افغانستان، د کرېکټ په دويمه شل اوريزه لوبه کې بنګلاديش ته ماته ورکړه

۸صبح، کابل: افغان ملي لوبډلې کوربه بنګلادېش ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې په ۸ وېکټو ماتې ورکړه.
دغه لوبه د بنګلادېش په کوربتوب نن شنبه، د کب پر ۱۴ نېټه وشوه.
بنګلادېش لوبډلې د دویمې او وروستۍ نړیوالې شل اوریزې لوبې پچه وګټله، لومړی یې د افغانستان پر وړاندې توپوهنه غوره کړه، چې په ټاکلو اورنو کې يې افغانستان ته ۱۱۶ منډې هدف وټاکه.
په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې لپاره فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي ښه توپ اچونه وکړه او هر یوه درې-درې وېکټې ترلاسه کړې. د دوی دواړو ترڅنګ محمد نبي او راشد خان د سیالې لوبډلې يو – يو لوبغاړی وسوځاوه.
افغان لوبډلې په خپله پاڼۍ ياد هدف د حضرتالله ځاځي د ۵۹ ناسوځېدلو منډو سره پوره کړ او لوبه يې وگټله.
د يادونې وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی شل اوريزه لوبه بنگلادېش وګټله.