۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړی چی په هېواد کې اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق له بېساري ځپنې سره مخ شوی او په عملي توګه له منځه تللی او طالبانو هم اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په سیسټماټیک ډول محدود کړی دی.
دغه مرکز دوشنبه د تلې پر ۶مه اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانوني او عملي تضمین په برخه کې پر مخالف لوري روان دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د موندنو له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بیان ازادۍ او رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۴ محدودوونکې لارښوونې صادرې شوې دي.
دغه مرکز ویلي چې یادې لارښوونې د افغانستان د رسنیو له قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون سره په ټکر کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې په لګېدلو محدودیتونو کې اړتیا وړ معلوماتو ته لاسرسی کم شوی او د خبریالانو فعالیتونه یې هم لا زیاتو محدودیتونو سره مخ کړي دي.
یونیسکو د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پېژندلې او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق پر قانوني او عملي تضمین ټینګار کوي.




