۸صبح، کابل: له پولیو پاک افغانستان بنسټ د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ پنجشنبه د لړم پر ۲۸مه، په یوه پیغام کې ویلي چې باید د ټولو ماشومانو لپاره له پولیو پاکې نړۍ د رامنځته کولو په موخه په ګډه هڅې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د پولیو د ۵۰ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د روان میلادي کال په ترڅ کې په هېواد کې د پولیو ۱۰۹ مثبتې چاپېریالي نمونې هم ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو وحشي ویروس لا هم پکې له منځه نه دی تللی.






