• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغانستان او ګڼ ناورينونه

ليکنه: عبدالوارث سيغاني، ژباړن: محمد عزيز پردېس

 ليکنه: عبدالوارث سيغاني، ژباړن: محمد عزيز پردېس  ليکنه: عبدالوارث سيغاني، ژباړن: محمد عزيز پردېس
۱۸ ليندۍ/قوس ۱۳۹۹ - ۸ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1607415287]

افغانستان هغه هېواد دی چې په نړۍ کې د ترټولو اوږدې جګړې تجربه لري. د تاريخ ليکونکو د ويناوو په اساس دا هېواد پنځه زره کلن تاريخ لري. افغانستان په منځنيو پیړیو کې د امويانو، عباسيانو، سلجوقيانو، غوریانو، تيموريانو، صفويانو، هوتکيانو، افشاريانو او په معاصرو کلونو کې د درانيو او بارکزيو د واکمنۍ پلازمېنه ؤ.
دا چې دلته د تاریخ په اوږدو کې څه تېر شوي، پرې بحث نه کوو؛ خو هڅه به وشي لکه څنګه چې تاريخ ليکونکو د دغه هېواد د ماضي په اړه قضاوت کړی، نو په دې مطلب کې به روښانه شي چې افغانستان د تاريخ په اوږدو کې له ژورو ناورينونو سره مخ ؤ. ناسم مديريت، د دې هېواد د امنيتي، کلتوري، اقتصادي او سياسي اصلي ناورينونو لامل دی.
د امنيت ناورين
له کلونو راهيسې په افغانستان کې د جګړې دوام او د امنيت نه شتون، د نړۍ د رسنيو د خبرونو سرټکي جوړوي!
کلونه کلونه جګړو په سلهاوو زره کورنۍ په هېواد کې د غم په ټغر کېنولې دي!يتيم ماشومان، کونډې مېرمنې او بې اولاده زامن د دې جګړې پاتې شوني دي. دې ترخې او ويرجنې تجربې ته په کتو، د هېواد امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره شايسته سالارۍ او تخصص ته اړتيا لري. واکمن بايد اشخاص د وړتيا او تخصص په اساس يوې برخې ته وګوماري. موجوده وضعيت ايجابوي چې د جګړې په ډګر کې له تجربه لرونکو کدرونو ګټه پورته کړي، هغه کدرونه چې ترټولو ستونزمنو شرايطو کې هم د جګړې د مديريت او مشرۍ وړتیا ولري.
د کار ناورين
د افغانستان لوستي، په کارموندنه کې ترخې تجربې لري. هغوی له تحصیل وروسته په میاشتو او آن کلونو دفترونو، د کارموندنې سايټونو او خصوصي شرکتونو ته ورځي چې له بېکارۍ او وزګارۍ خلاص شي. له واسطو او اړيکو پرته په دې هېواد کې د دندو موندل ستونزمن شوی دي.
له ۲۰۰۱ کال وروسته د واسطې سالارۍ کلتور په دولتي ادارو کې، د کارکوونکو د ګمارنې پر بهیر واکمن دی.په افغانستان کې بېکاري د دې سبب شوې چې هرکال ځوانان هېواد پرېږدي. هر کال په زرهاو لوستي ځوانان له هېواده نورو ملکونو ته کډوال کېږي. له افغانستانه د مغزو د تېښتې د مخنيوي لپاره بايد د کارکوونکو د ګمارنې بهير روڼ او شفاف شي. روڼتیا، شايسته سالارۍ ته لار هواروي او د وړتیا لپاره بايد سيستم جوړ شي.
د پانګې د تېښتې ناورین
سوداګر او پانګوال، د امنيت نه شتون په هېواد کې د پانګونې د نشتوالي اصلي لامل ګڼي. د دوی په باور هغه وخت غوره پانګونه کېږي چې په يوه جغرافيه کې يې د مالونو د ساتنې لپاره تضمين موجود وي. هغه لامل چې اوسني پانګه وال په هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي له دوی سره د دولت نه همکاري او د امنيت نه شتون دی. ځیني پانګه وال وايي چې د دولت له لوري توليدي شرکتونو لپارهد لازمو آسانتياو نشتوالیاو په ادارو کې د فساد موجوديت په افغانستان کې د پانګونې اصلي خنډ دی.
د مديريت ناورين
