• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبان او په افغانستان کې بې پوښتنې وژنې

۸صبح ۸صبح
۱۱ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1733037531]

د طالبان تر ټولو مهمه ادعا چې د افغانستان خلکو او ان نړیوالې ټولنې ته یې د احسان په توګه وړاندې کوي او ټول د ځان پوروري ګڼې، د امنیت راوستلو ادعا ده چې د همدې ډلې د ځانمرګو بریدونو او تاوتریخجنو اقداماتو په پایله کې له منځه تللی و. د طالبانو د تبلیغاتو تکراري خبره دا ده چې په ټول هېواد کې یې امنیت ټینګ کړی او خلک کولای شي له یوې برخې بلې ته له خطر پرته سفر وکړي؛ هغه څه چې په نورو هېوادونو کې یوه عادي چاره ګڼل کېږي، خو د طالبانو د خونړیو فعالیتونو له امله دا کار شونی نه و او خلکو ته یې ژوند دوزخ ګرځولی و. اوس د دې ډلې د رسمي تبلیغاتو له مخې هر ځای ارام دی او ټول خلک په امن کې ژوند کوي. د دغو تبلیغاتو معنا دا ده چې د افغانستان هر وګړی که په هرې ډلې، قوم، عقیدې یا ګروهې پورې اړوند وي، په امن کې ژوند کوي او هېڅ ډول ګواښ ورته نشته او که طالبان بل هېڅ لاسته راوړنه ونه لري، لږ تر لږه باید له دې امله ترې مننه وشي!

خو په بل اړخ کې د هغه تصویر اپوټه چې د طالبانو تبلیغاتي دستګاه یې وړاندې کوي، د میداني راپورونو او د هغو خبرونو له مخې چې ځایي سرچینې او هېوادوال یې په بېلابېلو سیمو کې په وېرې او ډار سره د وړاندې کولو جرئت کوي، افغانستان خپلو خلکو ته په هېڅ ډول خوندي ځای نه دی. کافي ده چې یو څوک په سیاسي، مذهبي یا ټولنیزو چارو کې بېل نظر ولري یا داسې فعالیت وکړي چې د طالبانو په ګټه ونه ګڼل شي ان که ښوونیزه یا کلتوري بڼه هم ولري، نو ډېر ژر به ونیول شي او وروسته به یې مړی وموندل شي. د دغو نیونو او وژنو یوه ګډه ځانګړتیا دا ده چې د قانوني بهیر هېڅ درناوی نه کېږي، تورن کسان له محاکمې او قانوني پړاوونو پرته مجازات کېږي. پر وضعیت واکمن چلند پولیسي دی چې د طالبانو وسله‌ والو ته اجازه ورکوي هر څوک چې د دوی د سیاست خلاف وګڼي، ونیسي او سزا ورکړي. دا کړنلاره طالبانو ته زمینه برابروي چې په دې پلمه شخصي استفادې وکړي، خلک تر فشار لاندې راولي، له هغوی باج واخلي، او یا یې پر مالونو او شتمنیو خېټه واچوي.

هغه نیونې چې ترسره کېږي، په لومړي ګام کې د هغو کسانو پر وړاندې کېږي چې د طالبانو د مخالفو سیاسي- نظامي ډلو لکه د ملي مقاومت جبهې، د ازادۍ جبهې، متحدې جبهې او نورو هغو ډلو سره چې د طالبانو پر وړاندې پر وسله وال مقاومت باور لري، د همکارۍ یا اړیکو په شک نیول کیږي. د طالبانو په تګلاره کې اړتیا نشته چې څوک دې خامخا د دغو ډلو غړی وي، یوازې د کوم شک پیدا کېدل یا د دغو ډلو د غړیتوب د تور مطرح کېدل د نیونې او شکنجې لپاره بسنه کوي، خو خبره یوازې پر همدې ځای نه خلاصېږي.

د ځینو نورو دغو نیونو موخه د هغو کسانو نیول دي چې فکري نظر یې د طالبانو لپاره د منلو وړ نه وي، لکه د سلفي ډلو غړي چې ضرور نه ده سیاسي یا نظامي فعالیت ولري، خو طالبان ځکه له هغوی وېره لري چې تشکیلاتي او منظم جوړښتونه لري. طالبان په اصل کې له هر ډول تشکیلاتي او منظمو ډلو وېره لري او د دې ډلې سیاست د ټولو سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو پر له منځه وړلو ولاړ دی، څو ټول خلک په انفرادي ډول بې ‌دفاع او د دوی د ولکې پر وړاندې زیانمنونکی شي، هغوی پر همدې بنسټ هر ډول تشکیلات له منځه وړي.

