د طالبانو ډله له داعش پرته د القاعدې او نورو سخت دریځو جهادي سازمانونو له کلکو متحدینو ده. له دغو ډلو سره د طالبانو اړیکې په لومړي ګام کې ایډیالوژیک اړخ او په دویم ګام کې پراګماټیک اړخ لري. ایډیالوژیک تړاوونه د ورته نړۍ لید، ورته نظریاتو، یو شان اهدافو او همغږو پروګرامونو لامل کیږي چې له طالبانو سره د دغو ډلو د همکارۍ او ملګرتیا سبب کېږي. له پراګماتیک اړخه، دا ډلې د یو بل تر منځ ۤۤپه بېلابېلو برخو کې اقتصادي، امنیتي او تسهیلاتي ملاتړ ته اړتیا لري او په تېرو درېیو لسیزو کې د دوی ترمنځ متقابل ملاتړ روان پاتي شوی دی. د طالبانو او دغو ډلو ترمنځ اړیکې دومره ژورې دي چې ان له تر ټولو خصوصي پولو اوښتې او د مشرانو او جنګیالو په کچه یې د خپلوۍ، خېښۍ، ودونو او کورنیو اړیکو د جوړېدو لامل شوی دی.
د طالبانو، القاعدې او نورو ترهګریزو سازمانونو ترمنځ نږدې اړیکې د دې ډلو لپاره یو فرصت او د نورو لپاره په ځانګړې توګه د ډیموکراټیکو ټولنو او نظامونو لپاره یو لوی ګواښ ګڼل کېږي. په هر هغه هېواد کې چې طالبان ځان ته ځای پیدا کړي او د خپل عادي فعالیت امکان ومومي او امنیتي اندېښنې یې لېرې شي، د افراطي ډلو د فعاله کېدو پوره وړتیا شته. د عرب پسرلي تجربې وښوده، هر ځای چې د سیاسي اسلام یوه ډله واک ته ورسېده یا د قدرت برخه شوه، ان که هغه ډله نسبتاً منځلارې هم ګڼل کېده، په عمل کې نورو بنسټپالو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره شوه او سخت دریځو ته یې په عمومي برخه کې د حضور او په لویو مسایلو کې د رول لوبولو فرصت ورکړ. د بېلګې په توګه په مصر کې د ۲۰۱۲ کال د ټاکنو په پایله کې د اخوان المسلمین بریا دې ته زمینه برابره کړه چې د الجهاد او الجماعة الاسلامیة په څېر سخت دریځو ډلو مشران نه یوازې له زندانونو ازاد شي، بلکې د حکومتي سیستم یوه برخه هم شي. هغه کسان چې د انور السادات او یا هم د مصر د نورو سیاسي او کلتوري شخصیتونو د وژنې په جرم بندیان شوي وو، دا ځل یې رسنیو ته لاسرسی وموند او نه یوازې دا چې د ټولنې او کلتور اغېزناک ب شخصیتونه شول، بلکې د هېواد د لویو سیاسي پرېکړو په بهیر کې هم ښکېل شول.
د طالبانو او نورو ترهګریزو سازمانونو څو اړخیزې اړیکې چې په تېرو درېیو لسیزو کې رامنځته شوي او د دوی متقابل ګټې یې تضمین کړې دي، داسې اړیکې نه دي چې په لنډ مهال کې بدلون ومومي، ان که د طالبانو په مشرتابه کې د بدلون اراده موجوده وي، په داسې حال کې چې شواهد په ځانګړي ډول د طالبانو د امیرالمومنین ځانګړي اقدامات چې د سخت دریځو تګلارو د غوره کولو لپاره ترسره شوي، ښيي چې دا ډول اراده موجوده نه ده. کېدای شي هغه پیسې چې طالبان یې له ځینو هېوادونو د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ اخلي، په اوسنيو شرایطو کې له هغو مالي مرستو زیاتې وي چې دوی پخوا له القاعدې او نورو سخت دریځو ډلو ترلاسه کولې، خو له دغو هېوادونو سره د طالبانو تعامل تاکتیکي اړخ لري او ډېر عوامل شته چې د هغوی تر منخ ستراتیژیکې همکارۍ ته د رسېدو يه برخه کې د پوره باور د رامنځته کېدو مخه نیسي.
