• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغان معلولین؛ د بې‌وزلۍ، تعصب او د طالبانو د بې‌غورۍ ترمنځ

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۳۱ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784725009]

یو شمېر معلولین خپل وضعیت ته د طالبانو له نه‌پاملرنې او د خپلو حقونو له سلبېدو شکایت کوي. هغوی وایي د اړین ملاتړ نشتوالي ډېری معلولین د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د سړک پر غاړه د توکو پلورلو یا سوالګرۍ ته اړ کړي دي. د هغوی په وینا، طالبان هغو کسانو ته میاشتنۍ تنخوا او ځانګړي طبي خدمتونه وړاندې کوي چې د دغې ډلې په لیکو کې معلول شوي دي، خو نور معلولین له دغه ملاتړه بې‌برخې دي او اړوندو بنسټونو ته د مراجعې پر مهال ورته ویل کېږي چې د مرستو ترلاسه کولو مستحق نه دي. له دې سره هممهاله، د افغانستان د حقوق‌پوهانو سراسري ټولنې رییس خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې معلولین د خپلو اساسي حقونو له پراخ نقض سره مخ دي. د هغه په وینا، روغتیایي خدمنونو، پراخوزده‌کړو او کاري فرصتونو ته د اغېزناک لاسرسي نشتوالي دا پاړکی تر بل هر وخت زیات له بې‌وزلۍ، انزوا او احتیاج سره مخ کړی دی.

۴۰ کلن سړی احمد (مستعار نوم) چې په دهمزنګ کې د طالبانو په ځانمرګي برید کې یې دواړه پښې پرې شوي، وایي چې اوس د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره په کابل کې د سړک پر غاړه توکي پلوري. دی وایي: «په دهمزنګ کې د طالبانو په ځانمرګي برید کې مې دواړه پښې پرې شوې. له هغې ورځې راهیسې ژوند راباندې ډېر سخت شو. د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرست یم او د سړک پر غاړه په کراچۍ کې د توکو په پلورلو سره د خپل ژوند لګښتونه برابروم، خو عاید مې بسنه نه کوي او کله ناکله د ژوند تېرولو لپاره پور اخیستلو ته اړ کېږم.» هغه زیاتوي چې په ډېری ورځو کې یې کورنۍ یوازې په چای او ډوډۍ ورځ سبا کوي او د ملاتړ له نشتوالي شکایت کوي.

دا سړی وایي: «موږ د دې ټولنې د غړو په توګه د حکومت ملاتړ ته اړتیا لرو، خو څوک مو ملاتړ نه کوي. طالبان هغو کسانو ته میاشتنۍ تنخوا ورکوي چې په جګړه کې د دوی په لیکو کې معلول شوي دي او د هغوی او د کورنیو لپاره یې ځانګړي طبي خدمتونه برابر کړي دي، خو کله چې موږ اړوندو بنسټونو ته مراجعه کوو، موږ ته وایي چې په مستحقینو کې شامل نه یاست.»

۴۵ کلن احد (مستعار نوم) چې په ځوانۍ کې د سرتېرۍ د دندې او جګړې پر مهال معلول شوی دی، وایي چې د جمهوریت په دوره کې یې له حکومته تنخوا ترلاسه کوله او په همدې عاید یې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کول. هغه وایي: «د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، زما تنخوا لومړی کمه شوه؛ داسې چې د کور کرایه مې هم نه شوای ورکولای. له همدې امله مجبور شوم د سړک پر غاړه توکي وپلورم او اوس یې زما تنخوا په بشپړ ډول بنده کړې ده. زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ وضعیت ته رسیده‌ګي وشي. موږ د همدې وطن لپاره جنګېدلي یو او په همدې وطن کې معلول شوي یو.»

یو بل معلول فریدون په افغانستان کې د معلولینو د وضعیت په تړاو په اندېښنې سره وایي چې دوی د کاري او ښوونیزو فرصتونو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې د ژوند د لګښتونو د تامین لپاره د سړک پرغاړه د توکو پلورلو یا سوالګرۍ ته اړ کېږي.هغه وایي: «په افغانستان کې معلولینو ته کاري فرصت نشته. د ژوند تېرولو لپاره یا باید د سړک پرغاړه توکي وپلوري یا سوالګري وکړو. د کابل ښار په کچه په سلګونو معلولین سوالګري کوي.»

