۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې پرون ۱۴۹ کورنۍ چې ۶۵۸ کسان پکې شامل دي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پنجشنبه د لړم پر ۲۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۵۸ کورنۍ چې ۲۹۵ کسان پکې شامل دي، د ننګرهار په تورخم کې د تګراتګ له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، ۱۱ کورنۍ، چې ۶۱ کسان پکې شامل دي، د کندهار د سپینبولدک له لارې او ۶۷ کورنۍ چې ۲۵۹ کسان پکې شامل دي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د فطرت په وینا، ۱۳ کورنۍ چې ۴۳ کسان پکې شامل دي، د هرات د اسلامکلا له لارې هم افغانستان ته راستنې شوې دي.






