کله چې له مشهور ایراني لوبغاړي عباس جمشیديفر څخه په یوې ژوندۍ انټرنېټي خپرونه کې وغوښتل شول چې د افغانستان په اړه یوه «ښه خبره» وکړي، یوازې یوه کلمه یې وویله: «تریاک». همدې یوې کلمې د افغانستان په خواله شبکو کې د اعتراض څپه راپورته کړه او ویونکی یې مجبوره کړ چې بښنه وغواړي. خو که ټوله کیسه یوازې یوې ژبنۍ تېروتنې، نامناسبې ټوکې او له هغې وروسته بښنې غوښتلو ته راټیټه کړو، بې شکه چې له اصلي مسالې لرې شوې یو: نیمګړی او بدرنګه انځور چې د افغانستان او افغانانو په اړه د ډېرو ایراني وګړو په ذهن کې جوړ شوی دی. اصلي مساله د عباس جمشیديفر او د هغه خبرې نه دي، بلکې هغه تصور او ذهنیت دی چې د ایراني ټولنې ډېر وګړي یې د افغانانو په اړه لري.
دا باید ومنو چې په ایران کې له یوه ترخه واقعیت سره مخ یو: دا چې په ایران کې افغان مخکې له دې چې یو «هویت» وي، د ډېرو له انده «ټیټ ټولنیز موقعیت» ګڼل کېږي. د همدغه تصور له مخې، که په افغانستان کې د پوهنتون استاد یې، تکړه ډاکټر یې، نومیالی لیکوال یې، وزیر یې، یا ان ولسمشر یې؛ خو کله چې ایران ته ننوځې، مخکینی مقام او هویت دې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او یوازې یو نوم درته پاتې کېږي: «افغان کارګر». هغه هم داسې کارګر چې نه مناسب معاش لري، نه کاري خوندیتوب، نه د خپل حق د دفاع امکان او نه هم هغه انساني کرامت چې د هر ازاد انسان حق دی. نو ستونزه یوازې د یوه افغان کډوال پر وړاندې تبعیض نه دی، بلکې اصلي ستونزه د یوه خپلواک هېواد ټول وګړي ټیټ، بېارزښته او کممقامه ټولنیز دریځ ته راښکته کول دي. کله چې د یوه هېواد اوسېدونکو ته یوازې د «کارګر» په سترګه وکتل شي، نو د هغوی پر پوهانو، د پوهنتون استادانو، شاعرانو، هنرمندانو او لیکوالانو هم د خپلو وړتیاوو او نومونو پر ځای، همدا «بدې ټاپې» پورې کېږي. هغه څه چې جمشیديفر ویلي، د همدغه عام ذهنیت انعکاس دی.
واقعیت دا دی چې افغانستان سره له دې چې د ایران ګاونډی، هم ژبی او د زرګونو کلونو تاریخي اړیکو لرونکی هېواد دی، بیا هم ډېرو ایرانیانو ته د سیمې پرتله ناپېژندل شوی هېواد دی. دا نااشنايي یوازې د عامو خلکو ترمنځ نه ده، بلکې د پوهنتون استادانو، نخبهګانو او ان د سیاسي فعالانو په منځ کې هم په څرګند ډول لیدل کېږي. داسې استادان شته چې د منځني ختیځ، شمالي او مرکزي امریکا، لوېدیځې او ختیځې اروپا، سویل ختیځې اسیا او نورو سیمو له جغرافیې سره ښه بلد دي، خو افغانستان چې د ایران تر ټولو نږدې ګاونډی دی، په اړه یې معلومات د څو رسنیزو خبرونو تر کچې نه اوړي. ښه به دا وي چې ووایو، د منځني ختیځ او اروپا د سیاستوالو د څو نسلونو تاریخ په جزییاتو پېژني، خو د افغانستان د معاصرو سیاسي شخصیتونو په اړه ان سطحي معلومات هم نه لري. همدا لامل دی چې ان د ایران د معتبرو پوهنتونونو ځینې استادان د «کرزي» نوم «کرزای» لیکي او هماغسې یې تلفظوي. د یوه ایراني لیکوال په کتاب کې مې ولوستل چې حامد کرزی یې د افغانستان «لومړی وزیر» معرفي کړی و. دا ښيي چې د ایرانیانو لویې برخې د افغانستان تاریخ نه دی لوستی او د دغه هېواد د کلتوري او ټولنیز جوړښت په اړه روښانه انځور نه لري. هغوی یوازې هماغه تکراري کلیشه اورېدلې چې وایي: افغانستان کې تریاک دي.
