۸صبح، کابل: د هزارهګانو سیاسي ګوندونو، مدني او ټولنیزو بنسټونو استازو په یوې ناستې کې په افغانستان کې د هزاره او شیعیهګانو د حقونو نقض، قومي ځورونه او جبري بې ځایه کول غندلي دي.
دغو بنسټونو چهارشنبه د لړم پر ۶مه د دغې ناستې په اړه خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې د هزارهګانو اوسنی وضعیت پر دغو خلکو د ظلم د اوږدې مخینې برخه ده.
هغوی ټینګار کړی چې د هزارهګانو د ځورونې غندل په افغانستان کې د بشري حقونو د نورو سرغړونو له پامه غورځولو مانا نه لري او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، د مدني او سیاسي فعالانو ځپل او د رسنیو پر ازادۍ محدودیتونه یې هم د اندېښنې وړ موضوعات دي.
د هزارهګانو استازو په کابل کې د نهمې او پنځلسمې ناحیې او د جلالاباد ښار په څلورمه ناحیه کې د خلکو د جبري بېځایه کېدو او د ځمکو او ملکیتونو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغوی د طالبانو رژیم مشروع نه دی بللی او ویلي یې دي چې د زور او تاوتریخوالي له لارې واک ته رسېدل، ورته د خلکو مشروع ملاتړ او باور نه شي ورکولی.
هغوی طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د تبعیض، جبري بېځایه کولو، د ځمکو د غصب او د هزارهګانو له حقونو د سرغړونو دوام ښايي جدي سیاسي، ټولنیزې او حقوقي پایلې ولري او د دغو پایلو مسوولیت به یې پر غاړه وي.





