• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغانستان، طالبان او د روایتونو جګړه

۸صبح ۸صبح
۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۴ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1730704075]

جګړه، سیاست، اقتصاد او کلتور هر یو له هغه روایت سره ځانګړی تړاو لري چې هغه توجیه کوي او پايښت وربخښي. دا مفهوم نوې موضوع نه ده، بلکې له انساني تمدن سره سم عمر لري. روایتونه کله د خلقت له اسطورې سره تړاو لري او کله هم بیا په ټولنه کې د سیاست او کلتور له بهیر سره تړل شوي دي. په اوسني پېر کې د روایت جوړونې اهمیت څو برابره زیات شوی او په سیاسي او ټولنیزو بدلونونو کې یې رول پراخ شوی، ځکه چې د نفوسو ورځ تر بلې زیاتېدل، د ژوند د شرایطو پېچلي کېدل او له یو بل سره د انساني ډلو د ګټو بې ساري تړل کېدل د واقعیت داسې توجیه او ښودلو ته اړتیا لري چې د دغو ګټلو له ساتلو سره مرسته وکړي.

روایتونه په خپل منځ کې په لویو روایتونو، کوچنیو روایتونو او منځنيو روایتونو وېشل کېدای شي. د لویو روایتونو موضوع معمولاً د پراخو انساني ډلو له ګټو سره تړاو لري چې د قوم، سیمې او جغرافیې له محدودو پولو اوړي او داسې اندېښنې، لېوالتیاوې او ارمانونه رانغاړي چې د خلکو پراخه طبقه پکې شامله وي. کوچني روایتونه په ځانګړې جغرافیه کې د مشخصو قومي، ګوندي یا طبقاتي ډلو له شرایطو او ګټو سره تړاو لري، څو د هغو ګټې په وجودي/بیولوژیکي او یا سیاسي/ټولنیزو کچو کې څرګندې کړي. په هغه تقابل کې چې د هېوادونو ترمنځ یا د هېوادونو دننه د انساني ډلو ترمنځ رامنځته کېږي، هر یو داسې روایت ته اړتیا لري چې د خلکو یووالی رامنځته کړي او د دغو ډلو د ګټو د ترلاسه کولو هڅه موجه او مشروع وښيي.

په افغانستان کې د شلمې پېړۍ له پیلېدو راهیسې د عصري نړۍ او د هغې د وخت له ایډیالوژیو سره د آشنا کېدو له وخت راهیسې، داسې روایتونه رامنځته شول چې ځینو یې له پولو اخوا لویو روایتونو الهام اخیستی و او ځینو نورو یې ځایي یا بومي بڼه لرله. د روایتونو وروستی شدید تقابل د جمهوریت په دوره کې و، چې یوې خوا ته طالبان او بنسټپاله ډلې وې او د خپلو کړنو د مشروع ښودلو او د جمهوري نظام د مشروعیت د سلب کولو لپاره یې خپل ځانګړی روایت طرحه او تبلیغاوه. بلې خوا ته هغه ځواکونه وو، چې د جمهوریت تر چتر لاندې راټول شوي وو او له توپيرونو سره سره یې د هېواد د ترقۍ او پرمختګ پر دوام یې ټینګار کاوه.

د طالبانو روایت د دې ډلې د عمر په درېیو لسیزو کې پر جګړې راڅرخېده او د تاوتریخوالي پالونکی و، چې کله د شر او فساد پر وړاندې د مبارزې په پلمه چې هغه مهال دا نوم د نورو وسله‌ والو ډلو او ګوندونو ولکې ته کارول کېده او کله د بهرنیو ځواکونو د حضور او اشغال د پای ته رسولو په پلمه وړاندې کېده. طالبان او همفکره ډلو یې د خپل روایت په یوه برخه کې ویل چې په افغانستان کې دیني او دودیزې ارزښتونه له ګواښ سره مخ دي، ټولنه له دینه لیرې شوې او پردي کلتور ته د نفوذ لار پرانیستل شوې ده. په دغه روایت کې د وضعيت په تور ښودلو کې داسې مبالغې کېدې چې د بیخ بناوو په برخه کې پر پراخو پرمختګونو سربېره د جمهوریت له ځلانده لاسته راوړنو، لکه په زده کړو او تحصیل کې له پرمختګ، د رسنیو له ازادۍ، د ګوندونو او ډلو له مشارکته، د مدني بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو له فعالیتونو، د واک پر سر له سوله ‌ییزې سیالۍ او د ټولنیز ژوند د قانوني کولو له هڅو په بشپړ ډول یا تر ډېره انکار کېده. د طالباني روایت له مخې، حالات دومره ناورین ‌ځپلي او زړبوږنوونکي وو، چې د نظام نسکورول یوازینۍ لار وه، او دې موخې ته د رسېدو لپاره باید له دواړو خواوو لسګونه زره کسان قرباني شي او ملت یې درنه بیه پرې کړي.

