۸صبح، کابل: د اسیا ملتونو جام فوټبال سیالیو ته د تیاري په دوام کې، د هېواد فوټبال ملي لوبډله نن مازدیګر چهارشنبه د غبرګولي پر ۱۱ له ویتنام سره لوبه کوي.
دغه لوبه به د مازدیګر پر ۴:۳۰ د هوشي مین ښار په یوه لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ تمریني ناسته سه شنبه مازدیګر د هوشي مین ښار په تانګ ناټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د هېواد د فوټبال فدراسیون په وینا، دغه تدارکاتي لوبه د اسیا ملتونو جام په انتخابي سیالیو کې د ښو لوبو کولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
له دې لوبې وروسته، ټاکل شوې چې د هېواد ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام په انتخابي سیالیو کې د ګډون لپاره د هند کلکتې ته ولاړ شي.
د هېواد فوټبال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې له هانګ کانګ، هند او کمبوجیا سره په یوه ګروپ کې ده.