• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغانستان له کورونا سره د مقابلې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري

لیکنه: مقداد رضايي، ژباړه: م. ظریف صمیم

 لیکنه: مقداد رضايي، ژباړه: م. ظریف صمیم لیکنه: مقداد رضايي، ژباړه: م. ظریف صمیم
۲۷ مرغومی/جدی ۱۳۹۹ - ۱۶ جنوري ۲۰۲۱ [t_time:1610805218]

تراوسه د نړۍ ټول خلک د کورونا ویروس له امله په یو ډول زیانمن شوي دي، خو د مخ پر ودې هېوادونو اوسېدونکي نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري او د نړۍ د نورو خلکو په پرتله زیات تر فشار لاندې دي. د پرمختللو هېوادونو اقتصادي ظرفیتونو ته په پام سره، ددغو هېوادونو دولتونه توانېدلي په ښه توګه د کورونا له امله رامنځته شوی کړکېچ مدیریت کړي. خو مخ پر ودې هېوادونه، ددغې ښکارندې د مدیریت لپاره د هېوادونو او نړېوالو سازمانونو مالي مرستو ته اړتیا لري.
په نړيوالو سازمانونو کې، د روغتیا نړیوال سازمان او نړیوال بانګ په تېر یوه کال کې، له اړمنو هېوادونو سره ډېرې مالي او د درملو مرستې کړې دي. د بېلګې په توګه، د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا د مخنیوي، تشخیص او مقابلې په موخه تراوسه کابو یو نیم میلیارد ډالره لګولي دي. نړیوال بانګ ژمنه کړې چې له څه د پاسه سلو مخ پر ودې هېوادونو سره کابو ۷۴ میلیارد ډالره مالي مرسته کوي. د نړیوال بانګ مرستې یوازې له کورونا سره د مبارزې او واکسینو په برخه کې نه دي بلکې د خوراکي توکو، مالي ملاتړ او بودیجې په برخو کې هم مرستې کوي.
په دې لړ کې، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې له کورونا سره د مبارزې او واکسینو د تطبیق په برخو کې د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ او د درملو مرستې ته اړتیا لري. نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې له کورونا سره د مبارزې په موخه له افغانستان سره ۶۰۰ میلیون ډالره مرسته کوي. له افغانستان سره دا مرستې کمې دي او په مالي سرچینو او ژمنه شویو پیسو سره په هېواد کې د کورونا له امله رامنځته شویو ستونزو مدیریت ناشونی دی. یو بل لامل چې په افغانستان کې د کورونا کړکېچ د نه کنټرول لامل کېږي، د افغانستان په روغتیايي بنسټونو په تېره بیا د عامې روغتیا په وزارت کې پراخ فساد دی. د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز او ددغه وزارت یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي اوسمهال په فساد تورن دي. دا مسله ددې ښوده کوي چې ښايي د نړیوالې ټولنې دا مرستې به هم حیف و میل شي او په نږدې راتلونکي کې د کورونا ویروس کنټرول شوني نه دي.
نړیوال بانګ د افغان دولت په همکارۍ د ملي دسترخوان په نوم پروګرام پيل کړی او ټاکل شوې، هغو کابو پنځه میلیونه کورنیو ته چې د کورونا ویروس له امله زیانمنې شوې د مرستو بستې ورکړل شي. خو دا طرحه له هماغه پيله له نیوکو سره مخامخ وه. یوه جدي نیوکه په دولتي بنسټونو کې د پراخ فساد شتون دی چې د کورونا له امله زیانمنو وګړو سره د خوراکي توکو د عادلانه وېش په اړه اندېښنې رامنځته کوي. ددې طرحې له اجرا راهیسې، ددغو مرستو د حیف و میل او اړمنو ته یې د نه رسېدو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.
خو په دې لړ کې، تر ټولو مهمه پوښتنه چې اوس یې هر افغان له ځان سره لري داده چې دولت او نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو د واکسین لپاره څه پروګرام لري؟ ټاکل شوې چې د کورونا واکسین لومړی پړاو د ۲۰۲۱ میلادي کال په دوهمه نیمايي کې په افغانستان کې پيل او یوازې پر دېرش سلنه افغانانو به تطبیق شي. نړیوال بانګ او د آسیا پراختیايي بانګ ژمنه کړې چې هر یو د واکسین پروګرام د عملي کولو لپاره سل او پنځوس میلیون ډالره مرسته کوي. نړیوال ایتلاف هم ژمنه کړې د افغانستان د شل سلنه وګړو لپاره به په وړیا توګه د کورونا واکسین برابر کړي. له دې امله، ټاکل شوې په راتلونکو دوو کلونو کې څلوېښت سلنه افغانان د کورونا له واکسین څخه برخمن شي. له دې امله هم وخت او هم د وګړو شمېر ته په پام سره به په افغانستان کې کورونا واکسین په سمه توګه تطبیق نه شي. د علمې څېړنو له مخې، باید د هر هېواد له دریو دوې برخې وګړي واکسین شي ترڅو هغه هېواد په نسبي ډول ټولیز معافیت پيدا کړي. افغانستان اوسمهال د کورونا ویروس له دوهمې څپې سره مخامخ دی او که په دې برخه کې لازم تدابیر ونه نیول شي او له دریو دوې برخې وګړي واکسین نه شي، ښایي هېواد د دغه ویروس له نورو څپو سره هم مخامخ شي. پراخ دولتي فساد هم هغه بل لامل دی چې د واکسینو طرحه به له دغه ویروس سره د مبارزې د نورو طرحو په شان تر اغېز لاندې راولي.
دې پایلې ته رسېږو چې په کورونا د اخته وګړو شمېر او د هغې اقتصادي اغېزو ته په پام سره د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه د دغه ویروس کنټرول ناشونی ښکاري. تر ټولو مهمه دا چې تر راتلونکو دوو کلونو د ټولو وګړو واکسینول امکان نه لري. له دې امله، ښایي افغانستان له کورونا ویروس سره مخامخ وروستی هېواد وي، نو نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه په پراخه کچه له افغانستان او نورو اړمنو هېوادونو سره ددغه ویروس په وړاندې د مقابلې لپاره مرستې وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا ویروس تېره میاشت په نړۍ کې ۱۰ زره کسان مړه کړي
بهرني خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا ویروس تېره میاشت په نړۍ کې ۱۰ زره کسان مړه کړي

۲۳ مرغومی/جدی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوري ۲۰۲۴ [t_time:1705173980]
بهرني خبرونه

له اوکراین سره د مرستې او له کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره له کانګرس څخه د بایډن د پيسو غوښتنه

۱۲ وږی/سنبله ۱۴۰۱ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۲ [t_time:1662186850]
خبرونه

«له ۲۰۲۰ کال راهیسې ۷ زره او ۲۸۷ کسان د کورونا له امله مړه شوي»

۲۶ غويی/ثور ۱۴۰۱ - ۱۶ مې ۲۰۲۲ [t_time:1652686242]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.