هغه همدا راز معلولینو، په ځانګړي ډول ځوانانو ته د زده‌کړې او کار د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي او زیاتوي: «د مناسب کار او زده‌کړو زمینه برابره نه ده. لږ تر لږه باید معلولو ځوانانو ته د زده‌کړې فرصت رامنځته شي څو په راتلونکي کې د ټولنې په فعال ځواک بدل شي، نه دا چې زموږ په څېر د سړک پرغاړه توکي وپلوري. ان په پلیو لارو او سړکونو کې په تګ راتګ کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

د یوې اووه کلنې نابینا نجلۍ پلار ګل‌آغا وایي چې لور یې د امکاناتو د کمښت او د ملاتړ د نشتوالي له امله له خپلو ډېری لومړنیو حقونو محرومه شوې ده. دی وایي: «په دې ټولو کلونو کې مېان  ونه شوای کړای د خپلې لور لپاره د نابینایانو د لوبې ځانګړي وسایل پیدا کړم؛ نور امکانات خو پر خپل ځای پرېږده. د نابینایانو ځانګړي ښوونیز مرکزونه هم ډېر لېرې دي او کافي امکانات نه لري.» د هغه په وینا، د ښوونیز مرکز لېرې والي د دې لامل شوی چې لور یې له زده‌کړې پاتې شي.

دغه سړی زیاتوي: «د حکومت له خوا مو هېڅ ډول مرسته او ملاتړ نه دی ترلاسه کړی. د معلولینو د حقونو او مقام په اړه پوهاوی هم نه دی ورکړل شوی او له هغوی سره د چلند سم کلتور نشته. ډېری خلک لا هم له معلولینو سره له سپکاوي ډک چلند کوي.»

له دې سره هممهاله، د افغانستان د حقوق‌پوهانو سراسري ټولنې رییس میر عبدالواحد سادات وایي چې افغانستان د حقوقي، مشروعیت او اقتصاد ناورینونو ترڅنګ له خورا پراخې بې‌وزلۍ سره هم مخ دی او معلولین د ټولنې له خورا زیان‌منونکو پاړکیو ګڼل کېږي. د هغه په وینا، د دغه پاړکي ستونزې په وروستیو کلونو کې تر پخوا خورا ژورې شوې دي.

ښاغلی سادات وایي: «نن په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې معلولین د خپلو اساسي حقونو له جدي نقض سره مخ دي. روغتیایي خدمتونو، هراړخیزو زده‌کړو او کاري فرصتونو ته د اغېزناک لاسرسي نشتوالي هغوی تر بل هر وخت زیات له بې‌وزلۍ، انزوا او احتیاج سره مخ کړي دي. دا وضعیت د افغانستان له نړیوالو ژمنو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د معلولینو د حقونو له کنوانسیون سره چې پر برابر ښوونیز، روغتیایي، کاري او ټولنیز ګډون ټینګار کوي، په ټکر کې دی.» د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو او بشري بنسټونو راپورونه هم ښیي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، اساسي خدمتونو ته د معلولینو، په تېره بیا د ښځو او ماشومانو لاسرسی سخت محدود شوی دی.

ښاغلی سادات زیاتوي چې د دغه وضعیت د ښه کېدو لپاره لږ تر لږه باید طبي او د پیاوړتیا خدمتونو ته بې‌تبعیضه لاسرسی تضمین شي، هر اړخیزې زده‌کړې او ملاتړي کاري فرصتونه باید پراخ شي او معلولین د پرېکړې کولو په بهیر شریک کړای شي. هغه ټینګار کوي: «نړیواله ټولنه باید له بشري ملاتړ او په افغانستان کې د معلولینو د حقونو له رعایته څارنه پیاوړی کړي، ځکه د معلولینو حقونه د بشري حقونو برخه ده او په هېڅ ډول شرایطو کې باید له پامه ونه غورځول شي. هغه ټولنه چې معلولین له زده‌کړې، درملنې او کاره محروموي، نه یوازې د هغوی حقونه، بلکې خپل راتلونکی هم زیانمنوي. نن زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی چې د معلولینو غږ شو او د هغوی د برابرو حقونو د تحقق لپاره هڅې وکړو.»

   دا په داسې حال کې ده چې د جګړې په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو په ځانمرګو بریدونو او چاودنو، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له پاتې شویو مهماتو او پاتې شونو سره یوځای سلګونه کسان معلول کړي دي. د دغو کسانو ډېری برخه اوس وایي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له لږ تر لږه اړین ملاتړه هم بې‌برخې پاتې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت هم تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې معلولین روغتیایي خدمتونو ته د محدود لاسرسي، معیشتي ستونزو او ټولنیز تبعیض په ګډون له پراخو ننګونو سره مخ دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په خوست کې یو ځوان ځان‌وژنه وکړه
خبرونه

په خوست کې یو ځوان ځان‌وژنه وکړه

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791139541]
طالبان: د فراه – فراه‌رود سړک د قیر اچولو چارې د ۹۸۲ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې
خبرونه

طالبان: د فراه – فراه‌رود سړک د قیر اچولو چارې د ۹۸۲ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791138204]
سرچینې: په لښکرګاه ښار کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي
خبرونه

سرچینې: په لښکرګاه ښار کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791132926]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.