یو شمېر هراتي بزګزان د زعفرانو حاصلاتو له کموالي اندېښمن دي. یو د لوړ عُمر لرونکی عبدالعزیز له کلونو راهیسې د دې ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د زعفران په کرلو بوخت دی. هغه وایي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفران ګلانو ۷۰ سلنه حاصل درلود. د عبدالعزیز په اند، دوامداره وچکالۍ، د موسمي بارانونو نشتون او همداراز ناامني هغه لاملونه دي چې بزګران نه دي توانېدلي پر خپلو زعفراني ځمکو پوره کار وکړي.
یو بل بزګر، احمد شاه حیدري وایي: «موږ تېر کال له خپلې پینځه جرېبه ځمکې ۵۵۰ کیلو د زعفرانو ګل ترلاسه کړ، خو اوس چې د ګل ورکولو وخت دی، زموږ نوي ګلان سل کیلو ته هم نه دي رسېدلي.» په تېرو کلونو کې هرات کورنیو او نړیوالو بازارونو ته په تقریبي ډول له اتلسو تر شلو ټنو زعفران وړاندې کول، خو په هرات ولایت کې د کرنې ریاست مسوولین وایي چې کېدای شي سږ کال د خالصو زعفرانو د حاصلاتو کچه له لسو ټنو زیاته نه شي.
د هرات ولایت په کرنې ریاست کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت یو چارواکی، ملا پاچا اسلام یار له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، که څه هم کره شمېرې نلري، خو کېدای شي په روان کال کې د زعفرانو حاصل د تېرو کلونو په اندازه نه وي. د هغه په اند، د بزګرانو بې پامي او وچکالۍ، د دې بوټي د تولیداتو پر وضعیت منفي اغیزه کړې ده.
سیاسي بدلونونه؛ سوداګر په نړۍ کې د زعفرانو د ارزښت د کمېدو په اړه اندېښمن دي
هر کال زعفران د هېواد له بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه له هرات ولایته، له راټولولو او پروسس وروسته، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو لکه، چین، هند، عربي متحده امارت، قطر او لسګونه نورو هېوادونو ته صادرېدل. د افغانستان زعفرانو څو کاله په پرلپسې توګه «د نړۍ ترټولو ښکلي او ښه خوند لرونکي زعفرانو» نوم خپل کړی. په بروکسل کې د خوند سنجش نړیوال انستیتوت د څه د پاسه ۳۰۰ ډوله زعفرانو په منځ کې، په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان زعفرانو ته لومړی ځای ورکړ. دغه ښکلی بوټی د نړیوال شهرت ترڅنګ، «د افغانستان د سرې طلا» په نوم هم شهرت لري.
په دې لړ کې، وچکالۍ او وروستیو بدلونونو د دې بوټي پر بازار سیوری غوړولی دی. په وروستیو ورځو کې د هرات په بازارونو کې یوه کیلو زعفران له ۹۰ تر ۱۰۰ زرو افغاني پېر او پلورل کیږي. که څه هم په کورنیو بازارونو کې د زعفرانو بیه د تېرو کلونو په پرتله ډېره زیاته شوې ده، خو ډېری بیا د بیې دغه لوړوالی «له طوفانه مخکې ارامۍ» متل په شان بولي او ټینګار کوي چې د شته وضعیت دوام د زعفرانو پر بیه منفي اغېز کولای شي.
د هرات یو سوداګر، محمد اشرف قاسمي وایي: «زعفران کم دي او غوښتنه یې ډېره ده، نو له همدې امله د زعفرانو بیه لوړه شوې ده، خو اوس موږ نه شو کولای چې اکثره هېوادونو ته زعفران صادر کړو. تېر کلونه مو له امارتو، چین او عربي متحده اماراتو سره قرارداد درلودل، خو اوسمهال د تګ راتګ زمینه نه ده برابره.»
د زعفران د پامیر شرکت یو سوداګر محمد رفیع غوریاني وايي: «اوسنی حکومت باید د زعفرانو د صادراتو لپاره، سمې ترانزیتي لارې برابرې کړي، دروازې، هوايي او ځکمنۍ لارې تړلې دي او د زعفرانو د صادرولو لپاره هېڅ مناسبه لاره نشته.»
د افغانستان د زعفران د نړۍ ترټولو ښو زعفرانو په توګه غوره کېدو په پرلپسې کلونو کې وکولای شوای چې د افغانستان له کرنې یوه ښه بېلګه په ننداره ته وړاندې کړي. همداراز، سوداګر وېره لري چې کېدای شي په اوسني وضعیت کې د زعفرانو په نړیوالو بازارونو کې سیالي وکړای شي. د زعفران کاروبار کوونکو ټولنې مرستیال، سید عبدالواحد سادات وایي چې اوسمهال د زعفرانو ډېر شمېر تولیدات، په کورنیو بازارونو کې پېر او پلورل کیږي. د زعفران کاروبار کوونکي ټولنې د مرستیال په وینا، د طالبانو د چارسمبالي حکومت چارواکي باید د زعفران د اهمیت ساتلو لپاره باید د سرې طلا سوداګرو ته د صادراتو زمینه برابره کړي. ښاغلي سادات ۸صبح سره په خبرو کولو کې جوته کړه: «موږ په تېرو کلونو کې لسګونه هېوادونو ته صادرات درلودل، خو په اوسني وضعیت کې یوازې دوبۍ ته د صادراتو زمینه شته او د زعفرانو سوداګرو ته په صادراتو کې اسانتیاوې نشته.»
په همدې حال کې، د کرنې په ریاست کې د طالبانو مسوولین، د سوداګرو او بزګرو د ستونزو په تاییدولو سره وایي چې هغوی هڅه کوي، د زعفرانو د صادراتو زمینه له نورو وختونو ډېره زیاته کړي. د هرات د کرنې د ریاست د کرنیزې مجتمعې مسوول، ملا پاچا اسلام یار د کرنیزو حاصلاتو په ځانګړې توګه د زعفرانو د صادراتو لپاره د زمینې په برابره کولو کې د بهرنیو چارو وزارت د هڅو خبره کوي. هغه له ۸صبح سره په خبرو کې وویل: «د هرات زعفرانو په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی او د هېواد د زعفرانو تولیدات په عمومي توګه له هرات ولایت څخه دي. موږ او مرکزي چارواکي هڅه کوو ترڅو په نړۍ کې د زعفرانو اهمیت وساتو او د صادراتو کچه هم زیاته کړو.»
د طالبانو سیمه ییزې ادارې همدارنګه د هرات د زعفرانو د تولید او پروسس په برخه کې د چین د پانګونې له لېوالتیا خبر ورکوي. تېره اوونۍ د چین یوه سوداګر د طالبانو د چارسمبالي حکومت له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د هرات ولایت د تولید او پروسس په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
په هرات ولایت کې د زعفرانو کرل کرار کرار په ټولو ولسوالیو کې دود شول. اوسمهال غیر رسمي شمېرې ښیي چې نږدې شل زره کورنۍ په مستقیمه توګه او څه د پاسه سل زره کورنۍ په غیر مستقیمه توګه په دې ولایت کې د زعفرانو په تولید او پروسس بوختې دي.
هرات د هېواد په ولایتونو کې د زعفرانو په حاصل کې په لومړی مقام کې دی او په دې ولایت کې د غوریانو او پشتون زر ولسوالۍ د دې بوټي په کرنه او حاصل اخیستو کې لومړی مقام لري.





