۸صبح، هلمند: سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبان په هلمند کې خلک د سرې میاشتې ټولنې ټکټ اخیستلو ته مجبوروي او دا بهیر ان د تلاشۍ په پوستو، کورونو، دفترونو او کارځایونو کې څارل کېږي.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د سرې میاشتې د ټکټ اخیستلو اوونۍ له پای ته رسېدو سربېره هم دا ټکټونه په هلمند کې خلکو ته وړاندې کېږي.
د سرچینو په خبره، طالب مسوولانو په بېلابېلو ناستو کې له خلکو غوښتي چې د سرې میاشتې ټولنې ټکټ وپېري.
سرچینې زیاتوي چې سږکال د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم خلکو ته ویل شوي چې د سرې میاشتې ټکټ واخلي او له دغه بنسټ سره مرسته وکړي.
ورته مهال، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې د دغه بنسټ د مرستو د وېش په بهیر کې د پراخ فساد له امله، نه غواړي له سرې میاشتې ټولنې سره مالي مرسته وکړي.





