موږ د معلوماتو له کمښت سره مخ نه یو. په تاریخ کې مو هېڅکله دومره اطلاعات په واک کې نه و. بیا هم په ټوله نړۍ کې خلک خپلو ساده پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره له ننګونو سره مخ دي؛ رښتیا څه شوي؟ چا څنګه پرېکړه کړې؟ ایا دا رښتیا دي؟
دا زموږ د پېر تناقض دی. هغه ټولنې چې د تاریخ په اوږدو کې پراخې اړیکې لري، هممهاله د ګډوډۍ، لاسوهنې او بې باورۍ پر وړاندې د زیانمنو ټولنو په کتار کې هم راځي. د معلوماتو د لېږد چټکتیا د ځواب ویلو او مسوولیت منلو له چټکتیا مخکې تللې ده.
الګوریتمونه مخکې له دې چې کرهوالي ته ارزښت ورکړي، جنجال او غوسې ته بدله ورکوي. مصنوعي ځيرکتیا ظاهراً موجه دروغ په پراخه کچه تولیدوي. په داسې چاپېریال کې د پوهېدو حق یوازې د روڼتیا مساله نه ده؛ بلکې د ازادۍ د زړه درزا ده.
هغه څه چې روان دي او هغه څه چې په نوم دې کېږي، له کره پوهېدو پرته یې د دوکې یوه غلیظه لوخړه فضا پوښلې او زیان رسونکي لاملونه بیا کولی شي له مجازاتو پرته، عمومي افکار وغولوي. ټولنه هغه مهال ډېره زیانمنه وي چې اطلاعاتو ته لاسرسی ترې وتروړل شي.
«اکسس ناو» بنسټ او «انټرنېټ وصل وساتئ» یا (#KeepItOn) ایتلاف په ۲۰۲۵ کال کې په ۵۲ هېوادونو کې د انټرنېټ د پرېکون ۳۱۳ پېښې ثبت کړې چې تر اوسه د ثبت شویو تر ټولو لوړه شمېره ده. د انټرنېټ پرېکول، ژورنالیزم دروي، ټولنې چوپتیا ته اړ باسي او خلک له هغو معلوماتو بېبرخې کوي چې په بالقوه توګه د انسانانو ژوند ژغورلی شي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانین د رښتینولۍ او د معلوماتو د بشپړتیا د خوندیتوب لنګر ګڼل کېږي او په دې برخه کې د یونیسکو وروستۍ ارزونې د پرمختګ ښودنه کوي. د دغه بنسټ د ۲۰۲۵ کال یوې نظرپوښتنې ښودلې چې په ۱۴۱ هېوادونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره قانوني ضمانتونه شته. خو د قانون تصویب یې بیا د عملي کېدو مانا نه لري او ګڼ هېوادونه لا هم د څار، استیناف غوښتنې، پلي کېدو، د اسنادو او مخینې د ساتنې او د معلوماتو د مدیریت په برخو کې له عملي تشو سره مخ دي. د ارزول شوو هېوادونو له ډلې ۵۱ یې که څه هم د اړینو سیستمونو یا کړنلارو د لرلو راپور ورکړی، خو نه دي توانېدلي چې د اسنادو او سوابقو د خوندیتوب او ثبت اړوند معلومات وړاندې کړي.
د اطلاعاتو کمېشنران او نور څارونکي، قانوني احکام د پلي کېدو وړ حقونو باندې بدلوي. بیا هم د هغوی ډېری له داسې خنډونو لکه کمزوري واک، د ګومارنو ځنډ، د بودیجې کمښت، سیاسي لاسوهنې، د صلاحیتونو محدودیتونه او د خپلواکۍ له بریدونو سره مخ دي. د دې لپاره چې اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر اغېزمن وي، اړینه ده چې دا بنسټونه د قانون له ملاتړه برخمن وي، کافي واکونه او سرچینې ولري او د ناروا نفوذ پر وړاندې خوندي وساتل شي.
دا تشه په ۲۰۲۵ کال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قوانینو د ازمایلو له لارې چې د یونیسکو او «د حقوقو او ډيموکراسۍ» مرکز له خوا په ګډه ترسره شوې، لا نوره هم تایید شوه. په ۷۶ هېوادونو کې له ۱۴۶ ورته غوښتنو، ۳۸ سلنې هېڅ اساسي او محتوایي ځواب ترلاسه نه کړ، یوازې ۴۲ سلنه غوښتنې د معلوماتو د بشپړ افشا کېدو لامل شوې او د ځواب ورکولو منځنی وخت ۲۲ ورځې و. ورته ګام به په روان کال کې د هر ډول بدلون ارزولو لپاره ترسره شي.
اطلاعاتو ته لاسرسی دې نور هم پراخ او بشپړ شي، خو د دغو نیمګړتیاوو بېلګې هر ځای لیدل کېږي، ان په هغو هېوادونو کې چې قوانین په ښه نیت تصویب شوي دي. او په معلوماتي تشه کې بیا زړوره او خپلواکه خبریالي اړینه او اجتناب ناپذیره اړتیا ده. ژورنالیزم اطلاعات چاڼوي او پر عام پوهاوي یې بدلوي. ژورنالیزم څېړنه کوي، پوښتنې مطرح کوي، تایید کوي او په مناسب چوکاټ کې یې برابروي او همدارنګه له ناسمو اطلاعاتو سره مبارزه هم کوي. ژورنالیزم هغه پوښتنې راپورته کوي چې ځینې ډلې یې له ځوابولو ډډه کول غوره ګڼي. او خلکو ته داسې وسیلې ورکوي چې په ماناداره توګه په عمومي ژوند کې مشارکت ولري.
