د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې رامنځته شوی سیاسي کړکېچ یوه داسې معادله ده چې دوه مجهوله لري او یو اړخ یې د اوسنیو واکمنانو استبداد دی او بل اړخ یې د دې ډلې د مخالفانو بې کفایتي ده، بې له دې چې د دواړو د حل کومه لاره ولیدل شي. د طالبانو د استبداد، ځواب نه ویلو او انحصاري چلند په تړاو ډېرې خبرې شوې دي او د دې ډلې کړنې له هېچا پټې نه دي، نو بیا یې تکرار ته اړتیا نشته. هغه څه چې ډېر د اندېښنې وړ دي، د دې ډلې د مخالفانو بې کفایتي ده چې بېلابېلې ریښې او بڼې لري او باید په ښه توګه ورته پام وشي او سمې حللارې ورته ولټول شي.
که جیوپولیتیک عوامل یوې خوا ته پرېږدو، نه یوازې اوس بلکې له پخوا د طالبانو پرمختګونه که په نظامي ډګر کې وي او که په سیاسي ډګر کې، تر ډېره د مقابل لوري/لوریو د کمزورۍ او ناکامۍ پایله وه، ان د جمهوریت دورې له نمیایي راهیسې. طالبانو هېڅکله د دې لپاره پرمختګ ونه کړ چې خلکو ته ښه او زیات خدمتونه وړاندې کړي، یا د هېواد د پرمختګ لپاره روښانه پلانونه ولري او یا د نړیوالو اړیکو په برخه کې ګټور دریځ لري چې نور هېوادونه یې په تړاو خوشبینۍ ته وهڅول شي. د طالبانو کارنامې له جګړې، ځپنې، وېرې اچونې او د نړیوالو کنوانسیونونو له نقض سره تړلې دي او د دې ډلې له مخینې یې پاکول ناشوني دي. تر اوسه پورې سره له دې چې د دې ډلې له مطلق حاکمیته درې کاله تېرېږي، د یو مشروع دولت عناصر نه لري او هېڅ هېواد نه غواړي چې دا ډله په رسمیت وپېژني. د اړتیا له مخې او د ځانګړو موخو لپاره تعامل له هغه څه سره چې د نړیوالو قوانینو او عرفونو له مخې په رسمیت پېژندنه بلل کېږي، ډېر توپیر لري.
طالبان د خپلو تېرو کارنامو او اوسني چلند له مخې له هغو ځانګړتیاوو بې برخې دي چې د کورني مقبولیت او بهرني مشروعیت ترلاسه کولو لپاره اړینې دي او که یې غوره بدیل موجود وای، خلکو او نړیوالې ټولنې به هغه ته لومړیتوب ورکاوه او د هغه د ځای ناستي کولوته به یې لاره هواره کړې وای. د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې ټول شکایتونه د طالبانو د مخالفو جریانونو او ډلو له بې کفایتي شوي دي چې د باور د خپلولو لپاره یې خپله وړتیا له لاسه ورکړې او د بدیل رول د منلو لپاره خپل اهلیت نه دی څرګند کړی. په دې موده کې هغه څېره چې یادو شویو ډلو او بهیرونو له ځان ښودلې، افغانستان یې د بد او بدتر له غوراوي سره مخ کړی او دا کار د دې لامل شوی چې خلک او نړیواله ټولنه دې ته حیرانه پاتې شي چې کوم یو بد او کوم یو بدتر دی، افراطي او مستبد واکمنان که نه وړتیا لرونکي او ناتوانه مخالفین؟
د طالبانو د مخالفانو بې کفایتي په کومو برخو کې څرګنده شوې ده؟ لومړی د خبرو د یوه داسې بهیر د پيلولو په ناتوانۍ کې چې معنا لرونکی او پر پایلې متمرکز وي. داسې خبرې باید مشخص چورلیزونه ولري چې د وفاق او اختلاف موضوعات څرګند شي. د دا ډول خبرو لوی چورلیزونه کېدای شي د نظام ډول، د اساسي قانون ډول، د ملي هویت اډانه، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو څرنګوالی او دې ته ورته موضوعات وي، څو په دې برخو کې د روښانه تصور په ترلاسه کولو سره د ملي اجماع د رامنځته کېدو زمینه برابره شي. اجماع یا لږ تر لږه ورته څه له دغه تور تونله د وتلو لپاره کلیدي ټکی دی. په اوسنیو افغان سیاستوالو کې داسې څوک یا بهیر چې عمده نظرونه درک کړي او د نظرونو د یووالي لپاره یوه لاره ومومي او د ملي اجماع د ټینګښت هڅه وکړي، نه په کور دننه کې شته او نه په بهر کې. د داسې کار لپاره ګڼو وړتیاوې ته اړتیا ده چې د دې یادښت له حوصلې وتلې خبره ده.
