۸صبح، کابل: افغانستان د پنځو هغو هېوادونو په کتار کې دی چې په جګړو کې د ماشومانو د وژل کېدو او معلولیت تر ټولو لوړ شمېر لري.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان پنجشنبه د لړم پر ۲۸مه اعلان کړی چې فلسطین، افغانستان، سومالیا، سوریه او یمن هغه هېوادونه دي چې په جګړو کې د ماشومانو د وژل کېدو او معلولیت تر ټولو لوړې شمېرې پکې ثبت شوې دي.
ملګرو ملتونو له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د نړۍ په کچه په وسله والو نښتو کې د ماشومانو د وژل کېدو او معلولیت ۱۷۱ زره او ۷۱۲ پېښې تایید کړې دي.
د دغه بنسټ په خبره، د دغو پېښو څه باندې ۷۰ سلنه یې په همدغو پنځو هېوادونو او سیمو کې ثبت شوې دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۵۸۹ میلیونه ماشومان د نړۍ په جګړه ییزو سیمو کې اوسېدل.
د نوموړي سازمان په وینا، دا شمېر له ۱۹۹۰ کال راهیسې بېساری دی.
دغه سازمان ټینګار کړی چې ثبت شوې شمېرې یوازې د ماشومانو پر وړاندې له بشري حقونو د سرغړونو یوه برخه څرګندوي.
ځکه د یاد بنسټ په خبره، د ماشومانو پر وړاندې ګڼ بریدونه ثبت او تاییدېږي نه.