د دروغو خپرېدو زیانونه(۵) واقعي دي. یونیسکو اټکل کوي چې د ناسمو اطلاعاتو د خپرېدو مشخصې پېښې ښايي هر کال د ۳۵۰ تر ۵۱۰ میلیاردو امریکايي ډالرو پورې اقتصادي او ټولنیز لګښت ولري؛ دا زیانونه د عامې روغتیا د غبرګونونو د کمزوري کېدو، د ټاکنو تحریف، په اقلیمي اقداماتو کې ځنډ، مالي زیانونه، د باور زیانمنېدو او پر بنسټونو د باور له منځه تللو ته لارې چارې برابروي. له همدې امله، د ناسمو اطلاعاتو خپرول یا دروغ د اړیکو یوه ستونزه نه ده، بلکې د حکومتولۍ لپاره یو ګواښ، اقتصادي بار او د خلکو د اګاهانه پرېکړو د وړتیا پر وړاندې مستقیم خطر دی.
د عامو خدماتو د خپرولو شبکې او خپلواک خبري رسنیز بنسټونه د دغې ستونزې پر وړاندې مهم توازن رامنځته کوونکي ګڼل کېږي. د هغوی دنده دا نه ده چې په هره بیه د مخاطبانو تعاملات (لایکونه او لیدل) ترلاسه کړي، بلکې موخه یې د ټولو مخاطبانو خبرول او خدمت دی. خو هغوی هممهاله د مخاطبانو د تیت والي، د باور کمېدو، سیاسي لاسوهنو، مالي محدودیتونو، له پلاټفورمونو سره تړلتیا او د ناکره، جعلي او لاسوهل شوې محتوا پراخېدو په څېر له ګڼو فشارونو سره مخ دي. د باکیفیته ژورنالیزم د دوام لپاره یې هڅې او مبارزه یوازې د یوې ځانګړې برخې اندېښنه نه ده، بلکې یوه ډیموکراتیکه اندېښنه ده. د دغه وضعیت پر وړاندې غبرګون دې د عامو ګټو لپاره په ژورنالیزم کې بیا پانګونه، د سردبیرۍ خپلواکي، د حقایقو سپړنه، د پرانیستو سرچینو له لارې پخلی، د رسنیو او معلوماتو په برخه کې پوهاوی او له پولو هاخوا همکاري راونغاړي. لکه څنګه چې ناسم اطلاعات په نړیواله کچه خپریږي، د باوري ژورنالیزم وړاندې کوونکي دې هم له ملي پولو هاخوا خپلو کې همکاري وکړي.
له عمومي رسنیو پرته، اطلاعاتي چاپېریال به ډېر کمزوری او مات ګوډ وي، خو رسنۍ نه شي کولی په یوازې سر ترې دفاع وکړي.
د «خبر نړیوالې ورځې» او «اطلاعاتو د لاسرسي نړیوالې ورځې» په مناسبت، پرته ننګونه عملي ننګونه ده، او موږ د اطلاعاتي چاپېریال له ټولو دغو فعالانو غواړو چې غوره چلند وکړي:
- دولتونه دې اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانین پلي کړي او خپلواک څارنیز بنسټونه دې خوندي کړي.
- پلاټفورمونه او ټيکنالوژیک شرکتونه دې د هغو اطلاعاتي چاپېریالونو بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي چې رامنځته کوي یې او دا دې د بشري حقونو له نړیوالو قوانیو سره په بشپړه همغږۍ وشي.
- او رسنیز بنسټونه که هر ډول لیدلوری لري، باید تل دې دقت او ژورې څېړنه ته د نفوذ او لیدلو کچې پر ځای لومړیتوب ورکړي.
باوري او ازاد جریان لرونکي اطلاعات، مشترک خیر دی. خو دا چاره له هغو چارواکو سره چې اطلاعاتو ته د لاسرسي خوندیتوب کوي، پر هغو ژورنالیستانو چې له هر څه مخکې د حقیقت په لټه وي او د وګړو پر دې حق چې واقعیتونو ته لاسرسی ولري، ورسره تړلې ده. د رښتینولۍ لاسته راوړنه رښتیانۍ ده، خو یوازې هغه مهال ترلاسه کېږي چې ټول خپل مسوولیت سم ترسره کړو.
یادښت: د دې تحلیلي مقالې سپارښتنه «اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې» او «د خبر نړیوالې ورځې» په مناسبت چې د سپټمبر پر ۲۸مه نمانځلکېږي، شوې ده. د دغې مقالې بیا خپرول یا ژباړه ازاده ده، په دې شرط چې ژباړه یې له اصلي مطلب سره سمه وي. د مقالې د اوږدوالي د تنظیم یا د رسنۍ د لیکلو سبک له مخې کوچني سمونونه هم د همدغه اصل پر بنسټ جواز لري.




