• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغانستان او سوریه؛ پوښتنې او اندیښنې

۸صبح ۸صبح
۱۹ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1733729808]

هغو چټکو بدلونونه چې په دې ورځو کې په سوریه کې روان دي، هم ډېرې پوښتنې راپورته کړي او هم اندېښنې. په ټولیزه توګه د منځني ختیځ د حالاتو پېچلتیا او په ځانګړې توګه د سوریې د حالت پېچلتیا له چا پټه نه ده. دغه پېچلتیا له ځایي او ملي کچې پیلېږي او تر سیمه‌ ییزې او نړیوالې کچې رسېږي. خو د سوریې کیسه، سره له دې چې ځانګړي خصوصیات لري، یوازې په دغه هېواد پورې محدود نه ده؛ په دې سیمه کې د ډېرو هېوادونو حالات داسي دي چې د سوریې په څېر دردناکې تجربې لرلای شي. سوریه هغه هېواد دی چې په ظاهره د نړۍ په یو ښه جغرافیایي موقعیت کې دی، د څو زره کلن تمدن مخینه لري او په تاریخ کې د ګڼو تمدنونو او امپراتوریو زانګو ګرځيدلی و، خو نن په یوه کړکېچن حالت کې دی، میلیونونه وګړي یې د وېرو او اندېښنو تر سیوري لاندې ژوند کوي او نه پوهېږي چې سبا به یې څه ډول به وي. دا حالت ګڼې پوښتنې راپورته کوي او د سیمې په نورو هېوادونو کې اندېښنې زیاتوي.

د شنونکو په منځ کې یوه له مهمو پوښتنو دا ده چې ایا د طالبانو بنسټپالې ډلې ته د هغې له خونړۍ مخینې سره سره، د افغانستان د واک سپارل او د ډیموکراټیکو هېوادونو د ځینو کړیو له خوا له دې ډلې سره پر تعامل ټینګار، داسې یوه الګو وړاندې کړې چې د سوریې د بنسټپالو ډلو واکمنېدو ته یې لاره هواره کړې ده او ایا په پام کې ده چې په نورو هېوادونو کې هم دا الګو بیا تولید شي؟ که د طالبانو د شلو کلونو پر جنایتونو سترګې پټول او بیا د هغوی د واک له دوام سره مرسته کول د پرمختللو هېوادونو لپاره د منلو وړ وي، نو څه دلیل شته چې د منځني ختیځ، افریقا او ځینو آسیایي هېوادونو د نورو جهادي ډلو خونړۍ کړنې له پامه وغورځول شي او ان په واک کې ونډه واخلي؟ که څه هم د طالبانو او د سوریې د جهادي ډلو پرتله ښيي چې له ګڼو ورته والو سره سره یې ترمنځ ځینې توپیرونه هم شته او دواړه ډلې بشپړ یو شان نه دي. د بېلګې په توګه، ابو محمد جولاني چې له حاشیو ډکه مخنیه لري او په ځینو دورو کې یې له داعش او بیا القاعده سره اړیکې لرلې، اوس ویل کېږي چې له څو کلونو راهیسې یې اړیکې ورسره پرې کړي او ان ورسره جنګېدلی دی. نوموړی اوس په سوریه کې د داسې حکومت د جوړېدو خبره کوي چې ټولې ډلې پکې ګډون ولري، بنسټ یې د خلکو رایې او اراده وي، داسې دولت وي چې د سوریې د خلکو له خوا منل شوی اساسي قانون ولري او هېڅ کورنۍ یا بهرنۍ ترینګلتیا ته ځای پرېنښودل شي.

تر اوسه هېڅوک نه پوهېږي چې د جولاني اوسني دریځونه د هغو تکتیکونو برخه دي چې پخوا د بنسټپالو ډلو له خوا تجربه شوي او واک ته له رسېدو وروسته دروغ څرګند شوي او که نوموړي په رښتیا د خپل هېواد له خونړیو شخړو درس اخیستی او پر یوې داسې بېلې لارې یې باور پیدا کړی چې زغم، یو بل منل او مشارکت پکې مهم ځای ولري. د ښځو او نورو ټولنیزو قشرونو په تړاو د جولاني دریځ هم له همدې خبرې سرچینه اخلي. هر څه چې وي، تر دې دمه د سوریې جهادي ډلې هڅه کوي چې ځان د طالبانو په څېر ډلو نه  بېل او متفاوت وښيي.