مديريت د دولتدارۍ ترټولو مهمه برخه شمېرل کېږي. ايرانی څېړونکی علي رضايان په خپل «مبانی و سازمان مديريت» کتاب کې مديريت داسې تعريفوي: «مديرت هغه تګلاره ده چې په اغېزمن ډول له مادي او انساني سرچينو څخه په ګټې اخيستنې سره،د يو منل شوي نظام له لارې د پلانونې، مشرۍ، د سرچينو او امکاناتو د منظمولو، لارښوونې او کنټرول په وسيله ټاکل شويو موخو ته پکې ځان ورسول شي.» که پورته تعريف ته پام وشي او هغو مديريتي کارونو ته چې په افغانستان کې ترسره کېږي، نظر وشي؛ نو هغه تعريف چې موږ يې لرو او ترسره کوو يې، ډېر ورسره توپيرلري. موږ په اوسنيو شرایطو کې پوه او تجربه لرونکو مديرانو ته اړتيا لرو. هغه مديران چې د سرچينو په منظمولو سره ادارې ته نظم وروبښي او لوی دولتي پروګرامونه په سالمه توګه مديريت کړي.
د ملي اجماع د نه شتون ناورين
د يوه هېواد د پرمختګ او ودې لپاره د ملي اجماع شتوناساسي اړتيا او رغنده ګام دی. په ډېری هېوادونو کې يو غږ، همغږي او د نظر يووالی يو تعريف شوی اصل دی. د ملي اجماع پايله د يوه هېواد پرمختګ او وده ده. د نړۍ په لومړيو هېوادونو کې نظم او اداره، ددغو هېوادونو د ملي اجماع پايله ده. د ملي اجماع له لارې اروپايي ټولنه وکولای شول، چې نېکمرغۍ او ارامښتته ورسېږي، خو په افغانستان کې بيا داسې نه ده. له بده مرغه په هېواد کې په هېڅ برخه کې ملي اجماع نشته. داسې ډېر کم پېښ شوي چې افغان واکمنان د يوې مسئلې او ملي بهیرپه تړاو يو غږ شوي وي.
د قانون د پلي کولو ناورين
بې له شکه د افغانستان د ډېرو ستونزو لويه برخه د قانون په نه پلی کولو پورې تړاو لري. په هېواد کې هغه څه چې په قوانينو کې ليکل شوي او څه چې په حکومت کې کېږي، ترمنځ یې لوی توپير موجود دی. د سرپرستۍ په قانون کې چې په ۱۳۸۸ کال کې د ولسي جرګې له خواتصويب شوی، راغلي دي: «ولسمشرد لاندې ذکر شويو حالاتو پر مهال کولی شي چې د يوې مياشتې لپاره،يو شخص د سرپرست وزیر په توګه تعيين کړي.» دا په داسې حال کې ده چې افغانان په وزارتونو کې له دوو کلونو زیاته موده د سرپرستانو کتونکي دي.
د شته ناورينونو د له منځه وړلو لپاره، اساسي قانون او نورو قوانينو ته له ورستنېدو پرته بله لاره نشته.د قوانينو د ښه عملي کېدو پر مهالبه هم افغاني ادارې کارنده شي، هم به شايسته سالاري په هېواد کې پلې شي او هم به په افغانستان کې امن او ثبات رامنځته شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طالبانو له خوا د ښځو له نیولو او ګواښلو اندېښنه ښودلې
خبرونه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طالبانو له خوا د ښځو له نیولو او ګواښلو اندېښنه ښودلې

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791649714]
د ښځينه سینګارځایونو تړل کېدل؛ له بېکارۍ او د ژوند د دوام لپاره د ښځينه سینګارونکو روایت
د ښځې غږ

د ښځينه سینګارځایونو تړل کېدل؛ له بېکارۍ او د ژوند د دوام لپاره د ښځينه سینګارونکو روایت

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791649141]
ملګري ملتونه: ناامنیو او محدودیتونو پر افغان ماشومانو ویجاړونکی اغېز لرلی
خبرونه

ملګري ملتونه: ناامنیو او محدودیتونو پر افغان ماشومانو ویجاړونکی اغېز لرلی

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791645298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.