د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په بازارونو کې د تاریختېرو خوراکي توکو د پلور په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، ځینې پلورونکي تاریختېر خوراکي توکي په ټیټه بیه پلوري او په ځینو مواردو کې د دغو توکو د بیا پلورلو لپاره یې د مصرف نېټه بدلوي. د دوی په وینا، اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې ځینې بېوزله کورنۍ او کارګران د ټیټې بیې له امله د تولید او مصرف نېټې له کتلو پرته خوراکي توکي وپېري؛ هغه څه چې د پېرېدونکو روغتیا له خطر سره مخ کولای شي.
د کابل یو اوسېدونکی حلیم د دې ښار په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول د پل خشتي او ده افغانانو په بازارونو کې د تاریختېرو خوراکي توکو پلور د اندېښنې وړ بولي. هغه ادعا کوي چې ځینې شرکتونه او ګودامونه د تاریختېرو خوراکي توکو د غورځولو پر ځای دغه توکي په ټیټه بیه لاسګاډو لرونکو ته ورکوي او هغوی یې پر بستهبندۍ د لیکل شوې مصرف نېټه بدلوي او بېرته یې بازار ته وړاندې کوي. د هغه په وینا، د ځینو خلکو له خوا د خوراکي توکو د مصرف نېټې ته نه پاملرنه هم د دغو توکو له پلور سره مرسته کوي.هغه زیاتوي چې ځینې خلک په دې باور دي چې که د یوه خوراکي توکي د مصرف نېټه یوازې یوه یا دوه ورځې تېره شوې وي، نو خوړل یې کومه ستونزه نه لري.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «د شرکتونو مسوولان د ګودام مسوول ته وايي چې دا توکي له ګودامه وباسئ یا یې وغورځوئ، خو په کابل کې د ګودامونو مسوولان دغه توکي په ارزانه بیه لاسګاډو لرونکو ته ورکوي. د بېلګې په توګه، که د یوه جنس بیه ۵۰ افغانۍ وي، لاسګاډي لرونکي پرې نوې نېټه لګوي او په ۳۰ افغانۍ یې پلوري. خلک د مصرف نېټې ته ډېره پاملرنه نه کوي او وايي، که یې نېټه یوه یا دوه ورځې تېره شوې وي، ستونزه نه لري او کار ترې اخلي.»
حلیم وايي: « [د طالبانو] د مالیې او ښاروالۍ مسوولان له ځینو ځایونو رشوت اخلي او په دې اړه جدي اقدام نه کوي. ما دا موارد په خپلو سترګو لیدلي دي او که څوک په دې اړه شکایت وکړي، ورته ستونزې جوړېږي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی حسن عسکرزاده وايي چې ځینې هټيوال تاریختېر خوراکي توکي د مصرف د نېټې له څرګندولو پرته د پلورنځیو د تخفیف په برخه کې ږدي. هغه زیاتوي چې په ځینو مواردو کې دغه توکي په هماغه اصلي بیه پلورل کېږي او پېرېدونکي هم د هغوی د اصلي مصرف له نېټې خبر نه وي. د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې د بستهبندۍ اصلي نښان هم لېرې کېږي او پر ځای یې نوې نېټه لیکل کېږي؛ هغه کار چې د ده په باور، د خوراکي توکو د اصلي مصرف نېټې معلومول د پېرېدونکو لپاره ستونزمنوي.
دغه ځوان وايي: «که خوراکي توکي وي او که درمل، د مصرف نېټه یې چې تېره شوې وي، خلکو ته ډېر زیان رسولای شي. په لویو پلورنځیو کې دې موضوع ته ډېره پاملرنه کېږي، خو په ځینو کوچنیو پلورنځیو کې دا چندان مهمه نه ده چې د یوه جنس د مصرف نېټه تېره شوې وي. ځینې هټيوال تاریختېر توکي د تخفیف په برخه کې پلوري او ځینې نور یې په هماغه پخوانۍ بیه وړاندې کوي. په ځینو مواردو کې اصلي نښان هم ترې شکوي او پر جنس نوې نېټه لیکي. که تاریختېر خوراکي توکي وخوړل شي، د مسمومیت لامل کېدای شي.»
د کابل دغه اوسېدونکی د وارداتي او کورنیو تولیداتو د خوراکي توکو لپاره د مصرف د نېټې د روښانه معیارونو د ټاکلو او پر پلورنځیو د جدي څارنې غوښتنه کوي. هغه ټینګار کوي چې هغه پلورنځي چې تاریختېر توکي پلوري، باید جریمه شي، څو د خلکو روغتیا له خطر سره مخ نه شي.