پر دې سربېره، د طالبانو مخالف جریانونه او ډلې ونه توانېدې چې خلکو او نړیوالې ټولنې ته داسې تګلارې وړاندې کړي چې د نوي جیوپولیتیک وضعیت له پېچلتیاوو سره اړخ ولګوي او د افغانستان د قضیې ښکېلو اړخونو پام راواړوي. هغه څوک چې په نظري برخه کې ناتوانه ښکاري په عملي برخه کې به لا زیات ناتوانه وي. دا رښتیا ده چې طالبان هم د افغانستان لپاره طرحه نه لري او یوازې د خپلې ولکې د ساتنې او له وضعیته د ګټې اخیستنې فکر کوي، خو له غیر طالب بهیرونو دا توقع کېده چې د یوې جامع طرحې د وړاندې کولو لپاره فکري ځواکونه او مسلکي کدرونه، لږ تر لږه په نظري کچه چمتو کړي او د هغوی د کار محصول له ملي او نړیوالو افکارو سره شریک کړي. دغو ډلو باید څرګنده کړې وای چې که څه هم جیوپولیتیک عوامل د دوی د څنډې ته کېدو لامل شول، خو د نظر او پلان په برخه کې د پیاوړي لیدلورۍ درلودونکي دي او د طالبانو په څېر نه دي چې هېواد د یوه مبهم او وېرونکي راتلونکي پر لور بوځي.
پردې سربېره، یادو شویو ډلې په دې تاریخي کړاو او سختۍ کې هم له مشهورو افغاني ناروغیو لېرې پاتې نه شوې. لا هم د دغو بهیرونو د مشران یوه برخه وخت او انرژي پر پوچ او عبث کار لګول کیږي. په هره غونډه کې د ځنیو هغو اندېښنه دا وي چې په کوم ځای کې او په کوم کتار کې کيني، د وینا وار به کله ورسېږي او د ګډونوالو په نوملړ کې به کومه ونډه ولري. لا هم ورته دا مهمه ده چې د دوی شخصي پرسټېژ تر کومه حده په پام کې نیول کېږي، له دوی په کومو القابو یادونه کېږي او کوم مختاړي او وروستاړي ورته ځانګړي کیږي. د افغانستان رهبران او سیاسي فعالان تل پر دې ناورغۍ اخته وو، خو په دې ناوړه وضعیت کې چې ټول د هغې په ډنډ کې ډوب دي، له هر وخته بې معنا او له هر وخته له زیانه ډکه ښکاري.
د طالبانو د مخالفو ډلو بې کفایتي تر هر څه زیات په کوچني فکر کولو او له بېلابېلو سلیقو، ایدیولوژیو، سیاسي تمایلاتو او ټولنیزو نظرونو د یوه پراخ چتر د جوړولو په ناتوانۍ کې ښکاري. اوس چې په متحده ایالتونو کې بله اداره د سیاست جوړونې مشري پر غاړه اخلي او ډېر هېوادونه له سره پر خپلو دریځونو فکر کوي، غوره وخت دی چې د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان د راتلونکي لپاره پر یوې جامع طرحه لږ تر لږه اجماع ته ورسېږي. هغوی باید د لومړیتوبونو پېژندونکي وي او له نوي وضعیت سره سم خپلې لیکې منظمې کړي، څو لږ تر لږه د معادلې له اصلي اړخونو وي. د تنوع په ساتلو سره د مختلفو ډلو او بهیرونو د یوې واحدې جبهې جوړول او د هېواد د ژغورنې لپاره په یوې ټولیزې طرحه باندې توافق، د دې ورځو تر ټولو اړینه اړتیا ده او یوازينۍ لار ده چې نړۍ پر غیرطالباني ځواکونو باوري کوي.




