هغې جګړې چې طالبانو او د هغوی ملاتړو د جمهوریت په شل کلنه دوره کې پر افغانستان تحمیل کړې وه، په زرګونو یتیم او بې سرپرسته ماشومان پرېښې دي. که څه هم د دوو لسیزو جګړې په لړ کې د وژل شویو سرتېرو او افسرانو کره شمېر څرګند نه دی، خو د «سیګار» راپورونه او ځینې نورې سرچینې یې شمېر ۶۶ زره کسانو ته نږدې ګڼي. دغه راز د وژل شویو ولسي وګړو شمېر شاوخوا ۴۸ زره اټکل کېږي. که یو لنډ حساب وکړو، تر ۱۱۰ زره ډېر کسان د جګړې مستقیم قرباني شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی، او ډېر نور ټپیان شوي دي، که څه هم په رسمي شمېرو کې دا شمېر شاوخوا ۷۷ زره کسانو ته نږدې اټکل شوی. په افغانستان کې د زېږونونو لوړې کچې ته په پام سره، اټکل کېږي چې د جګړې له قربانیانو پاتې شوي ماشومان به سلګونه زرو ته رسېږي، چې له یوه تور او دردوونکې برخلیک سره مخ دي.
هغه ماشومان چې خپل پلار یا د کورنۍ نفقه برابروونکي له لاسه ورکوي، د بېلابېلو عاطفي، رواني، اقتصادي، ټولنیزو او ښوونیزو زیانونو سره مخامخ دي. ډېری یې ځانګړو رواني مراقبتونو او عاطفي پالنې ته اړتیا لري څو د مصیبتونو له روحي اغېزو بېرته عادي ژوند ته راوګرځي . پر دې سربېره، د دې لپاره چې د بې وزلۍ وېروونکې او درنه خپسه یې له پښو ونه غورځوي، د هغوی د لږ لږه اقتصادي اړتیاوو پوره کول، بله اساسي اړتیا ده. د زده کړې او تحصیل د زمینې برابرول ورته تر ټولو مهم دي، څو یې راتلونکی له ثباته ډک وي او د اوږدې مودې لپاره خپلې اړتیاوې پوره کړي او د یوې کړکېچ ځپلي ټولنې د ناخوالو ښکار نه شي. که دې برخې ته چې د ټولنې تر ټولو زیانمن قشر دی پاملرنه ونه شي، نه یوازې دا چې هغوی به له ډېر کړاو سره مخ شي او ژوند به یې د سختو ننګونو ښکار شي، بلکې ټولنه به هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شي.
هغه یتیمې نجونې چې په دې ټولنه کې ژوند کوي، د کم عمره واده له ګواښ سره مخ دي او د اقتصادي ملاتړ د نشتوالي له امله ډېر ژر د خپلو نږدې خپلوانو لخوا د یو څو پیسو په بدل کې ودېږي. هغوی د زده کړې او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اړینو مهارتونو د زده کولو فرصت نه پیدا کوي او د خپل بخت کور ته ځي. ډېری یې له دې امله چې پلار یا مخوره کورنۍ نه لري، د مېړه په کور کې هم مناسب ځای نه لري او وروسته د مېړه د بیا واده کولو له ګواښ سره مخ کېږي چې د هغوی برخلیک توروي. ډېری یې په پرلپسې ډول د ماشومانو پر زېږولو سربېره، مجبوريږي چې سخت کارونه وکړي او د کنیزې او مزدورې په څېر چلند ورسره کیږي او هېڅ ډول حقونو ته یې پام نه کیږي.
