۸صبح، کابل: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته په دويمه شلاوريزه لوبه کې هم ماتې ورکړه.
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د ابوظبي سن شاين شلاوريزې لوبلړۍ په دويمه لوبه کې خپلې سيالې لوبډلې زمبابوې ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ يې دوه د صفر په وړاندې په خپل نامه کړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اورنو کې د زمبابوې لوبډلې ته د پنځه وېکټو په غورځېدو سره د ۱۹۴ منډو هدف کېښود. د افغان توپوهونکو له لوري کريم جنت ۵۳، عثمان غني ۴۹ او محمدنبي د ۴۰ منډو په جوړولو سره ترټولو ډېرې منډې وکړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې راشدخان ۳، نوين الحق او محمد نبي دوه دوه ويکټې او امير حمزه، فريد احمد او کريم جنت لخوا یوه يوه وېکټ واخيستل شوه او د زمبابوې لوبډله په اوولسم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره له ماتې سره مخ شوه.





