• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د سپينې ماڼۍ نوې اداره او په افغانستان کې د وېرې او هیلې څپه

۸صبح ۸صبح
۶ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732605730]

دا ویلو ته اړتیا نه لري چې لږ تر لږه له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان پر شرایطو تر ټولو اغېزناک هېواد امریکا متحده ایالتونه وو او اوس هم همداسې ده. له همدې امله په افغانستان او ان په بهر کې د دغه هیواد د خلکو په منځ کې هر ډول پرمختګ په ډیر دقت او پاملرنې سره تعقیبیږي، ځکه چې د نړۍ په کچه د ملیونونو وګړو پر ژوند مستقیم یا غیر مستقیم اغېز لري. کله چې سړه جګړه روانه وه، د هغه وخت د دوو سترو قدرتونو تر منځ سیالۍ په افغانستان کې توپان را منځته کړ او تر هغې وروسته اټکل کیږي چې د چین او روسیې په څېر د قدرتونو د رول زیاتېدل او د امریکا او د هغې له متحدینو سره سیالي به دا هېواد یو ځل بیا له سخت توپان سره مخ کړي. خو تر دې مهاله هېڅ هېواد د افغانستان په وضعیت کې د امریکا په څېر ټاکونکی رول نه دی لوبولی.

ځینې افغان شنونکي ټینګار کوي چې د دغه هېواد د بدلونونو اصلي لاملونه باید په بهر کې ونه لټول شي او د نړۍ د بلې برخې تحولاتو ته مو باید سترګې نه وي نیولي او خپل برخلیک باید په هغو پورې ونه تړو. هغوی وایي تر هغې چې د یو هېواد خلک د پوهې، بلوغ او وړتیا داسې کچې ته ونه رسېږي چې له تیت او پرکوالي خلاصون ومومي او خپلو کورنیو ستونزو ته مناسبې حل لارې پیدا کړي، د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هیڅ بدلون د هغوی برخلیک نه شي بدلولای. د دې برخې کارپوهانو په نظر په پرلپسې توګه د امریکا متحده ایالتونو، چین، پاکستان، هند، ایران، روسیې یا کوم بل هېواد پر رول ټینګار کول مخاطبانو ته د ناسم ادرس ورکول دي او هغه باطله دوره اوږدوي چې د افغانستان خلک پکې ښکېل دي. ځینې یې د نورو هېوادونو په بدلونونو پورې د افغانستان د برخلیک تړل د ځان‌ بایللو، د داخلي عناصرو پر وړاندې د بې ‌باورۍ او د بهرني ځواک د هیبت پر وړاندې د تسلیمېدو له امله ګڼي.

دا شننه تر یو بریده سمه ده او د واقعیت یوه برخه څرګندوي، خو یوازې کورنيو عواملو ته د یوه هېواد د ټولو ستونزو راټیټول او د هغو لپاره یوازې د ټولنې دننه حللارې موندل، د پیچلو شرایطو ساده کول او د واقعیت د نورو برخو له پامه غورځول دي. د اوسنۍ نړۍ په شرایطو کې چې ورځ تر بلې ترینګلي کیږي، د هر هېواد وضعیت کولای شي د نورو هېوادونو پر شرایطو اغېز وکړي، د امریکا متحده ایالتونو د بدلونونو خبره خو لا پرځای پرېږده، چې د دغه هېواد د ټاکنو په ورځو کې د نړۍ ټولو مهمو هېوادونو د هرې شېبې تحولات په پوره پام او ځيرتیا سره څارل. دا ښيي چې نه یوازې افغانستان، بلکې د نړۍ ډېری هېوادونه که هغه له امریکا سره په سیالۍ کې دي یا د هغې د همکارانو په لیکه کې دي، د دغه هېواد له بدلونونو اغېزمنېږي او له پایلو یې لېرې نه شي پاتې کېدای. له همدې امله باید د کورنیو عواملو په رابرسېره کولو کې مبالغه ونه شي او د نړیوال ځواک جوړښت او د هغې د ملتونو پر برخلیک اغېزې کم‌اهمیته ونه ګڼل شي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له بې وزلۍ، وروسته پاتې والي، قومي شخړو، د سواد ټيټې کچې او له ګڼو نورو ستونزو سخت کړیږي. هر هغه هېواد چې دا ځانګړتیاوې ولري، د ګاونډیو هېوادونو او اغېز لرونکو ځواکمنو قدرتونو پورې به سخت تړلی پاتې وی او تر هغو چې کورني عوامل لومړنی ځای خپل نه کړي، اوږده لاره به په مخکې ولري. په تېرو یو سلو پنځوسو کلونو کې ټول هغه مهم بدلونونه چې په دغه هېواد کې رامنځته شوي، د بهرنيو عواملو له امله وو او هغه څه چې د کورنیو عواملو په نوم پېژندل کېږي، یا یې دویم ځای درلود او یا د بهرنیو عواملو په خدمت کې وو.