د جمهوریت روایت دا و چې افغانستان د تمدن او پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې دی، او د دې ستونزې د حل لپاره باید د عصري تمدن له لاسته راوړنو د امکان تر بریده ګټه پورته شي او د شخړو د پای ته رسولو لپاره باید په عامه ډګر کې د هېوادوالو پراخه ونډه تضمین شي. پراخه ونډه یا مشارکت له پارلماني استازولۍ، د ولایتي شوراګانو له جوړولو، د ګوندي فعالیتونو له قانوني کولو او د جنسیتي، قومي، ژبني او سمتي تعصبونو له لمنځه وړلو پرته ممکن نه و. د جمهوریت په روایت کې له نړیوالو معتبرو معیارونو سره سم پر پراخ او پایښت لرونکي پرمختګ ټینګار و، څو هېواد د شاتګ او انحطاط له پړاوه تېر شي او د عصري تمدن له کاروان سره د یوځای کېدو لار ورته هواره شي. په دې روایت کې د ښځو او ټولنیزو او مذهبي لږکیو لپاره ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی و او هڅه کېده چې په وزارتونو، ریاستونو او دولتي ادارو کې د هغوی حضور په نسبي توګه وساتل شي.

د طالبانو د خونړۍ تاوتریخوالي دوام له یوې خوا او د جمهوریت د نظام په ځینو برخو کې فساد او ناتوانۍ له بلې خوا، او تر څنګ یې د افغانستان پر وړاندې د  د نفوذ لرونکو بهرنيو قدرتونو د ستراتیژۍ بدلون د دې لامل شو چې د جمهوریت روایت خپل اعتبار له لاسه ورکړي او د دغه نظام مشروعیت د ټولنې په ذهن او روان کې څپڅپانده شي او د خلکو لپاره یې د دفاع انګېزه کمزورې شي. څومره چې د جمهوریت روایت ډګر پرېښود، د طالبانو روایت یې هومره ځای ونیو. دا ځل د استخباراتي ادارو لخوا د جوړ شوي روایت پر بنسټ داسې تصور وړاندې کېده چې طالبان د پخوا پرتله بدل شوي او د افغانستان خلک کولای شي هیله ولري چې د دې ډلې په ګډون یو نوی نظام رامنځته شي او د دې ډلې پراخه او بې ویجاړوونکې جګړه پای ته ورسوي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دې ډلې روایت او د هغې لابیګران پر دې ټينګار لري چې افغانستان له جګړې او ناامنۍ خلاص شوی، د واک جزیرې ختمې شوې او په هېواد  کې شخړې نشته او له همدې امله باید د دې ډلې واکمني ومنل شي او د دې ډلې د واکمنۍ تر سیوري لاندې چوپتیا ته باید غاړه کېښودل شي. اپوټه، مخالف روایت چې اوس د فعالانو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جلاوطنو ډلو لخوا وړاندې کېږي، دا دی چې د طالبانو له لوري د واک یولاس کېدل د نورو ټولو ډلو له سختې ځپنې په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو له ښکاره تر پښو لاندې کولو او له مذهبي، قومي او سمتي تبعیضونو سره مل دي، چې په هېڅ صورت د شخړې پای نه دی.

په تېرو سلو کلونو کې افغانستان څو ځلې د واک د یو لاس کېدو او د ډلو د ځپنې لنډمهالې دورې تجربه کړې چې تل به د سراسري امنیت په معنا انګېرل کېدې، خو هر ځل شخړه له سره پیل شوې او هر ځل دا شخړه لا خونړۍ شوې وه. سره له دې چې د طالبانو مخالف روایت په اوسني وضعیت کې پر عیني شواهدو او پر ځمکني واقعیتونو ولاړ دی، خو د نورو هېوادونو د ستراتیژۍ ناهمغږي او د دغه روایت د ملاتړو پراخ تیت او پرکوالی د دې لامل شوی چې تر اوسه پورې د معادلاتو پر بدلون اغېز ونه کړی، بې له دې چې د طالبانو د واکمنۍ د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولوبهیر  ځنډنی کړي او په سیمه‌ ییزه او نړیواله کچه د هغوی د په رسمیت پېژندلو مخه ونیسي. د طالبانو مخالف روایت کولای شي د بریا لور ته خپله لاره پرانیزي، که د بشري حقونو د ساتنې، ولسواکي، پراخ مشارکت، د جنسیتي تبعیض لمنځه وړلو، او د تنوع او پلورالیزم د ملاتړ په څېر فکټورونه پکې جوت وي. د طالبانو روایت د منل کېدو لپاره ډېر چانس نه لري، ځکه چې د ځپنې، تبعیض او استبداد توجیه کوونکی دی او یوې بلې خونړۍ شخړې ته زمینه برابروي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل
خبرونه

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792005348]
اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي
خبرونه

اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792003688]
ګوتېرېش: په نړۍ کې بشري حقونه قصداً له پامه غورځول کېږي
خبرونه

ګوتېرېش «د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانیزم» د پیاوړتیا لپاره څه باندې درې میلیونه ډالر بودیجه وړاندیز کړې

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792000663]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.