د کابل یو بل اوسېدونکی سلطان علي وايي چې په دې ښار کې د تاریختېرو خوراکي توکو پلور پراخ دی او مسوولو ادارو یې د مخنیوي لپاره جدي اقدام نه دی کړی. هغه زیاتوي چې تر اوسه د تاریختېرو توکو د پلور د مخنیوي لپاره ځینې شوي اقدامات تر ډېره تبلیغاتي بڼه لري او په عمل کې یې په وضعیت کې د پام وړ بدلون نه دی راوستی. د هغه په باور، پر بازارونو او پلورنځیو باید په منظم او جدي ډول څارنه وشي؛ خو د ده په وینا، د طالبانو اړوند مسوولان په ډېرو مواردو کې دې موضوع ته لازمه پاملرنه نه کوي.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «په کابل کې ډېر تاریختېر خوراکي توکي پلورل کېږي، خو د طالبانو د ښاروالۍ مسوولان یې د مخنیوي لپاره جدي اقدام نه کوي. هغه ځینې اقدامات چې کړي یې دي، ډېری یې یوازې تر تبلیغاتو محدود پاتې شوي دي. د دوی څارنه تر ډېره د سړکونو پر غاړو او په لنډمهالي ډول کېږي او په ډېرو مواردو کې د هټیو منځ ته جدي پاملرنه نه کېږي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی شکیب وايي چې ځینې خوراکي توکي، په ځانګړي ډول څښاکونه۵۶، د مصرف د نېټې له پای ته رسېدو سره د نږدې کېدو یا ان د هغې له تېرېدو وروسته هم په ټیټه بیه پلورل کېږي. هغه زیاتوي چې دغه توکي د پل خشتي د شاوخوا په ګډون د ښار په ځینو سیمو کې پلورل کېږي او د وړاندې کولو پر بهیر یې اغېزناکه څارنه نه لري.
شکیب وايي: «په کابل کې په ځانګړي ډول پل خشتي ته څېرمه هغه څښاکونه چې د مصرف نېټه یې پای ته رسېدو ته نږدې وي او ان ځینې تاریختېر څښاکونه هم په ټیټه بیه وېشل کېږي او پلورل کېږي؛ خو له پلورونکو یې څوک پوښتنه نه کوي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی شاهپور وايي چې پر بازارونو د منظمې څارنې او پلټنې نشتوالي د تاریختېرو خوراکي توکو د پلور زمینه برابره کړې ده. د هغه په وینا، ځینې پلورونکي د پلټنې له اندېښنې پرته تاریختېر خوراکي توکي د سړکونو پر غاړو او لاسګاډو کې پلوري.
هغه زیاتوي چې اقتصادي ستونزې او د خلکو د پېرلو د وس کمښت هم د دې بازار په پراخېدو کې ونډه لري؛ ځکه ځینې بېوزله کورنۍ د ارزانه خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره د مصرف د نېټې له کتلو پرته دغه توکي پېري.
شاهپور له مسوولو ادارو غواړي چې د بازارونو څارنه جدي کړي او په پلورنځیو، لاسګاډو او د سړکونو پر غاړو د تاریختېرو خوراکي توکو د پلور مخه ونیسي.
دغه ځوان وايي: «په کابل کې د مصرف نېټې ته چندان پاملرنه نه کېږي. ځینې خلک تر هغه چې له یوه خوراکي توکي بد بوی پورته نه شي، فکر کوي چې خراب شوی نه دی. د لبنیاتو، پنیر او ځینې نورو خوراکي توکو په څېر شیان چې د مصرف نېټه یې تېره شوې وي، په کراچیو کې په ارزانه بیه پلورل کېږي. ما پخپله لیدلي چې هغه تاریختېر توکي چې په هټۍ کې په ۳۰ افغانۍ پلورل کېږي، په کراچۍ کې په ۱۰ تر ۱۵ افغانیو پلورل کېږي. هېڅوک یې د مصرف نېټه نه ګوري او پلورونکي ته هم مهمه نه ده. ما دا ډول موارد په سرای شمالي کې ډېر لیدلي دي. ځینې خلک پوهېږي چې د توکو نېټه تېره شوې ده او ځینې نور نه پوهېږي؛ خو دا چې ارزانه دي اخلي یې او وايي، کله چې د نورو توکو پرتله ارزانه وي، نو همدا به وکاروو.»
د تاریختېرو خوراکي توکو د پلور په اړه شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ پر خپلې وېبپاڼې ویلي چې په منظم ډول د خوراکي توکو او څښاکونو د مصرف نېټه او کیفیت ارزوي. دې ادارې همداراز ویلي چې له سلګونو هټیو یې زرګونه کیلوګرامه تاریختېر او بېکیفیته خوراکي توکي او څښاکونه راټول او له منځه وړي دي.






