول پېښې یې لرلی شي، یوه تجربه دوه ځلې وکړي.

یوه پایله چې دې پېښې له ځان سره لرله، دا وه چې د مستبدو او دیکتاتورو رژیمونو لپاره یې فرصت برابر کړ څو ډیموکراسي په ټوله کې تر پوښتنې لاندې راولي او له ډیموکراټیکو هېوادونو په ځانګړې توګه له متحده ایالتونو سره هر ډول ملګرتیا نه پایېدونکې او د نه باور وړ وښيي. دا یوازې د رژیمونو په تبلیغاتو کې نه وو، بلکې د سیمې په بېلابېلو ډلو کې یې هم انعکاس وموند او دا پوښتنه راپورته شوه، چې ایا له متحده ایالتونو سره په ملګرتیا زړه تړل کېدای شي او ایا د دغه هېواد له خوا لاسلیک شویو امنیتي تړونونو د اهمیت وړ دي؟

په بېړه او ظاهراً په غیر محاسبه شوي ډول د امریکا متحده ایالتونو وتل په مستقیم ډول په افغانستان د تر ټولو بد رژیم د رامنځته کېدو لامل شول. د سیاسي ډلو ځپل، د مدني فعالیتونو جدي محدودیتونه، له زده کړو او کاره د ښځو پراخ محرومیت او لسګونه نور ځپونکي او د بشري حقونو ضد پروګرامونه د طالبانو د واکمنېدو مستقیمې پایلې وې.  پر دې سربېره ، د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې د افراطي ایدیولوژیو د پراختیا او د ترهګریزو ډلو د بیا تنظیم لپاره د زمینې برابرېدل د دې پېښې بله پایله وه.

په دې موده کې یو له مهمو پوښتنو دا وه، چې ولې متحده ایالتونه د یوې داسې ډلې پر وړاندې چې زرګونه سرتېري یې وژلي او د نړۍ له ټولو ډیموکراټیکو ارزښتونو سره مخالفه ده، داسې ناڅرګند او له ابهامه ډک سیاست لري. له یوه اړخه، د طالبانو کړنې څو ځلې د متحده ایالتونو له خوا په سختو ټکو غندل شوي او له همدې امله یې د دې ډلې د واکمنۍ له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده؛ هغه څه چې د افغانستان د ډېرو خلکو له خوا یې ستاینه شوې. له بلې خوا، په دغو درېیو کلونو کې د متحده ایالتونو سیاست د طالبانو پر وړاندې له هر ډول جدي اقدامه د افغانستان د نورو ځواکونو فلج ساتل وو، په داسې ډول چې د نورو ډلو چې د افغانستان له اکثریت خلکو جوړې دي، د معناداره او اغېزناکو فعالیتونو ملاتړ نه دی شوی، بلکې په ښکاره توګه د دې ډلې پر وړاندې د نظامي اقداماتو چې له بده مرغه په بله ژبه نه پوهېږي مخالفت شوی دی. تر دې مهمه دا چې د دې ډلې د واکمنۍ اقتصادي ملاتړ د دې لامل شوی چې افغانۍ د بازار له نوساناتو لېرې پاتې شي؛ هغه څه چې د یو بې وزلي او په بهرنیو مرستو پورې د تړلي هېواد لپاره په بشپړه توګه غیرعادي دي او ګڼ شمېر شنونکي کې یې دې باور ته رسولي دي چې د متحده ایالتونو هوډ دا دی چې د دې ډلې د سقوط مخه ونیسي.

د طالبانو پر وړاندې د مبهم سیاست دوام او د هېوادوالو او د هغوی د بنسټیزو حقونو په تړاو د نړیوالو کنوانسیونونو د پلي کولو لپاره د کوم پلان نه عملي کول په لومړي ګام کې د دې خاورې میلیونونه خلک له ترخه او دردوونکي برخلیک سره مخ کړي دی. پر دې سربېره، د افغانستان د کړکېچنو شرایطو د سیمې پر هېوادونو هم ناوړه اغېز کړی دی. د افغانستان پر سیاست د تحمیل شوي بندون په پایله کې دا هېواد د سیمه ییزو کړکېچونو پر مرکز بدلیږي او د سیمې په هېوادونو کې به نور کړکېچونه را منځته کړي. هغه څه چې اوس په پاکستان کې روان دي او په نورو ګاونډیو هیوادونو کې په اندیښنې سره تعقیبیږي.

اوس چې په امريکا کې د ولسمشریزو ټاکنو په تېرېدو سره، د افغانستان او سيمې د ډېرو سياسي قوتونو په ځانګړې توګه د ډيموکراسۍ پلوو ځواکونو او له امريکا سره د ښو اړيکو د پلويانو ترمنځ هيلې پيدا شوې، چې اوسنی بدون به پای ته ورسېږي. ډېری هیله من دي چې د امریکا نوی مشرتابه وکړای شي په اوکراین کې جګړه او په منځني ختیځ کې کړکېچ پای ته ورسوي. ورسره هممهاله، په افغانستان کې هم ډېری دا هیله لري چې د طالبانو په څېر له یوې ظالمې ډلې سره هر ډول مستقیمه یا غیر مستقیمه مرسته پای ته ورسېږي او له کړکېچن حالته د افغانستان د خلاصون او عادي حالت ته د راستنېدو لپاره اقدامات وشي، څو د زرګونو امریکايي او افغان پوځیانو شل کلنې لاسته راوړنې له ضایع کېدو خوندي پاتې شي.

د افغانستان پر وړاندې د روښانه سیاست خپلول هغه لومړنۍ تمه ده، چې د متحده ایالتونو له نوې مشرتابه یې په کور دننه او بهر ډېر خلک لري. او څومره به ښه به وي که چېرې دغه سیاست بشري حقونو خوندیتوب، د ډیموکراسۍ ملاتړ او د افراطیت او تروریزم پر ضد رښتینې مبارزې ته ځانګړی شي. داسې یو سیاست کولای شي د ډیموکراټیکو هېوادونو او د سیمې د ډیموکراسۍ پلوه ډلو ترمنځ د باور فضا نوره هم پیاوړې کړي او د اتوکراټیکو او مستبدو رژیمونو د مانورو لپاره فرصتونه محدود کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل
سرکرښې

طالبان او په افغانستان کې بې پوښتنې وژنې

۱۱ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1733037531]
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل
سرکرښې

طالبان او د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ؛ نورو هېوادونو ته د القاعدې د نفوذ خطر

۲۴ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728972306]
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل
سرکرښې

د افغانستان د جګړې د قربانیانو د ماشومانو تیاره برخلیک

۲ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1727069093]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛  په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • وسله‌والو غلو په کابل کې یو ځوان وژلی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.