ملګرو ملتونو ویلي چې د ورځې ۲۵ ښځې او نجونې په وسلهوالو نښتو کې وژل کېږي او د ملکیانو د تلفاتو اړوند برخه یې د ۲۰۲۱ کال پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.
نوموړي بنسټ چهارشتبه د اکتوبر پر ۲۸مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې ښځې د جګړې بیه پرې کوي، خو بیا هم تر ډېره بریده د سولې له بهیره لرې ساتل کېږي.
ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې د ملکیانو د تلفاتو کې د ښځو او نجونو برخې ډېرېدل د هغوی پر ژوند د وسلهوالو نښتو د پایلو ښودنه کوي.
دغه بنسټ د سولې په بهیرونو کې د ښځو د ګډون پر اړتیا ټينګار کړی ځکه ښځې، سره له دې چې د جګړې پایلې زغمي، لا هم د سولې د ټینګښت په هڅو کې له فعال رول لوبولو محرومې پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم په یوه راپور کې ویلي و چې دا مهال شاوخوا ۷۵۰ میلیونه ښځې او نجونې د جګړو له سیمو د ۵۰ کیلومترو په واټن کې ژوند کوي؛ هغه شمېر د ۲۰۲۴ کال پرتله نږدې ۴۰ میلیونه زیات او له ۱۹۹۰ کال راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی.