دا مهال هغه اړیکې چې طالبان یې له چین، روسیې او ایران سره لري، د لوېدیځ د تصمیم نیونې په کړیو کې د اندېښنو وړ دي او له بله اړخه، هغه پیسې چې دوی یې له ځینو لوېدیځو سرچینو ترلاسه کوي، په همدې کچه روسانو، ایرانیانو او چینایانو ته اندېښنې رامنځته کوي. په داسې یو حالت کې د طالبانو یوازیني ستراتیژیک ملګري چې د اوږدو کلونو په لړ کې یې سره ښه پېژندګلوي پیدا کړې او ترمځ یې د همکارۍ میکانیزمونه پاخه شوي دی، القاعده او افراطي جهادي ډلې دي. طالبان په تېرو درېیو لسیزو کې د دغو ډلو له ملاتړه برخمن وو او په ځانمرګو او نورو تاوتریخوجنو عملیاتو کې یې د هغوی پر مهارتونو او استخباراتي مالوماتو د اتکا ترڅنګ، له دغو ډلو د پاموړ پیسې او امکانات ترلاسه کول او له همدې لارې یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر وړاندې فضا تنګه کړه. نو اوس چې طالبان واک ته رسېدلي، اړ دي چې د دغو سازمانونو مرستې جبېره کړي او که داسې ونه کړي په خپلو لیکو کې به یې د بې باورۍ داسې یوه څپه راپورته شي، چې د دې ډلې د سقوط لامل به شي.
د طالبانو او یادو شویو سازمانونو ترمنځ نږدې اړیکو ته په پام سره، د عمومي فعالیت په هره برخه کې د طالبانو حضور په ځانګړې توګه په ډیپلوماټیک ډګر کې او په بهر کې د افغانستان د رسمي استازولیو د کنټرول په لاس کې اخیستل هم افغانانو او هم کوربه هېوادونو ته د خطر زنګ دی. د طالبانو لخوا پر هر ډیپلوماټیک بنسټ ولکه ټينګول، پر هغو د القاعدې او نورو افراطي ډلو له ولکې ټينګولو سره مساوي دي. ډیپلوماټیک بنسټونه د نړیوالو قوانینو له مخې د مصونیتونو له کبله د افراطي ډلو لپاره خورا مهم او جالب ځایونه دي او په لومړیتوبونو کې یې شامل دي. نه یوازې دغو بنسټونو ته د طالبانو د غړو لارموندنه، بلکې د دغو بنسټونو او د طالبانو د اجراییوي ادارو ترمنځ اړیکې د نړیوالو اړیکو حساسو بنسټونو ته د ترهګرۍ د رسېدو لاره هواروي.
طالبانو د هغو اوږدمهالو موخو لپاره چې د دې ډلې مشران یې لري، د افغانستان د رسمي استازولیو او ډیپلوماټیکو بنسټونو د ارزښت په درک کولو سره، پر کابل د واکمنېدو له لومړیو ورځو راهیسې په دغو بنسټونو کې نفوذ ته لومړیتوب ورکړ. د طالبانو ډیپلوماتیکې دستګاه دې موخې ته د رسېدو لپاره بېلابېلې لارې غوره کړې، له بډو ورکولو نیولې ترګواښلو پورې. د افغانستان یو شمېر ډیپلوماټیکو بنسټونو د جمهوریت د نظام له سقوط وروسته په پټه له طالبانو سره همکاري پیل کړه. د یو شمېر هغو انګېزه فکري یا توکمیز تړاو وو، د ځینو نورو انګېزه د خپلو مالي امتیازاتو او مقام ساتل وو او د یو شمېر نورو انګېزه بیا له فساد او مالي دوسیو معافیت و. په مقابل کې ځینو نورو ډیپلوماټیکو استازولیو په سر کې هڅه وکړه چې طالبانو ته له تسلیمېدو او له دې ډلې سره له همکارۍ ډډه وکړي او د امکان تر بریده د دې ډلې د نفوذ پر وړاندې مقاومت وکړي. داسې ښکاري چې د ځینو سیمه ییزو هېوادونو د سیاست بدلون ډیپلوماټیکو بنسټونو ته ترهګرو د ننوتلو لپاره لاره خلاصوي، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه تر نورو زیات طالبانو ته د دغو بنسټونو سپارلو ته لیواله دي، چې له لوېدلځ سره سیاسي سیالۍ لري. دوی هیله لري چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې له دې فرصته په ګټې اخیستو د سپټمبر د یووولسمې د بلې پېښې پر لور ګام واخلي.