له تاریخه ناخبري یا د هغه ناسم تعبیر د یوه کړکېچ ‌ځپلي هېواد د ستونزو د حل په برخه کې مرسته نه کوي. زموږ د سیمې معاصر تاریخ ښيي، چې د سترې بریتانیا او د تزاري روسیې امپراتوریو له لاسوهنې وروسته، کورنی عوامل له محوریته لوېدلي دي او له ایډیولوژیکو شعارونو او ویاړونو سره سره، د دې خاورې اوسېدونکو په پېښو کې اساسي رول نه دی لرلی. دا البته دا معنا نه لري چې وضعیت باید د تل لپاره همداسې پاتې شي؛ بلکې اړینه ده چې د داسې یوه زیان ‌منونکي حالت د پای ته رسولو لپاره لار ولټول شي او یوه حل ‌لاره ورته په پام کې ونیول شي. خو تر هغه وخته باید د هېواد پر برخلیک د اغېز لرونکو بهرنیو عواملو په اړه روښانه پوهه ترلاسه شي او سیاسي فعالیتونه د هغو په رڼا کې تنظیم شي.

همدې واقعیت ته په پام سره چې د امریکا د ټاکنیزو فعالیتونو له پیلېدو سره سم، د افغانستان ګڼ‌ خلک که د هېواد دننه وو او که بهر د دې  بدلونونو پرڅارلو بوخت وو چې وګوري څوک به واک ته رسېږي او د هغه سیاستونه به پر افغانستان او پر دغو خلکو څه اغېز ولري. اوس چې د امریکا د ټاکنو پایلې روښانه شوې، هغه کسان چې له سیاسي چارو سره تړاو لري، د کابینې بشپړېدو او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امریکا د لویو پالیسیو څرګندېدو ته په تمه دي. په افغانستان کې نه مطلقه خوشبیني شته او نه مطلق بدبیني، بلکې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو کړیو په ذهنونو او فکرونو کې د وېرې او هیلې ګډوله ده، چې د هېواد د ډېرو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو ذهنونه او فکرونه پرې بوخت دي.

ځينې وېره لري چې هسې نه د امریکا نوی حکومت طالبان د دوی له خونړۍ مخینې او تورې کارنامې سره په رسمیت وپېژني، چې په دې سره به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د امریکا د زرګونو سرتېرو وینه او د افغانستان د خلکو ستره قرباني ناڅاپه تر پښو لاندې کړي. دا کار به د ډیموکراسۍ پلوي ځواکونه، مدني ډلې، منځلارې عناصر او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان میلیونونه ښځې له سختو ستونزو سره مخ کړي او په لویه کچه به د چین په څېر هېوادونو او د امریکا د هغو سیالانو دریځ پیاوړی کړي چې له ډیموکراتیکو ارزښتونو سره مخالفت لري. هغوی اندېښنه لري چې د یوې متحجرې او تاوتریخجنې مذهبي ډلې په رسمیت پېژندل به ټوله سیمه د دغه راز ځواکونو تر ولکې لاندې راولي، چې دا به د سیمې پر ځپل شویو پرګنو نوې بې‌ برخلیکي او د کړکېچ څپې تحمیل کړي.

نور کسان بیا هیله من دي چې نوی امریکايي حکومت به د خپلو دښمنانو په اړه یو روښانه درک ولري او هغه ډله چې لاسونه یې د زرګونو زړورو سرتېرو په وینه ککړ دي، بې سزا پرېنږدي. البته هېڅوک هیله نه لري چې امریکا بیا پر افغانستان پوځي برید وکړي او د واکمنې ډلې پروړاندې د ځواک له لارې له لارې اقدام وکړي؛ خو ډېری خلک هیله لري چې د دې ډلې په تړاو ګونګ سیاست پای ته ورسیږي او له نړیوالو دیموکراټیک ارزښتونو سره سم، د طالبانو پر وړاندې پرېکنده تصمیم ونیول شي. د افغانستان د سیاسی او ټولنیزو ځواکونو دغه برخه هیله لري چې له طالبانو سره د سخاوتمندانه مرستو لړۍ پای ته ورسیږي او لږ تر لږه له هغو ځواکونو سیاسي ملاتړ وشي چې پر کثرت‌ ګرايۍ، بشري حقونو، ولسواکي او پرمختګ باور لري. هغه څه چې دغه هیله پیاوړي کوي دا دي چې د نوې ادارې د کلیدي پستونو نوماندان د افغانستان د شرایطو او تحولاتو له شالید سره اشنا دي او کولای شي د داسې روښانه سیاست له خپلولو سره مرسته وکړي چې هم د افغانستان د خلکو او هم  د امریکا ګټې پکې نغښتې وي. اوس باید منتظر پاتې شو او وګورو چې ایا وېره د هیلو پر وړاندې بریالۍ کېږي که به هیله د وېرې ځای ونیسي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

افغانستان او د مطبوعاتو ځپل
سرکرښې

د افغانستان کړکېچ؛ د واکمنانو له استبداده د مخالفانو تر بې کفایتۍ

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1731826023]
افغانستان او د مطبوعاتو ځپل
سرکرښې

له دوحې تر ویانا، له وېرې تر هیلې

۳ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴ [t_time:1719120283]
افغانستان او د مطبوعاتو ځپل
سرکرښې

د طالبانو لخوا د ټلویزیونونو تړل، د خپلو او پردیو تنګې پولې

۲۶ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴ [t_time:1718435494]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.