دا نااشنايي کله کله تر لومړنیو کلتوري واقعیتونو هم رسېږي. ښايي منل یې سخت وي، خو لا هم هغه ایرانیان کم نه دي چې نه پوهېږي فارسي په افغانستان کې یوه رسمي ژبه ده او میلیونونه ویونکي لري. ان ډېر کسان نه پوهېږي چې د تاجکستان اوسېدونکي هم په فارسي خبرې کوي او دا ژبه یوازې د ننني ایران تر پولو محدوده نه ده. همدا لامل دی چې ځینې ایرانیان، کله چې د یوه افغان یا تاجکستاني له خولې روانه فارسي واوري، حیران شي؛ ګواکې فارسي داسې ژبه ده چې نورو له ایرانه زده کړې، نه دا چې هغه ژبه وي چې د پېړیو په اوږدو کې د یوې پراخې جغرافیې(له بلخ او بخارا څخه تر هرات، غزنې، شیراز او اصفهان) پورې یې وده کړې ده. همدا حیرانتیا په خپله د افغانستان په اړه د نااشنایۍ او د دغه هېواد او خلکو د ټولیز هویت د نادیده نیولو څرګنده نښه ده.
باید اعتراف وکړو چې د ډېرو ایرانیانو لپاره افغانستان داسې هېواد نه دی چې د پېژندلو ارزښت ولري. ښه به دا وي چې ووایو، د ایرانیانو په ذهن کې افغانستان تر دې ډېر چې د «پېژندنې موضوع» وي، د «خبرونو موضوع» ده؛ هغه هم تر ډېره هغه مهال چې د کډوالۍ څپه، امنیتي پېښه یا سیاسي کړکېچ رامنځته شي. خو مساله یوازې نااګاهي نه ده، بلکې «هویتي واټن ساتل» هم پکې لیدل کېږي. د بېلګې په توګه، ډېر ایرانیان نه غواړي د خپل هېواد او افغانستان ترمنځ تاریخي – کلتوري اړیکې برجسته کړي؛ ګواکې له افغانستان سره تړاو ورته د شرم خبره وي. له همدې امله، د فارسي ژبې او ګډ تاریخ په اړه خبرې ورته نه یوازې زړه راښکونکي نه دي، بلکې ځورونکي هم ښکاري. برعکس، دوی غواړی چې د خپل هېواد مشترکات له جاپان، سویس او نورو پرمختللو هېوادونو سره برجسته شي.