خو له بلې خوا دا هم له پامه نه شي غورځول کېدای چې د سوریې ځینې جهادي ځواکونو د حلب ښار ته تر ننوتلو وروسته د طالبانو بیرغ پورته کړ او دې ډلې ته ورته ترانو، شعارونو او حرکتونو سره نورو سیمو ته دننه شول. پر دې سربېره، د دوی ایډیالوژیکه تګلاره چې د سوریې رژیم پر وړاندې په جګړه کې مهم عامل ګڼل کېږي، هم د پام وړ ده. تجربې ښودلې چې ډېری ډلې  واک ته رسېدو لپاره له بېلابېلو چلونو کار اخلي، له خلکو سره بېلابېلې ژمنې کوي او راښکونکي او جذاب شعارونه ورکوي، خو واک ته تر رسېدو وروسته خپلو ژمنو ته شا کوي او بله لاره خپلوي. طالبانو په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال ټینګار کاوه چې که واک ته ورسېږي، د دوی سیاست به د تېر په څېر نه وي او د حکومتولۍ داسې نوې نسخه به وړاندې کړي چې د افغانستان د خلکو ټولې اندېښنې حل کړي. خو واک ته له رسېدو وروسته، دوی خپلو پخوانیو پالیسیو ته مخه کړه او څومره چې یې د حکومت ورځې تېرې شوې او د پایښت ډاډ یې تر لاسه کړ، په هماغه اندازه یې سخت ‌دریځي او استبداد زیات کړ. د سوریې د جهادي ډلو په تړاو هم هیڅ تضمین نشته چې واک ته له رسېدو وروسته به، خپلو اوسنیو ژمنو ته وفادار پاتې شي او د بنسټپالو ډلو د سخت دریځي تیوکراتیک حکومت جوړولو لارې ته به مخه نه کړي.

په همدې تړاو بله مهمه پوښتنه دا ده چې د سیمې د ډېرو رژیمونو او د بشار الاسد د نسکور شوي رژیم تر منځ ورته‌ والی شته، هغه داسې چې د خلکو له کلونو اعتراضونو او د هېواد په کچه له پراخو نارضایتۍ او د سیمې له سختو ترينګلتیاوو او د کورنیو او بهرنیو سیاستونو د بیاکتنې لپاره له ګڼو غوښتنو سره سره یې، له دغو لوړو او ژورو هېڅ درس وانخیست او د اصلاح لپاره یې کومه هڅه ونه کړه. ایا د رژیمونو سولیدلي جوړښتونه د ناکارندوالي دې حد ته رسېدلي چې د خلکو پر وړاندې پر خپلو ناسمو سیاستونو د هر ډول بیا کتنې وړتیا له لاسه ورکړې ده؟ او سره له دې چې د خلکو پراخه غوسه او ناراضایۍ ګوري، بیا هم په خپلې تللې لارې ټینګار کوي او تر خپل بشپړ سقوط پورې پرې ولاړ پاتې کېږي؟ د بېلګې په توګه، طالبانو نه یوازې د خپلې لومړۍ دورې له ناکامې تجربې کوم درس نه دی اخیستی، بلکې د مدني او سیاسي ډلو پراخ اعتراضونو او د هېوادوالو په منځ کې د نارضایتۍ لوړې کچې هم دې ته نه دي هڅولي چې یوه داسې تګلاره غوره کړي چې د ملي وفاق، زغم او د نورو ډلو د مشارکت پر بنسټ ولاړه وي. اپوټه، هر څومره چې د دې ډلې د بشر ضد سیاستونو پر وړاندې اعتراضونه نړیوال اړخ خپلوي، په عمل کې د دوی سخت‌ دریځي زیاتیږي. د ایران ملایي رژیم هم له همدې تګلارې سره عادت شوی؛ هر څومره چې په بېلابېلو سیمه‌ ییزو ډګرونو کې خپلې جګړې بایلي او زیانمنېږي، په همغه اندازه د جبري حجاب، د امر بالمعروف د تطبیق او نورو غیرمنطقي قوانینو په اړه خپلې سخت ګیرۍ ډېروي.

د دولتونو پر سیاستونو د ناپوهۍ برلاسي، د کورنیو سیاسي ډلو د ګټو بې شمېره تضادونه او د سیمه ‌ییزو او نړیوالو قدرتونو د ګټو ناهمغږي، ټول په ګډه د دې سیمې ملتونو له تیاره او مبهم راتلونکی سره مخ کوي. د دې سیمې د سلګونو میلیونو خلکو ژوند یې له ترخو او حیرانوونکو ابهامونو سره مخ کړی دی. د سوریې وضعیت یوازې د دې هېواد د خلکو لپاره د اندېښنې وړ نه دی، بلکې په ډېرو نورو هېوادونو کې هم ملتونو ته اندېښمنوونکې پیغامونه لېږدوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

سرچینې: پر کندهار د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته اووه مړي او اته ټپيان میرویس روغتون ته وړل شوي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790275148]
د ایران مرستیال ولسمشر امریکا په «نامتقارن» ځواب ګواښلې
بهرني خبرونه

رویټرز: امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه بهیر خبرې کوي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790271322]
د روغتیا نړیوال سازمان: واکسین د ژوند په ټولو پړاوونو مهمه ونډه لري
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: د خوړو خوندیتوب ته په پاملرنې د بوټولیزم ناروغۍ مخنیوی کېدای شي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790263272]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛  په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • وسله‌والو غلو په کابل کې یو ځوان وژلی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.