۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې خبریال او رسنیز فعال بشیر هاتف په بګرام زندان کې له یو کلن بند تېرولو وروسته ازاد شوی دی.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۷مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې د بشیر هاتف له ازادېدو د هرکلي ترڅنګ ټينګار کړی چې د دغه خبریال بنسټیز حقوق، په ځانګړې توګه د عادلانه محاکمې حق، د نوموړي د نیول کېدو او محاکمې پر مهال نقض شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې بشیر هاتف له بګرام زندان څخه تر ازادېدو وروسته په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.
یاد بنسټ ویلي چې هاتف د نظامي محکمې له خوا د طالبانو د رژیم پر وړاندې د تبلیغ په تور پر یو کال بند محکوم شوی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې بشیر هاتف د ۱۴۰۴ کال د زمري پر ۲مه په کابل کې د رسنیو له دوو نورو فعالانو سره نیول شوی و او دوه نور لا هم په زندان کې دي.
دغه بنسټ د خبریالانو د ازادۍ پر ارزښت ټينګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو حقونو ته درناوی وکړي او هغوی ته له وېرې پرته د ازاد رسنیز فعالیت زمینه برابره کړي.