د دغې نااشنایۍ جالبه نمونه په هغو محدودو اثارو کې لیدل کېږي چې د افغانستان په اړه یې کتابونه لیکلي یا یې دغه هېواد ته سفر کړی او له دغه هېواد سره د اشنایۍ ادعا کوي. د بېلګې په توګه، د مازندران پوهنتون استاد امیرهاشمي مقدم (چې د «فرهنګي ایران» له مفکورې سره لېوالتیا لري)، «ولې افغانستان د ایران لپاره مهم دی؟» تر سرلیک لاندې یو کتاب لیکلی دی. د هغه په خبره، د دغه کتاب لیکل او بشپړول له درېیو کلونو ډېر وخت نیولی او د ایران د ولسمشرۍ اړوند یوې ادارې په سپارښتنه چمتو شوی دی. هاشمي مقدم افغانستان ته هم سفر کړی او «د آریایانو خاورې ته سفر» په نوم یې سفرنامه هم خپره کړې ده. هغه په خپلو لیکنو کې د افغانستان په اړه د ایرانیانو ناپېژندګلوي په څرګنده توګه تر پوښتنې لاندې راولي. خو جالبه دا چې خپله یې هم په خپل کتاب کې د افغانستان په پېژندنه کې تېروتنه کړې ده. د بېلګې په توګه، فرامرز تمنا یې د «کابل پوهنتون رییس» بللی، حال دا چې هغه د «د افغانستان پوهنتون» چې یو خصوصي پوهنتون و، رییس و. که څه هم دا کومه لویه تېروتنه نه ده او نه د افغانستان برخلیک بدلوي او نه هم د دغه هېواد د معرفي کولو لپاره د لیکوال د هڅو ارزښت کموي؛ خو له بلې زاویې، همدا کوچنۍ تېروتنه یوه لویه مانا لري: دا چې افغانستان په ایران کې دومره لږ مطالعه شوی چې ان هغه کسان چې د دغه هېواد د ښه پېژندلو هڅه کوي، کله کله د همدغې ناپېژندګلوۍ ښکار کېږي. کله چې د ایرانیانو په نظر کې د افغانستان د کم ارزښتۍ لاملونه څېړي، له افغانستانه ایران ته د مخدره موادو قاچاق د یوې مهمې بېلګې په توګه یادوي او هغه د افغانستان له هویت سره تړي: «خو ځکه چې د کوکنارو کر او د مخدره موادو تولید د افغانستان له هویت سره پېژندل کېږي، اړینه ده چې په جلا توګه پرې بحث وشي.» که څه هم لیکوال وروسته استدلال کوي چې دا تصور له بنسټه ناسم دی؛ یعنې نه ټول افغانان د نشهيي توکو قاچاقبران دي او نه هم مخدره مواد د افغانستان د هویت برخه جوړوي؛ خو هغه جمله چې په لومړیو کې یې کارولې، دا پوښتنه راپورته کوي: چا د «افغانستان د هویت» او «نشهيي توکو» ترمنځ تړاو رامنځته کړی دی؟ ایا رښتیا هم مخدره مواد د افغانستان د هویت برخه دي، که دا یوازې هغه روایت دی چې د کلونو په اوږدو کې د دغه هېواد په اړه جوړ او بیا بیا تکرار شوی دی؟ د دغو دوو ترمنځ توپیر دی. له همدې کبله هغه څه چې جمشیديفر ویلي، یوازې د یوه کس خبره نه ده، بلکې د یوه جوړ شوي روایت تکرار دی.
خو که وکتل شي، د دغو روایتونو، کلیشو او سپکوونکي لیدلوري ریښه له یوې سرچینې خړوبېږي: د افغانستان کمزروي. واقعیت دا دی چې د ملتونو ترمنځ درناوی یوازې تاریخي او کلتوري محصول نه دی، بلکې په نننۍ نړۍ کې تر ډېره د ځواک محصول دی. هغه هېواد چې اغېزمن دولت، پیاوړی اقتصاد، معتبر پاسپورټ او جذاب بازار ولري، که کلتوري مخینه یې هم ډېره بډایه نه وي، بیا یې هم وګړو ته له خپلو پولو بهر درناوی کېږي. برعکس، هغه هېواد چې د کلونو جګړو، کډوالۍ، بېوزلۍ او بهرنیو مرستو ته اړمن پېژندل شوي وي، په نااګاهانه یې وګړي هم د همدغه انځور بار پر اوږو وړي. که نن یو جاپانی، چینایي، اماراتي یا قطري وګړی ایران ته لاړ شي، مخکې له دې چې څه ووایي، د خپل هېواد یو انځور ورسره مل وي؛ د شتمنۍ، ځواک او پرمختللې ټيکنالوژۍ انځور. خو افغان وګړی ډېری مهال د داسې هېواد له انځور سره راڅرګندېږي چې له لسیزو راهیسې له بېلابېلو کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دی. البته، دا د دې مانا نه لري چې د ځينو ایرانیانو له خوا د افغانانو حقیر ګڼل دې توجیه شي، بلکې موخه دا ده چې د دغې پدیدې ریښې دې وپېژندل شي.