د نیونو بله برخه پر هغو ښوونیز او کلتوري فعالان ورټوله ده چې هڅه کوي د زده‌کړو د دودېدو لارې چارې ومومي، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره چې طالبان یې له با سواده کېدو وېره لري. په خصوصي پوهنتونونو، خصوصي ښوونځیو، ښوونیزو کورسونو او نورو ښوونیزو مرکزونو باندې د طالبانو له خوا ډول ډول محدودیتونه لګېږي، څو نادولتي زده‌کړې په بشپړ ډول سقوط وکړي او د زده‌کړو ټول بهیر د طالبانو تر واک لاندې شي او دا ډله وکړای شي له خپلو پلانونو سره سم د راتلونکي نسل ماغزه ومینځي او د هېوادوالو د کنټرول لارې هوارې کړي. د افغانستان په ختیځ، لوېدیځ، سوېل او شمال کې د ښوونیزو او کلتوري چارو فعالان د طالبانو بالقوه موخې دي او د دې ډلې استخبارات په پرلپسې توګه د هغوی پر ضد د دوسیو جوړولو په هڅه کې دي، څو د هغوی فعالیتونه محدود او په پای کې بند کړي. همدا اوس یو شمېر هېوادوال یوازې له همدې امله بندیان دي.

د نیونو په دغه بهیر کې د پوهنتون استادان، د جوماتونو ملا امامان او د عمومي برخې ویناوال هم شاملېږي. په ټولو جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو کې د طالبانو د استخباراتو جاسوسان حضور لري او که د دغو ډلو کوم غړی داسې خبرې وکړي چې د طالبانو په خوښه نه وي، یا په ټولنیزو شبکو کې داسې فعالیت وکړي چې د طالبانو خوښ نه وي، نو ډېر ژر د طالبانو د استخباراتو لخوا تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې نیول کیږي او هر هغه څوک چې د دوی له خبرداریو سرغړونه وکړي، مجازات کېږي.

طالبان د هر ډول مخالفت او ننګونې د مخنیوي لپاره دوه اساسي لارې کاروي، لومړی د فضا دومره تنګول او د وېرې خپرول چې سیاسي او ټولنیز فعالان د هېواد پرېښودو ته اړ شي. د کډوالۍ د هغې څپې یوه برخه چې د جمهوریت تر سقوط وروسته پیل شوې او څو میلیونو کسانو ته ورسېده، د طالبانو د شعوري او پلان شوې تګلارې پایله وه، څو د هېواد دننه هر ډول مدني مقاومت له منځه یوسي او د هېواد په ډیموګرافیکو، ټولنیزو او ایډیولوژیکو اړخونو کې د بدلون لاره هواره شي. دویم، هغه کسان چې د هر دلیل له مخې په هېواد کې پاتې کېږي، خو د طالبانو د سیاست پر کرښه نه روانېږي، نیول کېږي، شکنجه کېږي او په پای کې وژل کېږي. د دې لپاره چې طالبانو ته د دغو کړنو بیه لوړه تمامه نه شي، اړینه ده چې دننه او بهر عامه ذهنیتونه ترې بې خبره پاتې شي. له همدې امله په رسنیو باندې سخت سانسور لګېدلی او اجازه نه لري چې دا راپورونه خپاره کړي یا د دا ډول پېښو په تړاو د راپور ورکولو هڅه وکړي.

د نيونو، شکنجو، وژنو او په دې برخه کې د هر ډول فعاليت د بندیز په تړاو د شمېرو د چمتو کولو لپاره د فعالو بنسټونو نشتوالى په دغو څو کلونو کې د کوم غږ له پورته کېدو پرته د زرګونو افغانانو د نیول کېدو او شکنجه کېدو لامل شوی دی. تر ټولو بده خبره دا ده چې د قربانیانو جسدونه په پرلپسې ډول د ښارونو په ګوټ ګوټ کې یا د بندونو او سیندونو په شاوخوا کې پیدا کېږي او ځینې نور هم  داسې تري تم کیږي چې هېڅ نښه یې پاتې نه وي.

طالبانو د خپلو ټولو کړنو لپاره تر ټولو ښه پوښښ د داعش پر وړاندې مبارزه موندلې ده، چې له همدې لارې یې په کور دننه او بهر عامه افکار غولولي دي. د همدې لپاره د طالبانو اړوندې ادارې تل د داعش فعالیتونه لوی ښيي او له دې پرته چې کوم معتبر اسناد په لاس کې ولري، د طالبانو ډېر مخالفان د داعش په نوم نیول شوي، مجازات شوي او یو شمېر یې وژل شوي دي. په افغانستان کې د وژنو او قتلونو بهیر روان دی، که څه هم بڼه یې بدله شوې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل
سرکرښې

افغانستان د امریکا متحده ایالتونو له ټاکنو وروسته

۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731134332]
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل
سرکرښې

طالبان او د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ؛ نورو هېوادونو ته د القاعدې د نفوذ خطر

۲۴ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728972306]
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل
سرکرښې

د افغانستان د جګړې د قربانیانو د ماشومانو تیاره برخلیک

۲ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1727069093]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛  په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • وسله‌والو غلو په کابل کې یو ځوان وژلی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.