هغه یتیم هلکان چې پلار له لاسه ورکوي، مجبوريږي په کمعمر کې کار ته مخه کړي او د کورنۍ نفقې برابرولو مسوولیت پرغاړه واخلي، په داسې چاپېریال کې چې بې روزګاري او بې وزلي ان پر مټورو سړیو هم رحم نه کوي. هغه ماشومان چې د زده کړې زمینه ورته برابره نه ده یا له لومړیو زده کړو وروسته کار ته مخه کوي، د یوه عادي ژوند لپاره تر ټولو مهم فرصتونه له لاسه ورکوي او ملا یې د ژوند د درندو مسوولیتونو تر بار لاندې کړوپه کیږي. یو شمېر یې د واټونو د غاړو پر ماشومانو بدلېږي، یو شمېر د مخدره موادو د پلورونکو په لومه کې لوېږي، یو شمېر پر نشو روږدي کېږي، یو شمېر د سختو کارونو منلو ته اړ کېږي، یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ته د کار لپاره ځي او د تر ټولو سختو کارونو کولو ته مجبورېږي او ډېر لږ یې پر دې توانېږي چې د زده کړو لاره خپله کړي او تحصیل ته دوام ورکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې ښوونیز نظام په شدیده توګه د سقوط په حال کې دی، پوهنتونونه له پرمختګه لوېدلي، مدني بنسټونه د له منځه تلو په حالت کې دي، د رسنیو فعالیتونه محدود شوي، بې روزګاري پراخه شوې، سوداګرو خپلې پانګې له هېواده بهر ته لېږدولي او میلیونونه کسان د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره ګاونډیو هېوادونو یا لرو سیمو ته تللي، هغه ماشومان چې له جګړې پاتې دي، له خورا سختو شرایطو سره لاس او ګرېوان دي. هغه څه چې د دغو ماشومانو لپاره مصیبت دوه برابره کوي، دا دي چې پلرونه یې د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې وژل شوي او دا مسأله هغوی یوازې د نویو واکمنانو له نه پاملرنې سره نه، بلکې د واکمن رژیم د پلویانو له بدبینی او پیغورونو سره هم مخ کوي.
د افغانستان د مخکیني حکومت د افسرانو او سرتېرو ماشومانو ته چې پلرونه یې په رسمي او قانوني ماموریت کې وو او د ملي دندې د ترسره کولو پرمهال د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو لخوا وژل شوي دي، باید پاملرنه وشي. په لومړي ګام کې د افغانستان ټولنه د دغو ماشومانو پر وړاندې اخلاقي مسوولیت لري، ځکه پلرونه یې د خلکو د دفاع په لاره او د قانوني دندې پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په داسې حال کې چې د ټولنې ډېری پاړکیو ارام ژوند درلود او ځینو یې له شته امکاناتو غوره ګټه اخیسته، دغه سرتېري او افسران د جګړې لومړۍ کرښې ته استول شوي وو او په میاشتو میاشتو په خپل کور کې نه وو او له اضطراب او خطره ډک حالت کې یې ماموریت ترسره کاوه، نو هر انسان چې په دې وطن پورې اړوند دی که په کور دننه وي او که بهر د دوی د قربانیو پوروړی دی.
په دویم ګام کې نړیواله ټولنه هم د دغو ماشومانو پر وړاندې مسوولیت لري؛ ځکه په هغه ماموریت کې چې نوم یې د تروریزم پر وړاندې مبارزه وه، تر ټولو لویه بیه د افغانستان سرتېرو او افسرانو پرې کوله، تر ټولو لوی خطرونه یې زغمل او تر ټولو سخت ماموریتونه یې ترسره کول. د هغوی تر وژل کېدو وروسته، باید نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د قربانیانو د کورنیو په ځانګړي ډول د هغوی د ماشومانو تر څنګ ودریږي او د یوعادي ژوند د لږ تر لږه اسانتیاوو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي. په داسې شرایطو کې چې مخالفان یې واک ته رسېدلي دي، د دغو ماشومانو یوازې پرېښودل او په دغه سخت حالت کې هغوی ته نه پاملرنه، نه د خلکو له لوري توجیه لري او نه د نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو له لوري چې په دغو شرایطو کې د افغانستان همکاران وو او هغه جګړه یې یو ګډ ماموریت باله.
تر دې مهمه دا ده چې دوی ماشومان دي او دې ته له پام پرته چې پلرونو یې څه کړي او څنګه وژل شوي، نوی واکمنان مکلف دي چې له هغوی سره د بې ګناه ماشومانو په څېر چلند وکړي او هغوی د خپلو پلرونو له امله له تبعیض او بد چلند سره مخ نه کړي. ماشومان په هره ټولنه کې زیانمنونکي دي او باید هغوی ته ځانګړې پاملرنه وشي او یتیم ماشومان په لوړه کچه له زیانمتیا سره مخ دي، خو د وژل شویو سرتېرو او افسرانو ماشومان له تر ټولو زیات کړاو، تبعیض، محرومیت، بې وزلۍ او نورو سختو ستونزو سره مخ دي. باید په کور دننه یا بهر داسې بنسټونه وي چې د دغو ماشومانو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي او د دقیقو معلوماتو له راټولو وروسته د هغوی د ملاتړ لپاره پلانونه پلي کړي، هم د ټولنیز ملاتړ له پلوه، هم د زده کړې د زمینې برابرولو او هم د هغوی د نورو اساسي اړتیاوو د پوره کولو له پلوه.



